کور / راپور / پکتيا: وسلوالو روغتيايي مرکز په ماين الوځولی دی

پکتيا: وسلوالو روغتيايي مرکز په ماين الوځولی دی

د پکتيا ولايتي چارواکي وايي، چي ددغه ولايت په برمل ولسوالۍ کي وسلوالو يو روغتيايي مرکز په بمونو  الوځولی دی.

 د پکتيا د عامي روغتيا سرپرست رئيس ډاکټر اسدالله وايي، تېره شپه شاوخوا يوولس بجې د کلينک په دروازه کي ماين چاودنه وکړه.

هغه وويل، چي په چاودنه کي چا ته ځاني زيان نه دی اوښتی.

نوموړي وويل، دغه کلینيک په برمل ولسوالۍ کې په يوه کرايي کور کي فعاليت کاوه.

د ډاکټر اسدالله په خبره،  د چاودنې له کبله ئې درې خوني ويجاړې سوي، فرنېچر او طبي وسايل ئې زيانمن سوي او همدارنګه يو امبولانس او يوه سراچه موټر هم تخريب سوي دي.

په ورته وخت کي د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين وايي، چي د دغه کلینيک ګرځنده روغتيايي ډلي ته طالبانو د ليدنې بلنه ورکړې وه، خو دوی نه وه منلې او بيا يې پر هغوی د بريد ګواښ هم کړی وو.

ارين زياتوي، چې د ګواښ په نتيجه کي طالبانو تېره شپه ياد روغتيايي مرکز په بم الوځولی او څه ناڅه تخريب سوی دی.

طالبانو په دې هکله تراوسه څه نه دي ويلي.