کور / اقتصادي / د کب پالنی ډنډ(تالاب)مدیریت

د کب پالنی ډنډ(تالاب)مدیریت

ليکنه: محمد قياس خان

د کب پالنی ډنډ څه ته وایی؟

په عمومي ډول یو ډنډ داوبو یوه کوچنۍ مجموعه ده. چی د نړۍ په هر ګوټ کې لیدل کیږي. د بیلګی په ډول په کلیو بانډو او ښاری سیمو کی په مختلفو شکلونو او مساحت سره تر سترګو کیږي او خلک یی د مختلفو موخو لپاره کاروي. ډیری خلک دا د کب کښت او پالنی لپاره کاروي. چی تقریبا د سړو اوبو، تړمو اوبو، تازهاو مالګینو اوبو ټول ډولونه د کبانو په کې روزل کیږي. دکبانو بریالي کښت او پالنه د ډنډ ایکو سیسټم پورې اړه لري.

د کب پالنی ډنډ دپاره د اوبو سرچینی کومی دی؟

 د اوبو سرچینه د سیند، جهیل ، چینه، کاریز، او د ځمکې لاندې اوبه(ژوره څاه)کیدلی شي. داوبو سرچینې کیدای شي توپیر ولري مګر ډنډ باید د اونۍ یا میاشتنی اوبو بدلولو اسانتیاوې ولري. دا به ښه وي که چیرې اوبههر دوو څخه تر دریوو میاشتو وروسته بدلی شی. د کبانو د ډیرلوړ تولید لپاره د ډنډ اوبه باید یواځې هغه وخت زیاتی کړای شی کله چې اوبه د ټاکلی اندازی څخه تبخیر یا رسوب وکړی. که چیرې کب پالونکی د ډنډ ټولی اوبه یوځل بدلی کړي د لږ تولید لامل ګرځی. دکب پالنی یو کوچنی ډنډ د یوی بیسوی څخه نیولی تر لوی ډنډ چی څو هکتاره په بر کې نیسی رسیږي. کوچنی ډنډ دیوی کورنۍ د حیوانی پروتینو او مصرف پوره کولو لپاره جوړیږي. له بل پلوه لوی ډنډ د سوداګریزو موخو لپاره جوړیږي. مګر د لوی ډنډ ښه مدیریت او ساتنه آسانه نه ده. نو اړینه ده چی د ډنډ جوړولو څخه مخکې تاسو باید د ډنډ ډیزاین، د کښت ډول، د ډنډ ښه مدیریت او ډنډ ته د اوبو رسولو سیسټم په اړه فکر وکړئ او د اړونده ادارو څخه معلومات او مرسته وغواړی. ښه ډنډ هغه دی چی د اړتیا وړاوبه په آسانی سره ورداخل او په آسانی سره ورڅخه بهر شی.

د ډنډ جوړولو په وخت کې څه باید په پام کې ونیول شی؟

په عمومی ډول د طبيعي سرچینو، اقلیمی وضعیت او د يو ډنډ اړینو وسایلو ته لاسرسي د ډنډ جوړولو په وخت کې باید په پام کې ونیول شي. کب پالونکی باید ډنډ پر هغه ځمکه جوړ کړي کومه چی لږ میلان ولری او کرنی لپاره مناسبه نه وی بلکه د کب پالنی وړ وی. ډنډ ښايي مستطیل یا مربع شکل ولری. مګر تاسو باید ډاډ ترلاسه کړئ چې داوبو جذب یی کماواوبه به هیڅکله ورڅخه نه وځي. د کب ډولونه باید د اوبو تودخی درجی سره سم غورهاو دا به ښه وي چې کافي اوبه هر وخت موجود وي. د کبانو د ښکار یا حاصل راغونډولو په وخت کې د ډنډ اوبه باید بی له کوم ځنډ څخه خالی شی.  د کبانو دغلا د مخنیوی لپاره، ډنډ باید په مسؤنه ځمکه چی د څار او ساتنی چاری یی آسانی وی جوړ کړی. بله لاره چې ستاسو کبان د غلا څخه وساتئ، د بانس ډاګۍ (لرګی) د ډنډ په مختلفو برخو کی خښول یا نصبول دی، دا کار به دوه ګټی ولری، یو دا چی د تور (جال) په واسطه به دکبانو نیول ناشونی او ستونزمن کړي. دوهم داچی کبان به د بانس سره دخپل بدن په مښلو د خارجی پرازیتونو نه خوندی وی. برسیره پردی د بانس د ونې لرګی نه یواځې د کبانو له غلا څخه مخنیوی کوي بلکه دا به د کبانو دپاره داضافي طبیعي خواړو په برابرولو کې مرسته وکړی. دا سیسټم په عموم ډول د Periphyton Based Fish Cultivation په نوم هم پیژندل کیږي.

کومه ځمکه د کب پالنی ډنډ لپاره مناسبه ده؟

هغه ځمکه چی د کر لپاره مناسبه نه وی بلکی د کب پالنی وړ وی غوره کړی. هغه ځمکه چی مناسب میلان او د اوبو د جذب قوه یی کمه وی غوره کړی. هغه ځمکه چی د کب پالنی لپاره مناسبه نه وی ډنډ پری مه جوړوی. د اوبو سرچبنه باید ډنډ ته نږدی او باوری وی، او د ټول کال په اوږدو کې باید اوبه شتون ولری. د ډنډونو پر څنډو یا غاړو مختلف سابه او ټیټ قد میوه لرونکی بوټي کښت کړی. دا کار د کبانو د خواړو لګښت کموي او بزګری کورنۍ لپاره د خوړو او ګټی یوه اضافی سرچینه برابروی. د کبانو کښت په دی ډول سیسټم کې د ایکو سیسټم له مخی دوستانه او خوندی وي. دا سیسټم د هر ډول آمونیا ګاز څخه پاک او د اکسیجن بشپړ سیسټم لرونکی وي. مونږ کولای شو پدی سیسټم کې هیلۍ، بتکې، قاز او نور بیلابیل ډولونه په ډنډ کې وساتو، چی دا چاره به د کب لپاره په اوبو کې د منحل اکسیجن په بیا رغونه او چمتو کولو کې اغیزمنه تمامه شی. ولی په یاد ولری چی په ډنډ کې د کبانو بچوړو خوشی کولو وروسته تر ۱۵ ورځو پوری ډنډ کې د ګرځیدلو او ورتلولو اجازه مه ورکوی.

     مخکې له دې چې یو ډنډ جوړ کړئ تاسو باید لاندی موضوعاتو ته پام وکړی. 

اول: د ډنډ اندازه یا مساحت: د ډنډ اندازه ستاسو د فارم په ډول او موخی پورې تړاو لري. که تاسو غواړئ د خپلی کورنۍ داړتیاوو پوره کولو لپاره ډنډ جوړ کړی، تاسو کولی شئ چی کوچني ډنډ ډیزاین کړئ. که تاسو غواړئ چې دکبانو ډنډ د سوداګریزی موخی په توګه جوړکړی نو تاسو باید لوی لوی ډنډونه جوړ کړئ. خو يه یاید ولری چی ډنډ باید مستطیل یا مربع شکل ولری. دا ډول ډنډنه په آسانی او ښه توګه مدیریت کیږی. یوه ډنډ د 200-300 مربع مترو په درلودلو سره د کورنۍ لپاره غوره دی. په سوداګريزو موخو کې د ډنډ اندازه شايد څو هکتاره وي. د ډنډ اندازه باید سمه وي تر څو تاسو یې په آسانۍ سره ساتنه او پالنه وکړای شئ.

دوهم: د ډنډ ژوروالې د جوړیدو په وخت کې:  د اوبو ژوروالی د ډنډ په لمړی برخه کې چیرته چی اوبه داخلیږی 30 سلنه او په ښکتنی برخه کې باید 100 سلنه وي. په ډنډ کې د ولاړواوبواندازه د کب ډولونو پورې اړه لري چې تاسو یی ساتنه او پالنه کول غواړی.د ډنډ ژوروالی کیدای شي تر دی نور هم وي، که تاسو غواړئ چې د وچ موسم لپاره اوبو ذخیره کړی او وروسته بیا تری داوبخور په منظور کار واخلئ. ډنډ که په هره اندازه ژوروالی ولری باک نه کوی مګردا باید داوبو د وتلو اسانتیاوې ولري تر څو اوبه پخپله بهر شی. دکبانو تولید ټولول په دا ډول ډنډونو کې ډیر آسان وی. د ډنډ جوړونې پروسه دکب پالنی او کښت کولو خورا ستونزمنه او قیمتی لاره ده. يو ډنډ بايد ښه جوړ شی ځکه چې دا داوږد وخت او څو کلونو لپاره تری کاری اخیستل کیږی. نو د ډنډ جوړونې څخه وړاندې ډیر فکر کول پکار دی.  سپارښتنی:

 1.      د ډنډ جوړولو لپاره یو مناسب ځای اوځمکه چی لږ میلان ولری غوره کړئ.

2.      هغه ځمکه غوره کړی کوم چی د کرنی لپاره مناسبه نه وی بلکه د کب پالنی وړ وی.

3.      د ډنډ لپاره ځانګړی او مناسبه ځمکه معلومه کړئ.

4.      د ډنډ ځنډی او ډکه پیاوړی جوړ کړئ.

5.      دا به ښه وي که چیرې د ډنډ سره نږدې لوی ونی نه وي

.6.      یو ډنډ باید داوبو د ننوتلو ، وتلو او سر ریزه لاری او جالی ولری ترڅو د کبان خوندی وی

.7.

د کبانو بچوړو د خوشې کولو دمخه ډنډ د حیوانی او کیمیاوی سرو په واسطه حاصلخیزه کړئ.8

.      ډنډ د خپلی کروندی په مسؤن ځای کې خپل استوګن ځای ته نږدی واټن کې جوړه کړئ.9

د ډنډ مساحت مطابق د کب بچوړی وپیری او پالنی یی وکړی.10

ډنډ په داسی ځای کې جوړ کړئ چیرې چې د کال په اوږدو کې د اوبو طبیعي سرچینه شتون ولري. 11

د ډنډ لپاره هغه ساحه وټاکئ کوم چې تاسو په آسانۍ سره څارلی او مدیریت کولای شئ.12

د ډنډ اوبه هغه وخت بدلی کړی کله چی د اوبو رنګ او بوی توپیر وکړی. 13

ډنډ ته اوبو هغه وخت زیاتی کړی کله چی د ډنډ اوبه د ټاکلی اندازی څخه کمی شی.14

د کبانو هغه ډولونه غوره کړی چی ستاسو د شته سرچینو سره ښه تطابق ولری، غوښه یی خوږه او د ژر غټیدو وړتیا ولری.15

هغه کبان غوره نکړی چی د ناروغیو په وړاندی حساس وی.16

که د کومی ستونزی سره مخامخ شی نو د کب پالنی د نږدی متخصص سره اړیکه ونیسی.17

.                            یو ترکی متل دی چی وایی کب کچالو ندی(Fish Is Not a Potato) نو د کب پالنی دی ډنډ ښه مدیریت او په مینه ساتنه وکړی.  

 د یو سمسور،آباد او په ځان بسیه افغانستان په هیله!   

محمد قیاس خاند کب پالنی د څانګی مسؤل

د بڼوالی او مالداری ملی پروژه د کرنی، اوبولګولو او مالداری وزارت کابل

د کب میاشت ۲۷ مه ۱۳۹۷