کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پدرام جرات او د پارلمان چوپتيا (دلکڼوال ليکنه)

د پدرام جرات او د پارلمان چوپتيا (دلکڼوال ليکنه)

 

شك نه شته چې د بيان ازادي په يوې ديموكراتيكه ټولنه كې د ولسواكۍ د ملاتير جوړوي،انسان كولى شي چې د بيان د ازادۍ څخه په ګټې اخيستنې سره له يوې خوا دخپلې انديښنې څرګندونه وكړي او له بلې خوا د خپل حق د تحقق له پاره په څرګنده او پرته له وېرې مبارزه وكړي،خو د بيان ازادي بايد داسې تعبير نه شي چې هېڅ پوله او سر حد نه لري،كه له يوې خوا يو چا ته دا حق وركړى شوى چې د خپل نظر څرګندونه وكړي ،نو له بلې خوا ورته پوله او سرحد هم ټاکل شوى يانې  دا په دې مانا هم نه ده چې ګواكې هغه د د ولسواكۍ ټولې پولې ماتې كړي او خپل نظر دې څرګند كړي،په ولسواكۍ كې انسان ته د بيان د ازادۍ دومره حق وركړ شوى چې د نورو حقوق او شخصيتونو تر پښو لاندې نه شي.
ځيني خلك د معتصب پدرام خبرو ته هم داسې كالي ور اغوندي چې ګواكې پدرام د بيان له ازادۍ ګټه اخيستي،خو دې ټكي ته پام نه كوي چې د بيان ازادي پوله او سرحد لري ،نه دا چې هغه مطلقه ده،پدرام خو دې ناوړي او كرغيړن كار ته انجام وركړ،خو خبره داده چې نوموړى بايد همداسې ازاد پاتي شي او هيڅوك ترې پوښتنه ونه كړي،د مشرانو جرګې خو خپل غبرګون وښود،خو نه پوهيږم چې د اولسي جرګې خوله ولې ګنډلي او چپ پاتې ده،دا د هغوى مسووليت دى چې ددا ډول موضوعاتو په اړه خپل دريځ واضح او څرګند كړي،له هغوى ملت ځواب غواړي او ملت د همدې له پاره هلته ليږلي چې د دوى غوښتنو او پوښتنو ته  په پارلمان كې انعكاس وركړي،كه دوى كوم دلايل لري هغه دې هم ملت ته وړاندې كړي كه نه نو دا ملت ددې لويې موضوع په اړه چپ نه شي پاتي كيدلى،دې ټكي ته په  پام سره چې هيوادوال به د ازادۍ د ورځې د لمانځنې له پاره تيارى نيسي،كه پارلمان او دولت ددې موضوع په اړه همداسې چپ پاتې شي نو امكان دې ولري چې د استقلال د ورځې د لمانځنې پر وخت اولس خپل قهر او عصى په داسې ډول څرګنده كړي چې بيا به دولت او پارلمان د هغې له پاره ځواب ونه لري.
دا چې مونږ د استقلال ورځ د همدې عازي امان الله خان له بركته لمانځو او د پدرام  په شان پڅ انسان ددې لويې هستۍ او شملې سپكوى كوي،نو لازم دادي چې مخكې له دې چې مونږ د استقلال د لمانځنې ورځې ته ورسيږو،اولس بايد پدرام د محكمې د مېز تر شاه  وګوري،دولت او پارلمان بايد نور نو په دې موضوع همداسې خاموش پاتې نه شي،مونږ كه دده (عازي امان الله خان ) ماډلونه يو چاته ډالۍ كولى شو نو دا مو ملي او ايماني پور جوړيږي چې دده د شخصيت سپكوونكى پدرام د محكمې تر مېزه راكش كړو،او هغه ته د قانون د چتر لاندې سزا وركول شي،ارواښاد عازي امان الله خان خو مونږ ته د ازادۍ روڼ څراغ په لاس كې راكړ،ايا مونږ دې دومره ټيت او پڅ شو چې د نوموړي د شخصيت سپكوونكي شخص پر كړنو دې پرده واچوو او يا دې هم د هغه د شخصيت سپکوى وزغموو،تر هغې چې پدرام محكمه شوى نه وي نو د هېڅ افغان ضمير او وجدان به د ارامۍ احساس ونه كړي،زما هيله له دولت او پارلمان څخه داده چې مخكې له دې چې د ازادۍ ورځ ولمانځل شي ،لومړى دې پدرام محاكمه شي،كه داسې ونه شول نو له امكانه ليري نه ده چې په هغه ورځ دې د خلكو او ملت احساسات راوپاريږي او خداى (ج) مه كړه دا د وياړ ډكه ورځ د ملت په درد او غم بدله شي،دا چې پدرام په داسې حساسو شيبوکې داسې پوچه وينا کړي ممکن يو هدف هم دا وي چې د ازادۍ د ورځې لمانځنه د خنډ او ستونزو سره لاس او ګريوان کړي،ځکه چې هغه هېڅکله هم نه دا هيله لرلي او نه يې هم لري چې دا خوار او له هرې خوا کړيدلى ملت د يوالي په ټغر وګوري په هر صورت،بيا هم هيله لرم چې دولت او پارلمان به دا موضوع جدي ونيسي او ملت ته به قانع كوونكى ځواب وړاندې كړي.

دموضوع اړوند ځيني نوري ليکني :

ټول افغان ولس نه يوه هيله !  Fotos  Audio  تبصرې

توهین به اعليحضرت شاه امان الله غازی،توهین به …


بې ادبي هم حد لري


دلطيف پدرام دڅرګندونو په اړه د ولسونو پريکړه ليک!


لطيف پدرام بايد سمدستي محاکمه سي


دا پدرام ندئ دا $


 « پدرامي » هغه څه وخوړل چې هېڅوک يې نه خوري


  پدراميانو د پدرام سپکي سپوري اډيت کړي دي    Audio