کور / #PTM / منظور پښتين: د ارمان لوڼي مقدمه د هر پښتون په زړه کي درج ده

منظور پښتين: د ارمان لوڼي مقدمه د هر پښتون په زړه کي درج ده

نن پېښور ښار د لسګونو زرو هغه پښتنو کوربه دی چي د خپل قام د شهيد سوي ځوان ارمان لوڼي د څلوېښتمي ورځي يادغونډي ته راټول سوي دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ د مخکښ مشر شهيد  ارمان لوڼي د څلوېښتمي ورځي يادغونډه به نن په پېښور ښار کي وسي، دې غونډي ته د محکوم وطن په لسګونو زره کسان ور رغلي دي.

همداراز په غونډه کي به د کراچي، اسلام اباد او نورو ښارونو څخه هم پښتانه ګډون کوي.

همدغه غونډي ته شاوخوا لس ورځي وړاندي د پښتون ژغورني غورځنګ فعالانو ډېر توند کمپاين پيل کړی دی.

تېره ورځ د پي ټي ايم مشر منظور پښتين، د وړانګي لوڼۍ په ګډون د شهيد ارمان لوڼي کورنۍ، مخکښ مشران محسن داوړ، علي وزير، ثنا اعجاز او ګڼ شمېر مشران پېښور ته ورسېدل.

د پښتنو په دې ستر ښار کي د  پښتون ژغورني غورځنګ د مشرانو خورا تود هرکلی وسو.

د پښتون ژغورني غورځنګ فعالان وايي، د پېښور د نننۍ جلسې لپاره ئې د ژوند له هري برخي سره تړاو لرونکو خلکو ته ځانګړي بلني ورکړي دي.

په رابلل سويو کسانو کي د بېلابېلو ګوندونو سیاستوال، استادان، وکیلان، د بشري حقونو فعالان او عام وګړي شامل دي.

د پي ټي ايم مشر منظور پښتین وايي، دوې میاشتي پوره کېدونکي دي خو د لورالايي پولیسو تر اوسه د ارمان لوڼي د وژنې ایف آی آر درج نه کړ، خو وایي د هغه د وژنې مقدمه اوس د پښتنو په زړونو کي درج ده.

نوموړي وويل: “د پښتون ولس دا غوښتنه ده چي له ارمان سره دې انصاف وسي، که څه هم په ریاستي سطح د ارمان ایف آی آر نه دی درج سوی، خو ریاست دي یاده لري چي د هر پښتون په زړه کي د ارمان ایف ای آر درج سوی دی، دا به ئې یو قرض پاتي وي چي کله ئې هم د عملي کولو وخت راځي بیا به ئې ریاست ادا کوي”.

د پاکستان حکومت هڅه کوي چي د پښتون ژغورني غورځنګ رابلل سوې غونډه لغوه کړي، خو د پي ټي ايم مشران وايي، چي هرومرو به دا غونډه ترسره کېږي.

 د غورځنګ فعاله غړې ثنا اعجاز وایي، له دوو ورځو پر ټولنیزو رسنیو د ادارو له خوا ځینې جعلي اکاونټونه جوړ سوي، چي د جلسې د کېنسلېدو خبرونه خپروي، خو دا وایي جلسه به ئې نن خاماخا کېږي.

ثنا اعجاز وايي: “جلسه د پښتنو د نسل کشۍ خلاف ده، د ارمان لپاره د انصاف ده او په دې کي پکار ده چي ټول پښتانه مېرمنې، ځوانان، بوډاګان، پېغلې، کشران او مشران ګډون وکړي او د نړۍ تر څنګ ریاست ته وښیي  چي که ته زموږ ځوانان شهیدوې نو موږ ئې هم تپوس کولای سو”.

د پېښور جلسې ته پخپله د ارمان لوڼي پلار، ورور او خور وړانګه لوڼۍ هم ورغلي دي.

وړانګې لوڼۍ پر پښتنو ږغ وکړ چي په نننۍ جلسه کي له خپلو خویندو، میندو او مېرمنو سره یو ځای ګډون وکړي.

آغلې لوڼۍ وايي: “د هر چا کور ته ورغلي یو او هرې ښځې ته مو جلا جلا پیغام ورکړی دی چي جلسې ته راسئ، زه هیله لرم چي نن به هر څوک له ځان سره خپلي ښځي هم راولي، ځکه چي قامي مبارزه بې ښځو نه کېږي”.

د پي ټي ایم مشران وایي، د جلسې لپاره ئې د پېښور د سرحد پوهنتون تر څنګ د یو سړي شخصي ځای نیولی وو، خو وایي اوس ورته هغه سړي د ریاستي ادارو د فشار له امله  انکار کړی ځکه نو جلسه پر سړک باندې کوي.

د پاکستان په سېنټ کي د بشري حقونو کمېټۍ د مارچ پر پنځمه نېټه په خپله غونډه کي د پروفیسر ارمان لوڼي د وژنې په ضد د مقدمې د درج کېدلو غوښتنه کړې وه، خو پولیسو تر اوسه د هغه د وژنې مقدمه نه ده درج کړې.