کور / هراړخیز / مړي سترګي او مړه کاته- یاره دا دي څه وکړل

مړي سترګي او مړه کاته- یاره دا دي څه وکړل

ليکنه:  محمد اکبر پيمان

خپل معشوق ته دا خبره کول ښه خوند کوي ځکه په عشق کي دا مړه کا ته نه دي بلکه د بڼو غشي دي چه د سترګود لیندې څخه را وزي او د عاشق زړه د پسرلي د باران په شان – چه للمه مځکه اوبوي- بمباروي.  داد میني او عشق اصول دي او مینه هم د درد د زغملو په بنیاد ولاړه ده. زارۍ، ننواتي او عاجزي د میني په مذهب کي  ښي خبري دي او د ځینو مینانو په طریقت  کي خو حتي فرض ګنل کیږي.

چوپ شه د کافر بچیه څه اوتي بوتي دي شروع کړیدي په دي شنه سهار دي له خوبه ویستم- یو د ملایانو او تبلیغیانو له لاسه پزي ته راغلي یو اوس ته هم راته دوهم تبلیغي شوي.

زما پیر په میخانه کي جام په لاس دانصیحت کړ

 چه هر کار په تسلۍ کړه یو په عشق کي تلوسه کړه.

شرابي یارانوراشۍ چه د شیخ جنازه راغله

د مکار مړي راکش کړي په شرابو يي غوټه کړه

یاره د نښی منځ دي وویشت زه هم همدي خبري ته راتلم ځکه خو مي پورته شعر خولي ته راغي. ما وویل زاري عجز او ننواتي په عشق کي خوند کوي ولي ملایانو او تبلیغیانوخو ځانونه دومره ذلیل کړي دي چه بیخي ها دچا د خبره د شرم پرتوګ یي څیري کړیدي.

هغه څنګه ملایانو اوتبلغیان خو ماته تر ټولو حیاناکه فرقه ښکاري؟

هاهاها حیاناکه ! د چا ژوند چه د خیرات او ذکات په پیسو چیلیږی په هغه کي حیا څه کوي. حیا خو هلته وي چه سړي د خپل لاس له تڼاکي اود تندي له خولي ډوډي پیدا کوي نو ته چه لمونځ د ذکات په مقابل کي ورکوي نوبیا د حیا خبري هم کوي دا نو ماته بیخي غټ غټ خبرونه ښکاري. کله چه سړي ديته نه ګوري چه خبره يي اثر کوي که نه او په هرکاسه کي د شړومبو(تروو)  مچ غوندي لویدلي وي او یوازي او یوازي غواړي خپله خبره که حق وي که ناحق په حقه ثابته کړي هغه مجبور دي چه د حیا څادر له اوږو وغورځوي. او تبلیغان هم بیخي دها چا خبره په جنت کـــــــــــــــــ .. ورکوي نو ددي خلکو سترګي به خود مړي وي او خود به خبره اثر نه ورباندي کوي.

د کابل ښار ټول سوالګرو په سر اخستي او هر ځآي چه ودریږي لس دولس به درباندي راټول وي. پرون ماښام مي له قصاب څخه غوښه اخسته  یو سوالګر ماشوم د قصاب ددوکان مخي ته ولاړ وو قصاب زما په مخکي څلور ځله ورته وویل بر او بچه میزنمت از اینجه برو  هلک والله که دا ویل چه ماته وايي که دیوال ته. یو دوه دري ځله ما هم ورته وویل چه تنګول مه کوه خو هلک هیڅ خبره یی نه اوریده. ما هم تر غوږ ونیو او له موټر څخه مي ګوښه کړ ما ویل چه موټر یي خوږ نه کړي. هلک په چیغو سر شو او خپل ستوني يي ښه خلاص کړ. نو د سوال په ډودي ګذاره کول سړي داسي مړسترګي کوي.

 زما په اند دا کاریو قصدي عمل هم دي او په لوي لاس خينی پروژي غواړي چه زموږ دیني او معنوي ارزښتونه له خاورو سره خاوري کړي او دا ډله نوره هم زموږ په ټولنه کي ذلیله کړي.

ددي ټولو خبرو مطلب څه دي چه زما ماغزه دي را شړومبي کړل؟

مطلب مي دا دي چه زموږ د ټولني د بربادي په عواملو درته وږغیږم له علتونو يی دي خبر کړم او د حل لاري يي ولټوو.

ښه نو ته اوس غواړي ټولنه اصلاح کړي. زما یو ملګري وو څه دماغي تکلیف یي درلود هغه وخت په لښکر ګاه په لمړي ځل قومي کنډکونه (اوسني اربکیان) فکر کوم د نجیب وخت وو، رامنځ ته شول. دي خلکو کوم ځانګړي یونیفورم نه درلود عین لکه دپخوانیو هندي فلمونو بد معاشانو غوندي وو. ددي ډلي لوي قوماندان جبار قهرمان وو چه دا ځل یی په هلمند کي سنګوریان رامنځ ته کړل او د لښکر ګاه ښار د سقوط مخه یی ونیوله.  له همدي ټوپکیانو (کنډکیانو) څخه یو څو کسان زما دي ملګري ته راغلل او ورته يي وویل: تو اصلاح نه میشي ما تورا اصلاح میکنیم. سړي ورغبرګه کړه: مارا خدا اصلاح نه کده تو مارا چطور اصلاح میکني.

نو دا خلک خداي نه دي اصلاح کړي ته به يي څنګه اصلاح کړي. په دي ملک کي هيڅ حل لاره کار نه کوي او دا خلک په همدي حالت کي خوشحاله دي. یو دبل وژل خوند ورکوي، په هر لاره چه پیسي پیدا کیږی پیدا کوي یی اوچا چه پیسي ولرلي هغه تر ټولو د اعتبار وړ سړي هغه دي. ځکه پیسي داره سړي حج کولاي شي او د حاجي اعتبار تر ټول زیات دي. له بلي دي خبر کړم یو ملګري مي حج ته روان وو ما ورته وویل ځه ته خو بختور یي حاجي به شی. داسي ځواب راکړ چه د پلار او نیکه د وخت عقیده يي را خرابه کړه. ویل يي زه ددي له پاره حج کوم چه بیا کله چه دورواغ وایم خلک باور راباندي کوي او وايي دا حاجي دي درواغ نه وايي.

گر خشت اول نهند معمار کج

تا ثریا رود دیــــــــــــوار کج

زموږ د ټولني ستونځه دا ده چه دا مړسترګي او سوالګر زموږ د ټولني رهنمایان دي. دوي ساینس، منطق، فلسفه، عقل او بل هر څه چلینج کوي او یوازي او یوازي خپل خبره درباندي مني ځکه دي فکر کوي چه دده خبره د خداي خبره ده او د خداي خبره چه هر ډول وغواړي تعبیروي يي، تفسیروي يي کږوي يي او خپل ځانته يي سموي. ددوي خبره نه منل کفر دي او ته خو پوهیږي چاته چه دا د کفر جامي ور واغوستل شي نو د فرخندي میلمه کیږي او د تل له پاره جنت ته نه نه دا څه وایم دوزخ ته خي. ته پوهیږي زموږ عسکر خواران د خاوري د پاره خپل سرونه قربانوي  خو دا د سوالګربچي یی بیا جنازه هم نه کوي ځکه دده خبره یي نه ده منلي. یو ملګري مي ډیر ښه خبره کول ویل يي څوک چه خداي کافر کړي کیداي شي د خلاصون کومه لاره پیدا کړي خو که ملا کافر کړ بیا يي د خلاصون هیڅ لاره نشته او لاړو غرق شو.

د غفور لیوال خبره دا ډله یو قصاب سر تشبیح کولاي شو. تاسو وګوري اوښ، غويي او غوا څومره زور لري که سل قصابان سره یو ځاي کړي د یوه غوايي زور نه لري خو همدا قصاب په چل فریب او د هغه ډار په واسطه چه د غوايي په زړه کي یی اچولي دي د ورځي سل غوایان هم حلالولاي شي. او غويي د خپل ټول زور سره سره د یو کمزوري قصاب له لاسه مري او ویني یی بهیږي.

له دوزخه څخه ویره او جنت ته امــــــیدونه

د ملا د بادشاهي دي هم لښکري هم فوجونه

په دي ملک کي قصابان د ګوتو په شمار دي خو بیا یي هم د ټول ملت ( دحلال غويي ) په زړه کي داسی ویره اچولي ده چه دا ملت هر شیبه مري، هر ساعت مري هر ورخ مري، هر شپه مري-هو رښتیا مري نه بلکه وژل کیږي ، وژني یي او په لوي لاس يي وژني- چه دیته بیا د ملل متحد په ژبه نسل وژنه وايي.

دا نسل وژنه د ډیوریند د کرښي ها غاړي ته هم  نژدي له یو پیړي څخه روانه ده، چالانه ده او د ژرندي په شان زموږ د عظیم ملت د یوي لوي کتلي سرونه هلته هم خوري.

ځکه هلته هم مړسترګي ډیر دي، خو هلته قصاب زموږ له قصابانو څخه یو څه تور دي. لکه لمر چه وهلي وي او دا تور قصاب بیا نور هم خطرناک وي ځکه زړه يي هم د مخ په شان تور وي.

یاره قصاب قصاب وي تور اوسپین نه غواړي. ټول یی یو ډول ظالمان دي، ټول يي یو ډول قسووت القلوب دي.

ګوره د خپلي خبري په معنا هم نه پوهیږي قسووت القلوب اوس د نوي کور نوي ژوند د ډرامي د ناظر په شان لغتونه کاروي چه بیا خپله هم پري نه پوهیږي.

خیر زه به ددي خبري معنا دخپل جومات له ملا وپوښتم.

څه؟ زما دا دومره خبرو درباندي هيڅ اثر ونه کړ د انترنیت او کتابونو په دي اثرکي ته ورځي اوله ملا پوښتنه کوي لاړه شه یو کتاب ولوله، انلاین تفسیر وګوره او ځان ښه پري پوهه کړه وروسته ورشه د ملا سر هم ورباندي خلاص کړه ځکه زموږ د جومات قصاب نه نه ملا یادوم هم ستا په شان ګنګس دي.

په تاریخي مسایلو کي یو لوي عبرت پروت دي- که د جاپان خبره را واخلو چه هلته تر ټولو لوړ معاش معلم ته  ورکوي او تر ټولو زیات عزت هم د معلم دي- کله چه امریکا ورباندي دوه اتوم بمونه ورځول.

څه بد کوي اوس ته غواړي چه امریکا په موږ هم اټم بم ور غوځوي؟

نه ته خومي  تر داده پریږده په اټم دي نه ولم. مطلب مي دا دي چه جاپانیانو فکر وکړ چه نور د جګړي دوام زموږ د نابودي سبب ګرزي له جګړي یی لاس واخیست او نر او ښځو یي کار پیل کړ، شپه او ورځ يي په ځان یوه کړه او نن د نړي یو لوي اقتصادي قوت دي.

یاره د جاپانیانو خو همدا دنیا ده او په اخرت کي به هغوي ټول په دوزخ کي وي، ته څه موږ له کفارو سره مقایسه کوي؟

ما درته وویل چه قصاب دي ماغزه در شړومبي کړي او خپل په ښه او بد اوس هم نه پوهيږي اوس هم چه ملک د ابادي او مطالعي او د کار د ارزښت خبري درته کوم ته جنت ته زور وهي وايي د خر سر یی ګلو ته وړ خو د غـــــــــــ—- ته وړ. زه نو له تاسره څه وکړم.

ته له اخرته او جنته ما نه یي راګرزولي زه درته وایم راشه خپل دونیوي مسولیت هم ادا کړه، خپل خلک ، خپله خاوروه خپل ملک هم درباندي حق لري او درباندي ښه ډیر حق لري. که يی خدمت نه شي کولاي لږ ترلږه خويي د پرمختګ په مخ کي خنډ مه جوړیږه. د پردیو د پروژو د عملي کولو لپاره خو زمینه سازي مه کوه.

یاره ته هم ښه وايي دي خلکو خو زموږ په مغزو دومره کار کړیدي لکه روسانو چه په خپل وخت کي برین واش  (Brain Wash)کاوه او د ځوانان يي د خپلو ملي ازښتونو او ملي ګټو په ضد لمسول. دا احساساتي ځوانانو بیا په هيڅ نه وو ویشتلي او د ایرانیانو خبره په هیڅ اصل پابند نه وو.

ښه وو چه هغه وخت ځانمرګي نه وو کنه د خلق او پرچم ګوند خلکو خو به د مجاهدینو، طالبانواو حتي داعش ریکارډونه هم مات کړي واي.

یاره یوه خبره راته وکړه ما یو وخت د داکټر ذاکرنایک خبري اوریدي هغه یو عجیبه پوښتنه وکړه هغه امریکايي پیلوټ چه له اسمانه په خلکو بم غورځوي  ښځي، ماشومان زاړه او واړه ټول وژني قهرمان دي خو هغه څوک چه ځانمرګي کوي او همدا خلک وژني تروریست دي ولي؟

داکتر نایک سمه خبره کړیده دواړه یی باید تروریستان وبلل شي او دواړه د خلکو وژونکي دي دواړه يي قاتلین او زموږ دوښمنان دي. اوس دي کوپړي کار وکړ اوس پوهه شوي چه یويي هم زموږ خپل نه دي او دواړه پردي دي او له دي قاتلینو ځان خلاصول په کار دي.

ته پوهیږي د په عراق کي ډیره سخته جګړه تیره شوه اولا تراوسه هم دا ملک ارام نه دي خو په دي ټوله جګړه کي یو ښونځي چا ونسوزاوه. داسي ښکاري چه زموږ په جین (ذات) کي د علم دوښمني نغښتي ده اود تیارو ژوند خوند راکوي.

ځکه خو زه وایم چه نن په ما تا باندي فرض ده چه د خلکو د پوهولو له پاره په خپل ټول توان او وس کار وکړو.

محمداکبر پیمان

د مارچ ۲۷- ۲۰۱۹ کابل