کور / راپور / په مزار شريف کي په سلګونو کسانو د مرکزي دولت د حکم نه منلو پرضد لاريون کړی دی

په مزار شريف کي په سلګونو کسانو د مرکزي دولت د حکم نه منلو پرضد لاريون کړی دی

د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کي په سلګونو کسانو د ولسمشر اشرف غني د حکم نه منلو پر ضد لاريون پيل کړی دی.

لاريون کونکي وايي، چي ددغه ولايت د ادارو اړوند دي د مرکزي حکومت حکم عملي سي.

لاريون کونکي وايي، چي په ياد ولايت کي دولتي ادارې د يوې خاصي کړۍ تر کنټرول لاندي دي او خپل نفوذي کسان ئې پکي ګومارلي دي، چي د مرکزي دولت حکم ئې ترپښو لاندي کړی دی.

څو ورځي وړاندي د ولسمشر اشرف غني په حکم  د ياد ولايت لپارتوی امنيه قومندان عبدالرقيب مبارز وټاکل سو، چي د بلخ پخواني والي عطامحمد نور ورسره سخت مخالف وکړ.
د عبدالرقيب مبارز د دندي پيلوو په ورځ په مزار شريف ښار کي د عطا نور ملېشو د حکومتي ځواکونو سره نښته وکړل، چي ګڼ شمير وسلوال افغان دولت ونيول او امنيه قومندان مبارز په هماغه ورځ معرفي سو او خپله دنده ئې پيل کړه