کور / د ډيورنډ کرښه / شمالي وزيرستان کی ځوانانو د ډيورنډ کرښي اغزن تار له منځه وړی دی

شمالي وزيرستان کی ځوانانو د ډيورنډ کرښي اغزن تار له منځه وړی دی

په شمالي وزيرستان کي د قبائلي سيمو ځوانانو د پنجابي پوځ له لوري پر ډېورنډ کرښه لګول سوی اغزن تار له منځه وړی دی او پوځي څوکۍ ئې له منځه وړي دي.

د سيمي خلګ وايي، چي دغه اغزن تار د پولي دواړو لوريو ته پښتانه سره وېشلي دي او هيڅکله به دوی پرې نه ږدي چي دغه تار دي دوی سره بېل کړي.

پښتنو مشرانو او فعالانو د شمالي وزيرستان د ځوانانو دا کار ستايلی دی او هيله ده چي د ډيورنډ کرښي په اوږدو کي په نورو سيمو کي هم ورته اقدام وسي.

د شمالي وزيرستان د ځوانانو له خوا پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار د له منځه وړلو وېډيو پر ټولنيزو رسنيو هم خپره سوې ده او په زيات شمېر کتل سوې او خوښه سوې ده.

په دغه وېډيو کي لیدل کیږي چي عام خلک دپاکستان دپوځ لخوا  جوړ کړل سوي تاسيسات په ډبرو ولي او د “نه منو،نه منو” په شعار سره پوځي پوستې ړنګوي.