کور / راپور / کندهار د ملي امنيت د رياست منسوبينو د هيروينو قاچاقبران نيولي دي

کندهار د ملي امنيت د رياست منسوبينو د هيروينو قاچاقبران نيولي دي

چارواکي وايي، چي د يکشنبې په ورځ د کندهار د ملي امنيت د رياست منسوبينو د هيروينو ۴ تنه قاچاقبران نيولي دي. د چارواکو په خبره، يادو کسانو پر خپلو جرمونو  اعتراف کړی دی.

د کندهار ولايتي چارواکي وايي، چي  یادو کسانو غوښتل هندوستان  ته په خپل ( نس ) کي هیرویين انتقال کړي خو خپلي موخي ته تر رسېدلو مخکي د کـندهار د ملي امنیت ریاست د منسوبینو لخوا د اوپراتیفـي څېړونو او دقیـقو معلوماتو څخه ورسته د ځانګړو عــمـلیاتو په پايله کي د کندهار په هوائي ډګر کي د ( ۱۸۰ ) دانو کپسولونو سره يو ځای ونیول سول.