کور / خبرتیا او پيغامونه / دافغانستان دځوانانو د ملي اوټولنیز ارګان مطبوعاتي اعلامیه

دافغانستان دځوانانو د ملي اوټولنیز ارګان مطبوعاتي اعلامیه


کابل-افغانستان


د۱۳۸۷ لمریزکال دزمری اتمه


روان لمریزکال دسرطان په ۳۱ مه ګوډاګي لطیف پدرام چې تش په نامه دکنګره ملي دګوند مشرتوب کوي دخپلو تیرو اپلتو او دخپلو بادارانو په اشاره دملي ضد خبرو اوحرکتونوپه دوام یو ځل بیاافغان غیورملت ته خپله ګوډاګۍ څیره رسواکړه اودملي اتل غازي امان الله خان پرضدیې داسې ویناوی وکړی چې قلم یې پر لیکلو شرمیږي .


دافغانستان دځوانانو ملي او ټولنیز ارګان چې دټول هیواد په کچه دځوانانو استازیتوب کوي دګوډاګي پدرام دوروستیو څرګندونو په غندلو سره خپل دریځ په لاندی ډول څرګندويٍ :


۱- ملي شخصیتونو ته سپکاوی ټول افغان ملت ته سپکاوی دی ، دافغانستان دځوانانو ملي او ټولنیز ارګان هر هغه عمل چې پکې ملي افتخاراتواو ملي ګټو ته سپکاوی وي په کلکه غندي .


۲- دافغانستان دځوانانو ملي او ټولنیز ارګان دافغانستان له اسلامي دولت څخه په کلکه غوښتنه کوي چې لطیف پدرام ته دی قانون سره سم دسختې سزا په ورکولو سره دملت روا غوښتنو ته ځواب ووایي او که داسې ونشي نو دافغانستان دځوانانو ملي او ټولنیز ارګان به هم دهیواد په ۳۴ ولایتونو کې په مظاهرو لاس پوری کړي .


والسلام

انجنیرمولاگل احمدزی

دافغانستان دځوانانود ملي او ټولنیز ارګان رئیس