" /> " /> " /> " /> دولتي چارواکي رښتيا ويل نشي زغملائ  … – لراوبر ویب پاڼه
کور / خبرتیا او پيغامونه / دولتي چارواکي رښتيا ويل نشي زغملائ  …

دولتي چارواکي رښتيا ويل نشي زغملائ  …


په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولني اعلاميه

د۲۰۰۸ م کال دجولاي ۲۹

دډله ايزه رسنيوپه مټ مو خبر ترلاسه کړ چي  دجولاي پر ۲۸ مه  په کابل کي د اريانا د شخصي تلويزيون يو تن خبريال د (حقيقت) خپروني چلونکى محمد نصير فياض په دي پدي ګناه  په کابل کي د ملي امنيت د اداري له خوا نيول شوى او زنداني شو ی، چي ګواکي دهمدي ټلويزيون  پروگرام له لاري يي د کابيني د غړوکاري نيمګړتياوي او ستونزي ملت ته په ډاګه کولي .

زموږ په نظرپدي بهانه چي ژورناليست بايد دخپلو گوت نيونوپه اړه اسنادولري  دژورناليستانو نيول اوزورول دمطبوعاتو او اساسی قانون د  ۳۴ مادي اوډله ايزو رسنيواومطبوعاتودازادي دقانون خلاف عمل ،اوپه دولت  کي دهغوکسانودنفوذ روښانه  بېلگه ده کوم چي له مطبوعاتونه ډارېږي  اونه غواړي ددوي کړني  دمطبوعاتو تر فوکس لاندي  راشي ،تر څو خلکوته ددوي اصلي څيره بربنډه شي .

حيرانونکي  داده چي په افغانستان کي ددموکراسی پلوه نړيوالو ځواکوتر سيوري لاندي قلم مات اودژور ناليستا نوخولي تړل کيږي

دژورنالستانو سره داډول برخورد په هيڅ ډول دبيان دازادي او ازادو مطبوعاتو بېلگه نشي بلل کېداي .دغه ډول کړني دحق اوحقيقت اواز دی خامخشه کولو معنا لري  .

فياض فکر کاوه چي  په رښتيا دموکراسي اودبيان ازادي تظمين ده ،خواوس ئي ولېدل چي  هغه بېچاره  غولېدلی و.موږ دژورنالستانوسره داسي غير قانوني برخورد په هيوادکي دبيان اومطبوعاتوپر ازادی  دولتي حمله اودبشر حقوق تر پښولاندي کول گڼو .

هغه  لوړپوړي کسان او وزيرصاحبان چي د ښاغلي محمد بصير فياض  دحقيقت په نوم خپرونه  کي تر نېوکو لاندي راغلي  دي هرو مروبه ئي داسي کارونه تر سره کړي وي چي دخلکو اوژورناليست دکامري اوياتبصري تر فوکس لاندي راشي  . ښاغلي کرزی خپله مني چي په دولتي اداره کي فساد اوج ته رسېدلۍ، ايا ښاغلي کرزی ددي خبري دپخلی لپاره کوم کره اسناد پلاس لري ؟ که ئي لري نو ولي دملک ديوه جمهوررئيس په توگه دا کسان عدلي ارگانوته نه سپاري ، اوولي ئي له دولتي دندوڅخه نه گوښه کوي ؟اوکه ئي نلري نودقانون په وړاندي خوټول يوشان مکلفيت لري دښاغلي کرزی صاحب نه هم بايد پوښتني اوگروېږني وشي  .

موږ له دولتي اړونده چارواکونه پوښتنه کوو اياددولت په دري واړو ارگانوکښي ددرغلی، ملي شتمنيولوټول  ،رشوت ،ظلم اودمراجعينوسره غير عادلانه برخورد ددولتي جگپوړوکسانوپه مرسته اوياگډون دهيرئنو پټه اوښکار سوداگري  اوداسي نور بي شمير ه  دقانون خلاف کارونو پر ضد مبارزه يا خلکو ته ددغوپټو رازونو بربنډول تاسو ګناه اوله قانون څخه سرغړونه  بولي؟

دافغانستان په ټولوتصويري رسنيو کښي دايوازنئ پروگرام و چي حقايق ئي تر ولس پور رسول ، دپروگرام له محتوا نه داسي معلومېده چي دغه ژورناليست په رښتياسره دخپل پروگرام دبرابرولو لپاره زيات زيار ايسته .

دايوازني پروگرام وچي ددولتي جگپوړو چارواکونه ئي دولس غوښتني پوښتلي .

فياض په حقیقت کي کومه نوي مسله نده راسپړلي ،يوازي ئي هغه خبري اوگوتنيوني چي خاموش ملت ئي له ځان سره زمزمه کوي اوبونگېږي دتلويزيوني امکاناتو څخه په استفادي سره ديوپياوړي اوپرکار دلاور ژورناليست په توگه دجمهوررئيس ،عدلي ارگانو ،پارلمان  اونړيوالوترغوږو پوري  رسول .

که دنړی مطبوعاتو ته مراجعه وشي  دافغان دولت دنيمگړتياو اوناخوالودهغه جملي نه  زورونکي اداري فسادپه اړوندهره ورځ  دهغه دپروگرام تر روحي زياتي توندي نيوکي اوبربنډي مسلي راسپړل کېږي .تنها فرق ئي  پدي کښي دی چي افغان ولس دومره وخت اوامکانات نلري چي ددولت دټولو فسادونوپه هکله دنړيوالو مطبوعاتو له لاري ځان خبر کړي . دفياض ابتکار پدي کښي وچي هغه ديوسپېڅلي اومتعهد ژورناليست په توگه ددولتي چارواکو ناخوالي په رڼو سترگوڅېړلي اوددغو ناخوالو اوافغان ولس سره دقانون اواخلاقي نورمونوخلاف کړنوپه اړوند يي له چارواکونه پوښتني کولي اويائي پر دغو ناخوالو تبصره کول .

جالبه ده ،کله چي په نړيوالو محافلو اوکنفرانسونوکي پر افغان دولت نيوکه کېږي چي دميليارډونو ډالروپه مصرف بياهم په خپلو کارو کي پاته راغلي . البته هغوي امنيتي چارواودبيارغاوني کاروته گوته نيسي ،مگر افغان چارواکي دځان دخلاصو په خاطر يوه لاسته راوړنه  چي دوي پري نازېږي هغه دډله ايزو رسنيودشمير زياتوالي اودبيان دازادي  اوبله هم ددوي په خبره دښځو دحقوقو تظمين  يادوي .پدي او۷ کلنو کي دهري  ورځي په تيرېدوسره داثابتيږي چي دولت په دواړوبرخوکي چي دوي ئي برياوي بولي نړيوالوته دوکه ورکوي . داچي دښځو دژوند حالت څه دی اوددوي ژوندته کومه پاملرنه شوېده ټوله نړئ پري  خبره اودقباعت وړنده .

سوال داپيداکېږي چي ايا يواز ي درسنيودشمير ډير والي ددموکراسی بېلگه ده ؟

نه ،داسي نده !

کېداي سي دډله ايزورسنيو شمير داقتصادي موخولپاره زيات شوی وي . همدا اوس دژورناليستانو او هغوکسانوسره چي په رسنيوکي حقايق خپروي ددولتي ارگانوبرخورد ددي ښکارندوي دئ چي په افغاستان کي په واقعي بڼه دبيان ازادي نشته ،هر هغه راپور،ياليکنه چي په هغه کښي ددولت چارواکو خاليگاو اوغلطيوته گوته نيونه وي خپروي  نوسمدلاسه تر دي نامه لاندي چي اسناد نلري زندا ته ليل کيږي .داداري فساد اوناخوالوپه اړونداسناد راټولول په حقيقت کي دامنيتي اوعدلي ارگانو کار دي .په ټوله نړئ کښي  امنيتي  ارگانونه دمطبوعاتو دخپرونو له لاري دمسايلو په اړوند دخپلو مسلکي اوکاري صلاحيتونو په چوکاټ معلوماتونه تکميلوي اوعدلي ارگانوته ئي سپاري .  
ښاغلى ولس مشر د ټاکنو وړاندي په خپل تبليغاتي  انتخاباتي کمپاين کي خلکو سره ژمنه وکړه چي په راتلونکي کابيني کښي به داسي کسانو ته دافغان ولس او هېواد برخليک پلاس ورکړي چي رېښتياسره  هېواد او ملي ګټو ته وفادار،صادق او وطن دوست وي ،لاسونه ئي دخلکو په وينو ککړنه وي اوياپه جنگی جرمونوتورن شوی نه وي . په ډېر جدي ډول به د رشوت، اداري فساد، درغليو ، لوټماريو اونوروناقانونونه کړنو مخنيوى کوي  .چي متاسفانه پر ورکړه شووعدوئي وفاونکړه ،پايله داشوه چي دولت په فساد کي غرق اودخلکونه لار ورکه ده، پر کومه ولاړ سي اوچاته فريادوکړي ،که کوم ژورناليست دهغوي دافرياددنړيوالو

اوکه په رښتياسره ښاغلي جمهوررئيس دولسوغوښتنوته هوډمن وي دهغه تر غوړو رسوی نوسرنويشت ئي دفياض اوروحاني په څيردي .

کله چي ددولتي فسادنوم اخلو داپدي معناده چي ددولت داړونده ارگانو ځيني کسان چي متاسفانه دافغانستان په دولتي ادارو کښي  ئي شمير بي حسابه دي  پدي فساد ککړ دي . جالبه خو لا داده چي نه يوازي ښاغلی کرزي له دولتي فسادنه سرټکوي بلکه هغه بهرنيان چي افغانستان ته دهغه دحاکميت دستنو دټيگېدو لپاره راغلي ټول له يوه سره له دېنه سرټکوی چي دافغانستان دولتي اداره بي کچي په فسادونو کي ډوبه ده .

حقيقت خودادی چي ديوه ژورناليست  په زنداني کولوسره په دولتي اداره کي فسادباندي خاورنه اړول کيږي اونه هم دامعنالري چي گوياخلک به ددي فسادپه اړوند معلومات ترلاس نکړي . زموږ  ولس دجگړوپدي ۴۰ کلونوکښي اوس دومره هوښيار شوی چي هيڅ شئ اودهيچاکړني که ډير ي پټي هم وي له سترگونه ئي پناه ندي ،هر څه ويني ،ولي له بي وسۍ نه خاموش اوچوپ پاته دی،وخت اوموقع ته گوري .دايوفياض ندی چي رښتيا ئي ويل اويائي حققت برملاکاوه ،بلکي  اوس هر افغان فياض دي ،تنهاپدي تفاوت چي ښاغلي فياض دارياناتلويزون  کامره اولودسپېکر په اختيار کي درلود،اوافغان ولس له هغه محروم دي . موږ چي له سويډن څخه دافغانستان سياسي اوپوځی حالا ت څارو وينو چي متاسفانه ددولت په مختلفو ارگانو کښي ډير کسان په اداري فساد ککړ اوپه افغانستان کي دپراختيا اودموکراسی دپروسي له پلي کېدپر خلاف ددولتي امکاناتو نه په استفادي سره مبارزه کوي  اوپدي لار کښي ډول ډول خنډونه پېښوي .

موږ نه غواو ټولوهغو ناخوالوته پدي اعلاميه کښي گوته ونيسوکوم چي دولتي اداره پري ککړهاوافگان ولس ورسره لاس په گرېوان دي ،مگر يوځل بياپردي ټينگار کوو چي په افغانستان کي دنافذشوو قوانينو اونړيوالي ټولني سره دښاغلي کرزي لخوا دشوو وعدو اودهغوي دگوتنيونودپلي کېدوکلک پلويان يو . موږ پدي باوريو چي ددولتي فساد څخه دخلاصون يوازنی لار دقانون پلي کول اودولتي اداره په فسادله ککړو کسانوڅخه پاکول يو له اړينوکاروڅخه دی . زموږ پدي هباوريو چي همدا اداري فسادپه افگانستان کي امنت اوسوله له جدي گواښ سره مخامخ کړېده.

دا لومړى ځل نه دى چي يو افغان خبريال د ملي امنيت له خوا نيول کېږي،اويادنورودقدرت خاوندانولخواتر تهديد اورټلو لاندي نيول کيږي ، تر دي وړاندي هم يو شمېر افغان خبريالان د ورته برخليک سره مخامخ شوي دي .حتا ځينو ئي خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړی . دبېلگي په توگه تر اوسه لادمرحوم عبدالصمد روحاني وينی وچي شوی ندي اونه ئي قاتل نيول شوی ،دادی د يوبل ژورناليست پر مخ دزندان دروازه پرانيستل کېږي اودټولو قبول شوو نورمونوخلاف د زندان تورو تمبو ته ورټيل وهل کيږي . زموږ لپاره دبي بي سي دخبريال سره دافغانستان داطلاعاتو اوکلتور دوزير  داڅرگندوني : ” رسمآ موږ ته د ده د نيولو په اړه معلومات نه دي راکړل شوي ، زه هيله من يم چي سبا ته هغه ووينم ، ځکه موږ د رسنيو د سرغړوني جرگگۍ ته هغه رابللى دى ، هيله ده چي هغه راشي او له نژدي نه ورسره وگورم . ” دحيرانتياوړدي چي ولي يوه اړونده اداره اوهمدا ډول دډله ايزو رسنيو دسرغړوني کميسيون  دښاغلي فياض پدي نيول کېدو خبر ندي ؟ که چيري ښاغلي فياض کومه تیروتنه  کړي وي اړينه اوقانوني  خوداده چي دامسله لومړی  بايد دډله ايزورسنيوپه کميسيون کي څېړل شوي اوکه چير لازمه واي دهغوي له لاري عدلي مراجعوته هغه سپارل شوی واي .

وړانديزاوجدي غوښتني :

۱ / موږ دجولاي دمیاشتي پر۲۹ مه دوزيرانو دشوراداپرېکړه چي ژورناليستان بېله دينه چي کره اسناد پلاس ونلري نشي کولاي  په دولتي لوړپوړو چارواکو ددوي په اصطلاح تور ولگوي دښاغلي کرزی دوعدو ،اساسي اوډله ايزرسنيودقانون ،دبشردحقوقوداعلامي اوبيان دازادی خلاف  دکابيني دځينو غړو دشخصي غوښتنوپر بنياديوه  پرېکړه بولو . وړانديز کوو پردي  پرېکړه کوم چي دبيان اومطبوعاتو ازادي له جدي  گواښ سره مخامخوي له سره غور وشي .

۲/ دافغانستان  پارلمان ته وړانديز کوو چي دډله ايزو رسنيوپر قانون له سره کتنه وکړي اودخپلي کتني په پايله کښي ليکوال ،ژورناليستان ،هنرمندان اونور فرهنگيان تر قانوني حمايي لاندي راولي اوددوي له گرېوانو څخه دامنيتی ارگانو لاسونه لنډ اوټولي هغه تيروتني چي دبيان او ژورناليستانو ازادي تر سيوري لاندي راولي رفع اواصلاح کړي .

۳ / دافغانستان دجمهورئيس ښاغلي کرزی څخه په کلکه غوښتنه کووچي دافغانستان داساس قانون  مطابق  دهغه ملي مسوليت له مخي چي دملت په وړاندي ئي لري په هيوادکي دبيان ،عقيد اومطبوعاتو دواقعي ازاديواو دموکراتيکو ارزښتنودپلي کېدو اوپياوړتياڅخه ملاتړ وکړی ،پري نږدي چي په هيوادکي يوځل بيا دخلکو پر خولودچوپتيامهرونه ولگېږي .

۴/ پر نړيواله ټولنه ږغ کوو که چيري په افغانستان کي سياسي امنيتي ،فرهنگی اوټولنيزحالات دميليارډو ډالرودمصرف سره په همدي ډول روان وي ،دمثبتواوښتنوپر ځاي هر ورڅ دبشر حقوق پايمال ،دبيان ،عقيدي ،مطبوعاتودازادي محده ،دښځواومشوم پر انساني کرامت تيری ،په فسادکښي ددولتي اداروډوبېدل دهېرئينواونشه ئي توکوپټه اوښکاره سوداگري دهري ورځي په تېرېدوسره اوج ته رسېږي ،اړينه برېښي چي ددي دولتي اداري څخه دملاتړپر مسله له سر غور وشي .

۵/ دښاغلي محمد نصير فياض زنداني کول دقانون خلاف اوخپل سری ده ،هغه بايد دژرترژره خلاص اودوسيۀ ئي دډله ايزورسنيودسرغړوني کمسيون ته دقانوني وڅېړنولپاره وسپارل شي .

ددوستی فرهنگي ټولني دمشرتابه جرگي په استازيتوب

 

تبصره نسته

  1. دپكتيا ولايت د ژورناليستان
    خپلواكې ټولني له خوا

    دپكتيا ولايت دژورناليستانو خپلواكه ټولنه ، دافغانستان داسلامي جمهوري دولت
    دملي امنيت داړونده ارګانونو له خوا ، د آريانا تلويزيون د” حقيقت “  خپرونې
    چلونكي  نصير فياض په نيول كيدو ژورخفګان څرګندوي او د دولتي لوړو مقاماتو څخه
    په خورا درنښت هيله كوي چې ، دژورناليزم  نړيوالو اصولو ته د خورا درنښت او
    احترام په دود ، نصير فياض له بنده خوشئ  او افغانستان او ولس ته يې په كمين
    كې ناستو مغرضو كړيوته د دولت او رسنيو ترمنڅ د درز اچولو او ناوړه مغرضانه
    تبليغاتو له پاره  په لاس ورغلى موقع له منځه يوسي .

    دپكتيا ولايت د ژورناليستان خپلواكې ټولنه

  2. د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په غوښتنه د آريانا ټلويزيون خبريال فياض له بنده را خوشى شو تر څو په څارنوالۍ کې خپله دفاع وکړي .