کور / #PTM / د بشري حقوقو سازمان: نړيوال دي پر پاکستان فشار راوړي، چي د ملکي وګړو د وژلو لاس واخلي

د بشري حقوقو سازمان: نړيوال دي پر پاکستان فشار راوړي، چي د ملکي وګړو د وژلو لاس واخلي

د بخښني نړيوال سازمان وايي، چي په پاکستان کي ورک سوي کسان د بشري حقونو لپاره يو ستره ننګونه ده او پاکستان بايد ددې خلګو موندلو او کورنيو ته په سپارلو کي جدي اقدامات وکړي.

د سازمان په خبره، په پاکستان کي په زرګونو پښتانه او بلوڅان لادرکه سوي او دا د بشري حقونو پر لمن يو تور داغ دی.

د دغې نړيوالي ادارې په خبره، پاکستاني استخباراتو په سند، بلوچستان او پښتونخوا کي په لسګونو زره کسان لادرکه کړي دي او ډېری کسان ئې وژلي هم دي.

د بخښني نړيوال سازمان پر نړيوالو قوتونو ږغ کوي چي پاکستاني استخباراتو دې فشار زيات کړي ترڅو د لادرکه کسانو په موندلو کي اقدامات و کړي او په راتلونکي کي د بې ګناه کسانو د وژلو او زنداني کولو څخه لاس واخلي.

دغه ټولنې پر خپلې ویبپاڼې د سند د لادرکه سوې کس هدایت الله لوهار د کوره د لادرکه کیدو په اړه لیکلې دي، چې د هغه د کورنۍ غړي وایي د ٢٠١٧ کال د اپریل په میاشت کي یو موټر چې ځینې کسان پکي د پولیسو په جامه کي وه او ځینې په ساده جامو کي وه، هدایت الله یې له کوره وايستی. کله چي د هغه د کور غړي د پولیسو مرکز ته لاړل ترڅو د هغه د لادرکۍ رپورټ ثبت کړي نو پولیسو انکار وکړ.

ياد سازمان دا هم وايي، چي د هدايت الله لوهار پېښه د هغه لسګونو زرو پېښو څخه يوه ده چي د پاکستان استخبارات ئې د پښتنو، بلوڅانو او سنديانو پرضد کوي.

پاکستان په نړيواله کچه د ترهګرو په ملاتړ او د خپلو خلګو په ځورونه، کړونه او وژلو باندي تورن هيواد دی.

بل خوا د پښتون ژغورني غورځنګ وايي، چي یواځي دوی  تر ۸۰۰۰ د زیاتو لادرکه پښتنو په اړه کره مالومات غونډ کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له رامنځ ته کېدو وروسته ، د دوي په وینا ، یو شمېر کسان راخوشي سوي هم دي.

ښاغلی پښتين وايي: د بخښني نړيوال سازمان همکاران بايد د ورکو سويو کسانو د مالوماتو راغونډولو لپاره هري سيمي ته ورسي او له نژدې وګوري چي څومره کسان ورک سوي او وژل سوي دي.

د پښتين په خبره، په هره سيمه کي د هماغه ځای اوسېدونکي په ډاډه زړه د نړيوال سازمان سره د خپلو کورنيو د ورکو سويو کسانو راپور شريکوي.

پاکستان هڅه کوي چي پښتانه مشران، ځوانان او تعليم يافته وګړي ددې لپاره ووژني او يا ئې زنداندي کړي ترڅو هغوی د خپلو حقونو ږغ پورته نه کړي.

خو د پښتون ژغورني غورځنګ ( پي ټي ايم) د رامنځ ته کېدلو سره سم ډېری پښتنو د خپلو حقونو د لاسته راوړلو لپاره هلي ځلي خورا چټکي کړي دي او ددې غورځنګ په هڅو سره کېدای سي پر پښتنو د روان ظلم لړۍ پای ته ورسېږي.