کور / راپور / پر ښوونځي راکټي بريد څلور زده کونکي وژلي دي

پر ښوونځي راکټي بريد څلور زده کونکي وژلي دي

چارواکي وايي، چي په غزني کي پر يو ښوونځي د طالبانو په راکټي بريد کي څلور زده کونکي وژل سوي دي.

د  غزني د والي وياند اصف نوري وايي، چي بريد د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کي وروسته له هغه وسو چي ښوونځي ته څېرمه د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ جګړه پېښه سوه.

د والي وياند وايي، چي پر ښوونځي په  راکټي بريد کي د څلورو زده کونکو د وژل کېدو ترڅنګ اووه تنه ژوبل سوي هم دي چي په ژوبل سويو کي ۱۵ تنه زده کونکي او ۲ تنه ښوونکي شامل دی.

د اسوشیتید پرس اژانس د ښاغلي نوري له قوله لیکلي چي وژل سوي زده کوونکي له ١٠ څخه تر ١٦ کلونو پوري عمر درلود.

هغه وویل امنیتي ځواکونو ددغې پیښې په اړه څیړنې کوي چي دغه توغندی په جگړه کي ښکیلې کومي ډلي پر دغه ښوونځي توغولی دی.

د بشري حقونو سازمان د افغانستان په جگړو کي د ملکي وګړو پر مرگ ژوبلي اندیښنه ښودلې ده.

د بشري حقونو ډلو په ځانگړې توگه د ملگرو ملتونو سازمان د رپوټ له مخي سره له دې چي په زیاتو مواردو کي طالبان د ملکي مرګ ژوبلې مسؤلیت پر غاړه لري، خو د دولتي او بهرنیو ځواکونو په بریدونو کي هم د ملکي مرګ ژوبلې په هکله رپوټونه ورکړل سوي دي.