کور / راپور / د بلخ- جوزجان پر لويه لار د عبدالرشيد دوستم پر موټريز کاروان بريد سوی دی

د بلخ- جوزجان پر لويه لار د عبدالرشيد دوستم پر موټريز کاروان بريد سوی دی

د بلخ – جوزجان پر لويه لار د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم پر موټريز کاروان طالبانو بريد کړی دی.

د نوموړي موټريز کاروان چي خپله جنرال دوستم هم پکښې وو د بلخ – جوزجان پر لويه لار د شرشر په سيمه کي د طالبانو د يو کمين سره مخ سوی دی، چي خپله نوموړی د بريد څخه روغ وتلی دی، خو لا هم نښته روانه ده.

عبدالرشيد دوستم د دوو مياشتو وروسته نن د ترکيې څخه ازبکستان او بيا له هغه ځايه د حيرتان بندر له لاري مزار شريف ته راغلی.

نوموړي په مزار کي خپلو پلوانو ته وويل، چي که حکومت اجازه ورکړي په دوو مياشتو کي به له شمال څخه د طالبانو کمبله ټوله کړي.