کور / د ماشومانو نړۍ / اوس غواړي چه واکسین هم حرام کړي

اوس غواړي چه واکسین هم حرام کړي

ليکنه: محمد اکبر پيمان

په دی ملک کي د موسم په تغیر سره د ځینو شیانو حرمت او حلالوالي هم تغیر کوي همداسي نه ده؟

ګوره په غټو سویچونو ګوتي مه وهه چه برق دي نیسي.  په دین کي ټول حلال او حرام معلوم دي هر څه تکمیل شویدي  او نور نه څه اضافه کیږي او نه هم کمیږي. بس  خلاص نور دا اوتي بوتي مه وایه. دا پوښتنه دي ترڅه پوري رایاده شوه، ستا مغز خوسم د شیطان ځاله ده؟

ځکه راپه یاد شوه چه ځیني کسان وايي چه واکسین حرام دي.

 کله چه کوم شي ستاسو ژوند ژغوري او تاسو یی ددوا په توګه کاروي هغه که حتي شراب هم وي حلال دي. ته نه ګوري چه داکتران په الکولو(شرابو) لاسونه مینځي د ناروغ زخمونه ورباندي پاکوي ، تول کالي یي په همدي شرابو لړلي وي او له همدي کالیو سره لمونځ هم کوي خو هيڅوک نه وايي چه د داکتر لمونځ نه کیږي. ځکه داکتر د اهر څه د انسان د ژوند د ژغورلو له پاره کوي.  ته نه يي خبر چه په قران کي راغلي دي کله چه له لوږي څخه د مړ کیدو خطر وي نو تاسو مرداره غوښه هم خوړلاي شي. له دي څخه معلومیږي چه دانسان ژوند ډیر زیات مهم دي. له همدي کبله قران وايي چا چه یو تن وواژه لکه ټول بشریت يي چه وژلي وي او چاچه یو تن وژغوره لکه ټول بشریت چه یی ژغورلي وي. په قران کي  د بي ګناه انسان د قاتل له پاره د خداي د غضب زیري ورکړل شویدي په قاتل د خداي لعنت ویل شويدي او حتي دا هم ویل شویدي چه قاتل به همیشه او تل تر تله په دورخ کي وي. له دي څخه معلومیږي چه د انسان ژوند او انسانیت ته په دیني اصولو کي فوق العاده اهمیت ورکړل شویدي.  او بیا ته په واکسین څنګه شک  کوي تا د پیغبمر دا حدیث نه دي اوریدلي چه فرمايي ؛هغوي چه زموږ په ماشومانو رحم نه  کوي او زموږ د مشرانو عزت نه کوي زموږ د ډلي څخه نه دي؛ یعني بیخي مسلمان نه دي. نو ته څنګه داسي خبري کوي چه د ماشوم د واکسین کولو مخه ونیسي دا خو له ماشومانوسره ښکاره دوښمني ده .

زه دواکسین په اهمیت پوهیږم تاسو وګوري چیچک (کوۍ) یي بیخي د دنیا له مخه څخه محوه (ورک) کړيد، تاسو وګوري په ټوله نړي کي په ۱۹۹۸ کال کي د پولیو پیښي  دري نیم لکه (۳۵۰۰۰۰ ) وي خو اوس  د واکسین له برکته داپیښي په ۲۰۱۸ کال کي په ټوله نړي کي یوازي ۲۲ پیښي وي چه دا ډیر لوي پرمختګ دي او په نژدي راتلونکو کلونو کي به د خداي په مرسته ټوله نړي د پولیو له ناروغي خلاصه شي لکه د چیچک له ناروغي چه خلاصه شوه. نو واکسین خو د ماشومانو له پاره حیاتي ارزښت لري او د هغوي ژوند ژغوري. پولیو ډیره زړه ناروغی ده او حتی له میلاد څخه ۱۵۸۰ کاله مخکي هم تاریخي نښی موندل شویدي راسه زما په موبایل کي دا عکس وګوره.

له بلي خوا واکسین کول د ژوند ژغورولو او معیوبیتونو د کمولو تر ټوله ارزانه او اسان طریقه ده.

هغه څنګه؟

ته ګوره ماشوم  د واکسین په واسطه د پولیو له ناروغیي څخه ژغورل کیږي او موږ ته همدا د پولیو واکسین وړیا راکول کیږي، تطبیق یي هم اسانه دي او کوم جانبي عوارض هم نه لري. او تر ټولو بده خو لا دا چه که چیري خداي نا کرده ماشوم د پولیو د ناروغي له لاسه فلج شي په ټوله نړي کي یي علاج نشته او د تل له پاره معیوب او د بل د اوږو بار شو. دا ماشوم لویږي ښوونځي ته ځي واده کوي او زموږ په تولنه کي ددي ماشوم نوم ګوډ (شل ) دي چه دا بیا له رواني نظره ماشومان څومره ځوروي. یعني د پلار (یابل مشر) دغلط فکر له کبله چه وايي واکسین حرام دي او ګټه نه کوي د یو انسان ټول ژوند تباه کيږي. راشه چه یوه ویډیو هم درته وښیم چه لږ دي نور هم سر خلاص شی.

https://www.youtube.com/watch?v=CtHbk0GL6sE

https://www.youtube.com/watch?v=G0-98gJsVR0

اوس دي سر راخلاص کړ دا واکسین خو په رښتیا چه ډیر مهم دي. خو دا راته ووایه چه دا واکسین چه افغانستان ته راځي امتحان شویدي او که يي پر موږ ګوري (ټیسټوي يي)؟ ځکه په  ملک کي اکثر دواګاني بي کیفیته دي او بیا واکسین خو باید په خاصو شرایطو کي وساتل شي. چا دا واکسین تجزیه کړیدي او کتلي يي چه ایا په رښتیا واکسین دي او که هسي نور شیان زموږ ماشومانو ته ورکوي.

ډیره ښه پوښتنه ده موږ حق لرو د ټولودواګانو په اړه- چه خورو یي او یا یي  خپلو ماشومانو ته ورکوو –  پوره معلومات ولرو. خو مخکي له دي چه ددي پوښتني ځواب درکړم فکر کوم د یوي خبري یادول اړین دي هغه دا چه زموږ د ملک، دولت، ښونځي، پولیس، اردو، مامور او حتي ملا په وړاندي ډیره سخته رواني جګړه روانه ده او داسي سوالونه راپورته کول د همدي رواني جګړي هغه مرمي دي چه موږ بیله دي چه وپوهیږو دا مرمي پخپله سینه کي ولو، د خپل ورور په سینه کي يي ولو د خپل ولس په سینه کي یی ولو او حتي د خپلو ماشومانو په سینو کي ولو. په خواشیني سره چه زموږ سواد داره طبقه تر ټولو زیات فیرونه کوي او د ترټولو زیات ددوښمن په تله کي کاڼي اچوي بي له دي چه وپوهیږي چه زه دا ظلم د څه له پآره کوم.

خیر اوس به راشو ستاسو د پوښتني ځواب ته: واکسین داسي نه دي لکه نوري دواګاني چه هر څوک وغواړي تولیدولاي یي شي ، خرڅولاي يي او استعمالولي يي شي. تاشو کولاي شي چین، پاکستان او ایران ته لاړ شي هر ډول دوا واخلي او بیرته یي د افغانستان په بازارونو کي په ګټه وپلوري- خو بیا هم زموږ په ملک داسي قوانین شته چه تاسوته اجازه نه درکوي چه د هري کمپني دوا وارده کړي-ځکه په ځینو کمپینو د هغوي د ټیټ کیفیت له کبله بندیز لګلیدلي دي. شاید مخکي دي خبرو ته زیاته توجو نه کیده خواوس قوانین سخت شویدي او هر څه له نژدي څارل کیږي.

تاسو پوښتنه وکړه چه دا واکسین په  کوم لابراتوار کي امتحان شویدي او کوم نړیوال معیارونه په نظرکي نیول شویدي. د صحت په برخه کي تر ټولو معتبر او منل شوي معیارونه د نړیوال روغتیایي سازمان(WHO)  معیارونه دي چه دا معیارونه نړیوال دي. خوځیني  معتبر هیوادونه لکه د امریکا متحده ایالات ددي ترڅنګ خپلی معیاري اداري چه هر دوا باید لمړي له هغه څخه تصدیق شي او بیا يي داکتران کارولی شي   لکه ) (U S Food and Drug Administration۱ هم لري . اوس کله چه یو ملک واکسین جوړوي دا واړه اداري یی باید تصدیق او تاید کړي چه دا واکسین واقعا د همدي ناروغي له پاره دي او خطرناک جانبي عوارض نه لري. ټول هغه واکسینونه چه افغانستان ته راځي د یونیسف په واسطه خریداري کیږي او د نړیوال وغتیایی سازمان په واسطه تصدیق او تایديږي. هیڅ د خراب کیفیت واکسین افغانستان  او نه هم کوم بل هیواد ته واردیدلاي شي.

دوهمه خبره د واکسین د ساتلو خبره چه دا هم ډیر مهمه ده او واکسین د تودوخي په معینه درجه کي ونه ساتل شی خرابیږي او څنګه پوهیږو چه واکسین خراب شویدي؟ د افغانستان سوړ(Cold chain) چه واکسین په همدي معینه درجه کي ساتي- د همدي نړیوالو معیارنو په بنسټ- په ټوله اسیا کي لمړي مقام اخستي دي چه دا زموږ د ملک له پاره د ویاړ خبره ده. هر واکسین یو نښه لري چه هغه ته د واکسین شاهد وايي او کله چه واکسین خراب شي دا نښه شاهدي وايي او هغه واکسین هيڅوک نه استعمالوي او له منځه وړل کیږي.

دریمه مهمه موضوع د واکسین معیاري تبطیق دي: د عامي روغتیا وزارت سره له ټولو ستونځو او نیمګړیتا  وو د یونیسف او نړیوال روغتیایي سازمان په مرسته ټول هغه کسان چه غواړي د واکسیناتور په توګه دنده ترسره کړي دري میاشتي روزي او دواړه عملي او نظري لارښووني ورته کوي. دا کسان بیا هر کال تازه شپږ ورځني تیریننګ اخلي تر څو د واکسین په تطبیق کي پوره دقت وکړي او واکسین په معیاري شکل تطبیق شي.

خو انساني خطا وي  (اشتباهات) باید د ټول سیستم خطا نه بلل شي.

په دي خبره پوهي نه شوم.

راشه یو کیسه درته وکړم کله چه ما پوهنتون شروع کړ زموږ سره په لیله کي یو د اخري کال محصل وو او اوس ښه غټ داکټر دي. ده هم ځان د پولیو په کمپاین کي د رضا کار په توګه شامل کړي وو خو ساحي ته نه تلي- ځکه ویل یی درس وایم امتحانونه مي دي ـ  د ورځي په پاي کي باید هر رضاکار خپل راپور او کار شوي ویالونه (خالي) بیرته د پولیو پر ضد د کمپاین دفتر ته وروړي. دي جناب زما په مخکي د پولیو پنځه ویاله په خاورو کي خالي کړل او تش ویالونه یي د درواغو له راپور سره دفتر ته تسلیم کړ او نر غوندي یي پیسي جیب ته واچولي. دا یی یو مثال وو چه خلک داسي غیر قانوني او غیر اخلاقي کارونه کوي خو دا باید د سیسټم ګنا ونه بلل شي او نه باید په دي برخه کي واکسین ملامت شي.

بل مثال به درکړم تیر کال په یو ولایت کي ځینو رضا کارانو هغه واکسین چه باید د خولي له لاري تطبیق شواي واي ماشونو ته پیچکاري کړي وو چه داهم یو لویه انساني تیروتنه ده او باید د سیستم ګنا ونه ګڼل شي.

 د واکسین په ضد جګړه د هغي لوي رواني جګړي یوه برخه ده چه زموږ د هیواد د ټولو اساسي بنسټونو لکه معارف، زراعت، پله او سړک په ضد روانه ده. موږ باید په لوي لاس ددي جګړي اورته لمن ونه وهو بلکه موږته په کار ده چه ټول لاسونه سره یوکړو ددي ډول منفي تبلیغ مخه ونیسو او د ناورغیو په مخنیوي او له محوه کولو کي مرسته وکړو.

اوس د واکسین په ضد دا دومره تبليغ د څه له پاره روان دي؟

ته هم عجبه پوښتني کوي. دا تبليغ یوازي د واکسین په ضد نه دي بلکه دا یوازي تبليغ هم نه دي ته نه ويني چه ښونځي سیزل کیږي، خلک هڅول کیږی چه زهر (کوکنار) وکري دا خو یو څو مثاله دي په لوي لاس د ملک د ورانولو پروژه روانه ده او واکسین هم په دي جمله کي شامل دي. په دي توګه غواړي چه زموږ روغتیا هم راڅخه واخلي او ماشومان مو را معیوب کړي.

محمد اکبر پیمان

دمارچ ۳۰ کال ۲۰۱۹ کابل