کور / سياسي / دا نا امني دچاډالۍ ده ؟ دوهمه برخه

دا نا امني دچاډالۍ ده ؟ دوهمه برخه

1-2-
پاکستان دافغانستان په کورنيو چاروکي لاس وهنې دځان حق بولي


دوهمه برخه
حبيب الله غمخور
دجولاي ۲۹ مه


دپاکستان سياسي اوستراتيژيکي موخي :

دليکنې په لومړۍ برخه کښي  مي دافغانستان اوپاکستان تر منځ داختلاف داساسي لاملويوريښه (دډيورنډکرښه ) په ځغاسته وڅېړل  . خودپاکستان لخوازموږ ولس ددوامداري بې امنۍ ډالی لامل يوازي  ددواړو هيوادوتر منځ دډيورند کرښه نده . بلکي په افغانستان اوسيمه کي  دپاکستان اوددې هيواددبهرنيو پلويانوسياسي ،اقتصادي اوستارتېژيکي  گټي  هم دي . زه پدې باوريم که سبا هم داکرښه افغان ولس په رسميت وپېژني بيابه هم پاکستان دافغانستان په کورنيو چارو کي دلاس وهنې څخه ډډه ونکړي . داځکه چي پاکستان  ځان په سمه کښي  دپخواني انگريزي امپراطورۍ وارث بولي اوځان ته داحق ورکوي چي دگاونډيانو دهغه جملې دافغانستان په کورنيواوبهرنوچارو کي لاس وهنه وکړي . که دافغانانو لپاره د دولت ونسي ټاکلوامکانات ونلري نو اقلأ په دولت کښي خوددوي دپلويانو شميره بايد ډيره وي داڅو دليله لري :

۱/ يودليل دادی چي که دافغانستان دولت ددوي تر تاثير لاندي نه وي کيداي شي هندوستان  سره نږدې اړيکي پيداکړي ،چي پاکستان دانه غواړي ځکه پاکستان له هندوستان سره دکشمير پر سردعوه لري . پاکستان  هيڅ وخت دې ته حاضر ندي اونه هم دامنلاي شي چي دهندوستان او افغانستان تر منځ پراخ اوهر اړخيزاقتصادي اوفرهنگي مناسبات وي .دهند پر سفارت اوپه ولاياتو کې پر سياسي نماينده گيو ئې ځانمرگي بريدونوته سازمان ورکول روښانه بېلگه ده .همدا پرون دجولاي پر ۲۸ دافغانستان دامنيت لوي رياست دملي تلويزيون له لاري اعلاميه خپر ه کړ ه چي دکابل گرديزدلوي لاري دجوړېدوقراردادپه داوطلبۍ کې له نورونړيوالو کمپنيوڅخه هندوستان گټلۍ ،خوپاکستان پدې باندي په خبرېدوسره  خپلو روزل شوبڅو سوونفروته دنده سپارلې چي هندوستاني انجيرانوته  ستونزي پيدااويادهغوي پر خلاف ځانمرگي بريدونه ترسره کړي .

۲/ بل دليل دادی چي پاکستان  کوښښ کوي دافغانستان  له لاري مرکزي اسياهيوادو اوله هغې لاري اروپاته دترانسپورتي لار پيداکړی ،ځکه هغه لار چي دچين اوبيادروسې له خاوري نه تر اروپارسېږي ډيره اوږده ده . دوي پدې باوردي که دافغانستان دولت ددوي په مټ نه وي جوړ سوی ممکن افغانستان  پاکستان څخه ددغو امکاناتو دبرابرولو په بدل کي يو سلسله امتيازات  وغواړي دهغه جملې نه دکراچي له لاري دهندسمندرته دافغانستان  لپاره ديوه مستقل کريدور منل اويوشمير نور امتيازات  .

۳ / دريمه او اساسي مسله داده چي دپاکستاني چارواکودخپل هيواد جوړښت له ورځي څخه نه دي غوښتي چي دپښتنو اولوڅو سيمې چي دوي ئي دخپل هيوادمربوطه خاوره هم بولي داسلام آباداوياکراچي  په ډول پر مخ ولاړ سي ،هلته علم ،تخنيک  ،عصري سوداگري اوصنعتی فابريکې جوړي سي  .پاکستاني چاروکو له محمد علي جناح نه بياتر پرويزمشرف پوري دپښتنو ابلوڅو سره دميرېزی برخورد کړئ اوداسيمې ئې په هر لحاظ دمنځنيو پيړو په شرايطو کښي ساتلي  دي . همدا دليل چي همدا اوس داسيمه دمذهي افراطيت اوبنسټپالی ځاله گرځېدلې ده . پاکستاني چارواکي څنگه چي غواړي  دخپل کورني اوبهرنی دښمن  پر خلاف ددوي له ناپوهې اوپاکواحساساتونه دخپلو ناوړو موخو لپاره استفاده کوي . تاريخ داپه ثبوت رسولې که چيري کوم وخت قوم کوم  ددوي اراده نده منلې اوياکوم مشرسرغړونه کړې  پاکستاني چارواکو سمدلاسه ځپلي دي .يوازي پدغو شپږو کلوکښي تر ۲۰۰۰زيات  دپښتنو اوبلوڅو پياوړي شخصيتونه اومشران دياغی اوطالب پلوه په نامه له منځه تللي . پدې هر سړئ پوهېږ ي چي پاکستاني چارواکودډيورنډ پټاري ته څيرمه پښتنو سيموته ۸۰  زره پوځ دکرښي څخه دترهگرودتېرېدو دمخنيو ی په خاطر نه بلکي ددې غښتلي پښتون اوبلوڅ ولس دوطنپرستی  داحساس اوملي غروردماتولو لپاره ځاي پر ځاي کړل .

پاکستان پداسي وخت کي راوزيږيد چي دوهمه نړيواله جگړه پاي ته رسېدلې وه ،خودنړی دويش  اونفوذ دټينگښت  پر سر دشوروي اوامريکاتر منځ يوه بله نوې سيالي راپيداشوه چي وروسته دسړې جگړې په نامه ونومول شوه. دسړې جگړي دپيل په وختو کښي افغانستان دخپل جغرافيايي موقيعت له مخې ددواړو زبرځواکو دعلاقې وړسيمه وه .دواړو غوښتل پدې سيمه کښي خپل ټاکلی نفوذ ولري . کله چي امريکاپه سيمه کښي دخپل نفوذ دټينگښت اودشوروي دگټودمخنيوی په مقابل کښي ديوشميردهغه جملې  له پاکستان سره ددغو هيوادوڅخه ددفاع په نامه دپوځي اودفاعي تړونولو دجوړېدو لاره خپله کړه . شوروی  اتحادئي هم وهڅاوه تر څودوارشادپوځی تړون په نامه دشرقي اروپا يو شميرسوسياليستي  هيواودنه پدې تړون کښي راښکيل کړي ،پدې ډول نړۍ پر شرقی اوغربي بلاک ووېشل شوه .

امريکا ډير تلاښووکړه چي افغانستان په منطقه کي دنظامي پکټونو غړۍ کړي ،مگر افغان ولس تل په بيطرفۍ کي ژوند کړۍ او دنړۍ دهيوادوسره يې دهمدغه اصل په پيروۍ اړېکي ساتلي دي . دا هم يو لامل و چي امريکا تل زياته تکيه پر پاکستان کړې او افغانستان يې تر پاکستان قربان کړ ئ دۍ .

دزبرځواکوپدغه سياليو کښي افغانستان  دبېطرفی اوپه پوځي تړونو کي دنه گډون  لاره غوره کړه . تر کومه ځايه چي په تاريخي لحاظ روسانو تل غوښتی چي په افغانستان کي نفوذ ولري  اوتر ډيره بريده ئي درلود ، امريکا غوروگڼل پاکستان له ځان سره ولري ،ځکه پاکستان حاضر شوپه هر هغه تړون کي گډون ولري کوم چي دامريکالخواورته وړانديز کيږي . همدا دليل دی چي دامريکايوه دولت هم هيڅ وخت  دپاکستان دټولو بېشرمانه لاسوهنوسره دافغانستان  پر سر هغوي ندي خوابدي کړي اوتل ئې دپاکستان څخه سياسي اوپوځی ملاتړ کړ ئ .دافغانستان  دغه بېطرفانه موقف داهيواد دشوروي نظام دتاثيراتو په حلقه کښي راښکيل کړ .

څرنگه چي سړه جگړه يوازي دوسلودسياليوپه برخه کښي په خرپ نه وه روانه بلکه دواړو هيوادو امريکا او شوروي اتحاد يوبل ته په سيمه کي هم لانجې اوپرابلمونه پيداکول ،غربی  نړۍ پاکستان هڅاوه چي دډيورنډ دکرښي په پلمه دافغانستان په کورنيو چاروکي مداخلې وکړي اوپه دولتونو کي خپل لاسپو څي ولري تر څو وکولاي سي دشوروي اوافانستان تر منځ په ټولو اړيکوډير ژر خبر سي .

په رښتيا سره  تر ۱۹۹۶کال پوري  په افغانستان  کي دشورويانو اوبيادروسانو تاثير اونفوذ ډيرو،خوپدي برخه کي يوازي دافغاني رژيمونو اودولتو علاقه نه وه مطرح ،امريکاهم له افغانستان سره دهر اړخيزومرستو اوهمکاريوعلاقه نده څرگنده کړې اونه ئي پاکستان له دې منع کړی دی چي دافغانستان  په کورنيو چاوکي دمداخلې نه لاس واخلي  .

تاريخي حوادثو او جرياناتو دا ثابته کړې ده چي پاکستان ته يو پر مختللي او غښتلي افغانستان دمنلو وړ نه دۍ ،ځکه يې تل دلته دخپلو اجنټانواو نوکرانو پلاس هرڅه له خاوروسره برابرکړيدي . زه پخپله پدې باور يم چي په افغانستان کي دپاکستان لخوادټولولاسوهنواو افغان ولس دبدمرغيويوله عمده او بنسټيزو لاملونو څخه يوازي په ۱۸۹۳زکال دنوامبر په ۱۲ورځ دامير عبدالرحمن خان او دبرتانوي هنددبهرنيو چارو سلاکار ((هانري مار تيمورديورنډ)) لخوادافغانانووپر ښارگ  ددې لعنتي کرښي تېرېدل  ندي ،بلکه پاکستان ته دافغانستان پراخ اوغښتلي بهرنی روابط  اواړېکي دزغم اوتحمل وړنه دي،اونه هم دوي  په افغانستان کي ديو غښتلي ملي  حکو مت دجوړېدوسره علاقه لرل .

امريکا دپاکستان جوړښت ته ترهر څه زياته خوشبينه و . په ۱۹۴۹زکال کي دپاکستان حکومت امريکا ته وړاند يز وکړ چي دکمونيزم دسياسي اغېزو دمخنيوی په منظورکولاي سي دپاکستان په خاوره کښې پوځي اډه جوړه کړي . همدا لامل وچې په ۱۹۵۰زکال امريکا پاکستان ته اټومي رياکتور ورکړ ، پداسي حال کې چي هغه وخت دسيمي ډيرو هيوادوهغه نه درلوده،او همدا شان يي په ۱۹۵۳زکال دپاکستان سره دپوځي مرستو اعلان وکړ. په واقعيت کښي له همدغه تاريخ نه پاکستان دامريکا په نظامي لوموکي داسي را ښکيل سو چې تر اوسه يې په پاکستان کښي د امريکاسياسي اونظامي بر لا سي خوندي ساتلې ده . همدا اوس هم دامريکا دملي کنگرې ځيني جگپوړي چارواکي په ډاگه وايي چي پاکستان په سيمه کي ددوي دهر اړخيزي اغېزې يوه مطمينه،باثبا ته پايگاه اوتکيه گاه ده .

دبيلگي په توگه کله چي په ۱۹۵۴زکال داکتوبر په مياشت کي مرحوم داودخان دصدارت پر مهال خپل ورور سردار محمد نعيم خان امريکا ته دپوځي مرستو دتر لاسه کولو په منظور ولېږه دهمدغه کال په دسمبر کي دامريکا دبهرنيو چارو وزير (( دوليس )) دافغانستان دغوښتني په مقابل کي وليکل : وروسته له زياتو څيړنو داسي وپتېيل سوه چي پوځي مرستي به په افغانستان کي پرابلمونه را پيداکړي .افغانستان بايد دوسلو دغوښتلو پر ځاي له پاکستان سره دپښتونستان دمسلې پر سر خپله ستونزه حل کړي . داخبره ددې ښکاره ثبوت دی چي امريکا نه غوښتل دپاکستان په څنگ کي گانډی هيواد افغانستان په پوځي لحاظ تر پاکستان غښتلی اويالا اقل دهغه دسيالی جوگه شي .

دوي دا په ډاگه ويل چي افغانستان دوي ته کوم ستراتيژيک اهميت نلري دامريکا سياست والو لا ډير پخوا زموږ دهيواد دستراتيژيکوگټود سيمو په ويش کښي يي شوريانو ته سپارلۍ و. ځکه امريکايانو دافغانستان سره له ډير پخوا دخپلو گټو دساتلو په منظور دوه مخۍ سياست پر مخ بېوه او تلاښ يې کاوه چي خپلي پښې په سيمه کې دخپلو ستراتيژيکي گټو دساتلو په منظورپه پاکستان کښي ټينگې کړي . کله چي په ۱۹۵۴زکال دامريکا جمهور رئيس مرستيال ((نکسن ))افغانستان ته سفر وکړ او دافغانانو لخو ا ډير استقبال سو،افغاني چارواکو دهغه سره دافغانانو ستونزي شريکې کړې ،که څه هم هغه وعده يې وکړه چي دافغانستان په اړوند به پخپل نړۍ ليد کي نوې کتنه کوي ، مگر کله چي امريکا ته ورسيد نه يوازي دا چي دافغانانو ستونزي يي يادي نکړې بلکي افغانستان يې دامريکا دمرستو جوگه هم ونه باله .

که ددغو اسنادو يادولو ته نوره هم ايشاره وکړو دليکني تر توان وزي .په لنډه توگه بايد عرض کړم چي په سلهاو داسي تاريخي اسناد او شواهد سته چي زموږ هيواد دتودو او سړو جگړو په وداران کي دنړيوالو زبرځواکونو دسياسي،نظامي اواقتصادي گټو قرباني اوددې لپاره تلاښ شوئ چي تر پاکستان  شاته پاته هيوادوي .

هيڅ يو هيواد هم که هر څومره يې دبشر دوستي ،عدالت ،انصاف او دانسان مقام ته ددرناوي اوله افغان ولس سره ددوستۍ نارې سورې وهلي افغانان ئي لکه دنړۍ نورکمزوري ولسونه تر خپلو گټوقربان کړي دي .

زه نه غواړم پدې ليکنه کښي دافغانستان اوپاکستان داړکو تاريخ تشريح کړم ، ددواړوهيوادوتر منځ  تير سياسي  اړودوړ،لانجو اوکشالونه چي دمرحوم داودخان دصدارت په وخت کي د سفر بری ترکچې ورسېدل تيرېږم .يوازي دمسلې   دروښانتالپاره غواړم پدې ورستيوڅو لسزيوکښي دپاکستاني چارواکو بربنډو او ورځنيو لاس وهنو ته چي دمرحوم داودخان ترکودتا وروسته په ډير شدت ،ږوږ اوځواک سره راپيل شوې لنډه کتنه وکړم .

په افغانستان کي دمرحوم داودخان لخوادجمهوريت  اعلان :

کله چي د۱۹۷۳زکال دجولاي په ۱۷ مه ورځ په افغانستان کي دچپي پوځي افسرانو په غوښنه ونډه سردار محمد داودخان په داسي وخت کي چي محمد ظاهر شاه په ايتاليا کې و دپوځی پاڅون  په پايله کښي دولتي واک تر لاسه کړ،او دخپل گوند دمرکزي کميټي دپرېکړي په اساس ئې په افغانستان کي جمهوري نظام اعلان کړ ، ((خلکو ته دخطاب ))په نامه پخپله تاريخی ويناکي ئې دپاکستان سره دروابطو په هکله داسي وويل : ((له پاکستان سره داړېکو په ارتباط بايد ووايو چي دا يوازنۍ هيواد دۍ چي دپښتونستان دمسئلي پر سر ورسره اختلاف لرواو تر اوسه يې په حل نه يو بريالي سوې .زموږ دايمي کو ښښ به دپښتونستان دقضيې دحل لپاره دوام وکاندي )). سره له دې چي داودخان دخپل انقلاب ملگري يوازي وطنپال وبلل ، دکيڼ لاسو موجوديت امريکا او غربي اروپاته داندېښنې وړ و،بين المللي عکس العملونه هم متفاوت و. پاکستان دهغه دښمنۍ او اختلاف پر اساس چي له مرحوم داودخان سره يې دهغه دصدارت له وخته درلوده دامريکا او غربي نړۍ په اشاره سمدستي په دي بهانه چي داودخان کمونست اوحکومت ئي يو شوروي پلوه رژيم دئ ، پټو اوبربنډو لاس وهنواو مداخلو ته ملا وتړ ل ؛ غربي نړۍ او امريکا يانو ونه غوښتل چي په سيمه کي دي دشوروي سياسي اغېزې دومره وده وکړي ځکه ئې دپردې شاته دپاکستان ملاتړ کاوه اوهغه ئي دافغانستان  دنوي رژيم پر خلاف هر اړخيزو لاس وهنوته هڅاوه .

په حقيت کي افغانستان ديوکمزوري هيواد په توگه دپاکستان اودهغه نړيوالو پلويانودۀگه وخت نه راپيل دهغو پېچلوښکاره اوپټومداخلو او لاس وهنو ښکارسو چي پايلي يې لا تراو سه ندې څرگندي .

دذوالفقار علي بوټو په وخت کي دافغانستان او پاکستان اړېکو بل رنگ واخيست . دپاکستان چارواکو وخت غنيمت وباله او دداودخان پر خلاف يي تبليغات غښتلي کړه ، له کودتا څخه دوي ورځي وروسته دجولاي پرنولسمه نيټه دکراچي راډيو په يوه خبر ي راپورکي وويل : په افغانستان کي دجولاي په اولسمه ديوې پوځی نښتي په ترڅ کي يو زيات شمير کسان وژل سوي دي ، دورستيو راپورونو له مخي په کابل کي مارشل لا اعلان سوېده ،دافغانستان پولي تړل سوي دي ، دکابل هوايې ډگر تړلۍ دی او دخلکو پر گرځېدو بنديز لگول سوۍدی ،داو دپاکستاني مطبوعاتو لخواپه افغانستان کي دنوي جمهوري رژيم دعالان دخبرتيا بڼه .

اسلام آباد دافوهاتو په خپرولو پيل وکړ،چي داود خان کمونست دۍ او په افغانستان کي اسلام د خطر سره مخامخ دی . دلوېديځو مطبوعات او دډلييزو رسنيو وسايل هم لدې ډنډورې سره يو ځاي شول او داودخان يې روسي پلوه باله . په لندن کي ،دلندن ټايمزورځپاڼي دپښتونستان مسلي ته په اشاره سره وليکل چي ((…داودخان يو زوړ زخم بيا راسپخولی دۍ …))، پدې پسي دفرانس پريس اژانس (AFP ) راپور ورکړ چي دافغانستان نوي رژيم ((…له افغانستان څخه دټولو پاکستانيانو دسمدلاسه ايستلوامر ورکړۍ دی …)) پداسي حال کښي چي داډول اعلان دهيچالخواندی سوی اونه هم يوه پاکستاني ته چاويلي دي  چ له افغانستان خه ووزه. پاکستاني چارواکو په ډير محافلو کي پدي هکله بحثونه کول چي په ۱۹۷۱زکال کي هند وستان له پاکستانه څخه بنگله ديش غوڅ کړ،اوس افغانستان غواړي چي دورسانو په مرسته پاکستان تجزيه کاندي يعني پښتونستان له پاکستان څخه غوڅ کړي . دا تبليغات پداسي حال کي شروع سول چي د داودخان دقدرت لومړۍ ورځي وې ددغو تبليغاتويوازنۍ بهانه د داودخان په لومړۍ بيانيه کي دپښتنو او بلوڅو دسرنويشت دټاکلو مسله وه . مگر دپردې شاته دشوروي دنفوذ مخنيوی اوپه افغانستان کي ديوه غښتلي ملي حکومت دجوړېدنه دډار اوله هغه سره دسباورځي دسيالی خبره وه .

ډير وخت لانه و تير سوۍ چي ذوالفقارعلي بوټو په افغانستان کي دجمهوري نظام دنسکورولو لپاره په يو لړ عملي گامونو پورته کولو لاس پوري کړ .دمجيد کلکاني په مشرۍ يوې ډلي د((ستم ملي )) په نامه له يوي بلي ډلي سره په گډه چي د ((سازمان انقلابي مردم افغانستان )) نوم ورکړه سوۍ واودپاکستان داستخباراتو ISI اوايران د ساواک سازمان ور سره نږدې اړېکې لرلې او دهغوي د پوځي روزني لپاره يې دکرښي ها خواپټ کمپونه پرانيستل . په اخوان المسلمين مشهوره دوې نوري ډلي د((جوان مسلمان )) اوبله ((اسلامي نهضت )) هم دذوالفقار علي بو ټو تر حمايي لاندي وې .د((جوان مسلمان )) گونددپوهنتون داستاد پوهاند نيازي په مشرتابه په ۱۹۷۴زکال کي دداودخان دحکومت پر خلاف يوه پاڅون کي برخه لرل . داودخان پر دغه حرکت مرگونۍ گذار وکړ،دپوهاند نيازي په گډون دوه سوه کسان ونيول شول ، برهان الدين رباني،احمدشاه مسعود،او گلبدين حکمتياريو په بل پسي پاکستان ته وتښتېدل،او هلته دپاکستان دآي ايس آي ،او سي آې اې تر گډي لارښووني لاندي يې دنوروځوانانوپه راټولولواو روزنه لاس پوري کړ . ددې مسلې په هکله سيد قاسم رښتيا دخپل کتاب ،((خاطرات سياسي سيد قاسم رښتيا ۱۹۹۲-۱۹۳۲)) په ۴۲۷مخ کي ليکي چي (( البته تفصيل واقعه را اکثر هموطنان اطلاع دارند که در واقع به ابتکار ذوالفقار علي بوټو صدراعظم پاکستان توسط گروههاي اسلامي وابسته به جماعت اسلامي پاکستان حمله عليه رژيم متمايل به شوروي سردار محمد داود صورت گرفت .)) دبي بي سي خبريال جيورج اراني چي په ۱۹۸۶او ۱۹۸۸کي يې په پاکستان کي دنده لرل دافغانستان په اړه خپل کتاب په ۱۳۲مخ کي ليکي چي ((بوټو له ۱۹۷۳زکال نه راپدي خوا تبعيدي افغانانو ته چي هدف يې همدا درباني ،احمدشاه مسعود او گلبدين ډلي دي مالي او اکمالاتي مرستي ورکولي ،هغوي ته اجازه ورکړه سوه چي په پېښور کي خپلي قرار گاوي پرانيزي ،او گام په گام دپاکستان لخوامالي اومادي مرستي ورسره کېدلې .))

دپاکستان دکورنيو چارو پخوانی وزير نصيرالله بابر دپورته خبرو پخلۍ کوي ليکي : ((د افغانستان په يو شمير ولايتونو کي دبغاوت دشروع په ترڅ کي بوټو داود ته پيغام واستاوه ددې بغاوت گڼ شمير له هغه سره (په افغانستان ) کي دملاتړ دنشتوالي له کبله ناکامسول ))  دپاکستان دډلييزورسنيو لخوا دپنجشير دپيښي په اړه دکراچي دراډيوپه يوه راپورو کي وويل سوه چي دپنجشير په سيمه کي چريکان اوس غرونو ته ختلي … د((۷۰۰)) په شاوخواکي قومي لښکر دجولاي په ۲۲ نيټه پر دولتي پوستو او دفترونو ير غل وکړ او زيات شمير دولتي پوليس يې وژلي دي ، دتلفاتو دقيق شمير ندۍ معلوم ويل کيږي چي ((۶۰۰)) تنو په شاوخوا کي به وي .

داودخان دخپل حاکميت په لومړيو وختو کي دشوروي سره ښه روابط لرل مگر امريکا ته دا دمنلو وړ نه و،له هري خوا يي پر داودخان فشار راوړۍ چي دشوروي سره خپلي اړيکي سړې کړي ، په دې خاطر يي دايران او سعودي پاچاهانو ته دنده سپارلي وه او همدا شان دمصر جمهور رئيس انور السادات پدي گمارل سوۍ و چي داودخان له شوروي سره دښو اړيکو نه واړه وي . هغوي ددغه کار په سرته رسېدو بريالي سول ، دداودخان روابط دروسې سره ساړه شوه . دجمهوريت په دوهم کال يي دشوري پلوه ټول هغه کيڼ اړخه کودتاچيان چي دۍ يې واک ته رسولۍ و له دولتي څوکيو گوښه کړل،او دهغوځاي دامريکا اوغربي اروپا پلويانوته ورکړه سو . داهغه وخت دۍ چي افغانستان د نړۍ ددومخالفوزبرځواکو دمبارزې او سيالۍ ميدان وگرځېد .

په ۱۹۷۷زکال کي داودخان مسکو ته سفر وکړ ،په يوه غونډه کي دشوروي مشر بريژنيف له داودخان څخه پوښتنه وکړه ، آيا دا رښتياده چي تاسو له امريکا څخه مشاورين غوښتي دي ؟ داودخان په متأ ثراو لوړ آواز بريژنيف ته په جواب کي وويل ،زه ديوه آزاد هيواد دجمهور رئيس په توگه هيچاته دا حق نه ورکوم چي زماڅخه داسي پوښتنه وکړي ،اوله غونډي ولاړ سو . بريژنيف دداود خان دخداي په امانۍ لپاره هوايي ډگر ته ورغلۍ تر څو هلته خپله خبر ترميم کړي ،مگر دغه ليدنه ډيره لنډه يعني پنځه دقيقي وه او هلته دمهمو خبرو مجال پيدانسو. تر دغه وروسته ددواړو هيوادو په اړيکو کي ډير زيات سوړوالی راغلۍ اوپايله يې داسوه چي داودخان دايران ،پاکستان او دنړۍ دنورو هغو هيوادو سره چي دشوروي اتحاد مخالف وه په زياته علاقه غوښتل ښې اړېکي ولري .

د۱۹۷۷زکال دجون دمياشتي پر پنځمه دجنرال ضياالحق لخوا په پاکستان کي پوځي کودتاوسوه او ددواړو هيوادو تر منځ تماسو نه پرې سول . مگر امريکا تر څه مودې وروسته ضياالحق وهڅاوه چي دشوروي دنفوذ دمخنيوي په خاطر افغانستان سره ښه روابط وساتي ،په همدې اساس جنرال ضيا د۱۹۷۷زکال داکتوبر په مياشت کي کابل ته سفر وکړاو داود خان ته ئې پاکستان ته دسفر بلنه ورکړه .

کله چي داود خان پاکستان دخپل سفر پر وخت دپاکستان صدراعظم سره وليدل  هغه داود خان ته وويل (( زه په دې خوشحاله يم چي دافغانستان مشر په خپلو خبروکي پر پاکستان باندي ځمکنی ادعا خبره ياده نه کړه .))  پدې ډول دافغانستان اوپاکستان تر منځ په مناسباتو کي يوڅه نرمش راغلی اودواړو خواتر منځ اقتصادي روابط مخ پر ښه کېدوسول ،که څه هم پاکستان په هغه وخت کي هم افغاني سوداگروته دکراچي له بندر څخه دمالونودوړلو اوراوړلو پروخت په بيلا بيلو پلمو پرابلمونه پيدا کول خوبياهم هغه دتاوتريخوالي کچه يو څه راټيټه شول .

دمارچ دمياشتي په اتمه نېټه داودخان په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي برخه واخيستل ديوه خبريال ددي پوښتني په جواب کي چي آيا دده او جنرال ضيا تر منځ دډيورنډ دکرښي په هکله خبري سوي دي اوکه نه ؟ داود خان په جواب کي وويل ،((ما او جنرال ضيأ ددواړوخوادعلاقې وړ پر ټولوموضوعاتوباندي خبري کړي دي چي هر موضوع به په خپل وخت کي ددواړو هيوادو تر منځ حل سي )) . عبدالصمد غوث هغه اثر ۱۴۶ مخ

هغه وخت چي داود خان دډيورنډ کرښې دمسلې دسوله ايز حل تکل وکړ امريکا وتوانېدل د داودخان په مقابل کي دشوروي رهبر بريژنيف دځان غوښتني دښکاره کولوڅخه دومره گټه پورته کړه چي هغه (داودخان)هم نور ونه غوښتل له غربي نړۍ ،امريکا ،ايران او پاکستان سره اړېکي خراب کړي ځکه يې وويل ددواړو هيوادو تر منځ باور اساسي خبره ده او کوښښ يې شروع کړ چي دپاکستان سره خپل اړېکي دوستانه کړي دا چي داودخان به بيا بل وخت څه کول او دډيورنډ دکرښي په هکله به يې څه پلان لاره متاسفانه څوک نه دي خبر،ځکه دخپلو پټو پلانو په هکله هغه دهيچا سره راز نه دئ شريک کړۍ .

دثور اوښتون اودشوروي لښکرو ير غل :

نړيواله وضعه او په افغانستان کي سياسي حالت داسي راجوړ سو چي د مرحوم داودخان حکومت ډير دوام ونکړ،دمير اکبر خيبر اودافغانستان  دخلق دموکراتيک گوند دمشرتابه زندانې کېدل ددې لپاره امکانات برابر کړه تر څو د۱۳۵۷ ش کال دثور په اومه دافغانستان دخلق دموکراتيک گوند ديو وسله وال پاڅون په پايله کي واک تر لاسه کړ ي. څرنگه چي دغه گوند سياسي او اډيالوژيکي اړيکي له شوروي اتحاد سره وې ، او نړۍ چي پخپله دشوروي او امريکا په خوښه پر دو قطبو ويشل سوې وه افغانستان په شرقي بلاک يعني شوروي پوري اتومات وتړل شو.

دپاکستان تبر ته خداي لاستۍ ورکړ ،موقع ځکه غنيمت وه دپاکستان په دغه شوم پلان کي چي په افغانستان کي د اسلام  د ژغورلوپه خاطر دکمونستانوسره په مبارزه کي اروپايي هيوادو او امريکا هم خپله تياري او علاقه وښودل . دامريکا لپاره داسلام او افغانستان مسله دومره مطرح نه وه لکه دشوروي دنفوذ مخنيوۍ ، ځکه دوي پخپله عيسوي مذهبه دي ،دهيڅ منطقوله مخي عسويان داسلام دپياوړتيااوساتنې لپاره ځانونه مکلف نه بولي اونه هم ورسره علاقه لري ،البته مسلمانان هم داکارنه کوي .داهم بايد ووايم چي پاکستان ته هم داسلام مسلې هيڅ ارزښت نه لاره او نه يي پر افغان ولس زړه خوږېدۍ ،داځل ئې هم غوښتل په افغانستان کي ديوپراخ بنسټه ملي غښتلي حکومت دجوړيدوداقتصادي اوصنعتي پراختيامخه نيول سي .

پاکستاني چارواکي پدې تر هر چاښه پوهېدل که په افغانستان کي يوعادلانه نظام جوړ اودهيواد اقتصاد پياوړی سي ،دموکراسي غښتلې اوټولنيزعدالت دبې عدالتيو ځاي ونيسي نه يوازي داچي په پاکستان کي به دولت واک دلاسه ورکړي  بلکه هلته تر ستم لاندي بلوڅ اوپښتانه به هم وهڅول شي چي دخپل برخليک ټاکلو خبره راپورته کړی ،افغانستان به یو غښتلي اوله اقتصادي پلوه پر پښو ولاړ هيواد وي کېداي شي له دو سره مرسته وکړی اوپه نړيوال ډگر کي دپښتنو اوبلوڅوحق وغواړي .

متاسفانه په افغانستان کي دسياسي حاکموکړيو په منځ کي اختلاف ،او دحاکم ځواک عملي تير وتني ،له حاکميت نه دخلکو خوابدی   اودشوروی پلوه نظام پرخلاف په ۲۴ ساعتو کي ۳۶۰ ساعته تبلېغات ،دپاکستان او ايران له خاوري دپاکستاني اوايراني استخباراتولخوادافغان بنسټپالوتنظيموپه مرسته بربنډي لاسوهنې ددې لامل شوې  چي شورويانوته پر افغانستان دپوځی يرغل زمينه برابره شول .

د۱۹۷۹زکال ددسمبر په ۲۷ نيټه دټولو نړېوالو نورمونوخلاف دافغانستان پر حريم باندي دشوروي دپوځي تيري په پايله کي ئې ببرک کارمل چي هغه وخت په شوروي کښي ودکابل پر تخت کښېناوه . پاکستاني چاروا کو دشوروي ددغي تاريخي تيروتني وروسته دغربی نړۍ  لخوا دپاکستان  له خاوري  څخه دشوروی پر خلاف دسياسي او وسله والي مبارزه لپاره داستفادې علاقمندی  څرگنده کړه اوله هغه نه ئې  بې سارې مالي ،مادي  اوسياسی گټه واخيستل .

دغه افسانه چي روسانو غوښتل دپاکستان له خاوري دهند سمندرته ځان ورسوي دډيرو لپاره دقبول وړنه ده. شورويانو هيڅ وخت دا نه غوښتل دامريکايي پوځ سره مخامخ په جگړه کي وجنگېږي . پاکستان له ډير پخوا نه په سيمه کي دامريکا دستراتېژيکو اغېزو دمرکز په توگه پېژندل سوۍ و او شورويان پدې ښه پوهېدل چي په هيڅ قيمت هغوي دپاکستان پر خاوره تېرۍ نسي کولاي اوکه ئې وکړي امريکابه بل مثله جواب ورکړي .

البته  روسانودتاريخ په اوږدو کي غوښتل چي په افغانستان کي بل هيواد لکه انگلستان ،امريکا او يا بل کوم امريکا پلوۍ هيواد غوښن سياسي ځاي ولري . په ساده الفاظوويلاي شم چي افغانستان روسانو هغه پوله گرځولې وه چي له هغي نه بل هيواد دپخواني شوروي په جمهوريتونو کي دنفوذ امکان نه شوه پيدا کولاي .

اوس ددې يرغل په وړاندي ملي اونړيوال غبرگونوڅېړل ددې ليکنې موخه نده . په يوه کليمه کي ويلاي سم چي روسان دملگروملتودسازمان دمنشورداوم فصل د۵۱ مادې  نه استفاده کول اوځانته ئې پدې نامه برأت ورکاوه چي دافغانستان قانوني دولت دوي ته بلنه ورکړېده ،که څه هم دغه قانوني دولت چي دوي ته ئي بلنه ورکړې وه ددوي لخوادهمدې بلنې پر بنيادله يوه سره نسکورسو اودغه بلنې مسله تر اوسه يوه گونگه اوناسپړل سوې پاته ده . خوبلي خواته امريکا اواروپايي هيوادودشوروي داعمل ديوه مستقل هيوادپر خپلواکی تيری وباله اودامين درژيم اودحکومت له منڅه وړل ئې ددې هيوادپه کورنيو چاروکي بربنډه لاسوهنه بلل . مگر په حقيقت کي ددواړو غبرگونوتر شانورڅه وه اونوروگټوته درسېدولپاره يودبل په مقابل کي دافغانستان دخپلواکی په خطر کي  اواسلام ددفاع تر شعارلاندي  پلانونه پر مخ بېول کېده . لکه چي پورته مي څرگنده کړه په ايران اوپاکستان کي ډ ير ژردافغاني کډوالوشمير ميلونو ته ورسېد يعني په پاکستان کي دکډوالو شمير تر دريو مليونواوپه ايران کي تر دوميلونوکسانوو اوښت . په دواړو هيوادو کي دپوځي روزنې کمپونه جوړ سوه ،له هري خواپاکستان اوايران ته پيسې او وسلې رارواني وې .

جنرال ضيا غوښتل چي په سيمه کي داسلامي نړۍ مشرتوب تر لاسه کړي پدې خاطر ئي دموقع نه په استفادې سره دشوروي پر خلاف  د اسلامي سازمانوسره دهر اړخيزو مرستو رسولو لپاره تلاښ کاوه ،جنرال ضيا دځان دشخصيت کېدو لپاره دامريکا او اروپايي نړۍ دمالي اومادي امکاناتو څخه پراخه استفاده کول .او واشنگتن بيا غوښتل چي ټوله مسلمانه نړۍ دشوروي پر خلاف دافغاني تنظيمو تر څنگ ودروي ،سعوديانو موقع ومنده چي وهابيت خپورکړي ،اودجهاد په نامه له خپلو نا راضه افراطيونو څخه ځان خلاص کړي .

د۱۹۸۲زکال نه تر ۱۹۹۲زکال پوري درضاکارو شميردپاکستاني ژورنالست احمد رشيد په وينا((۳۵۰۰۰))تنو ته رسېده ،چي دنړۍ د ۴۳ ملکونو نه يي پدغه جگړه کي برخه اخيستې وه ديادولو وړده چي ددوي ټول لوژيستيکي اوروزنيزکارونه دپاکستان داستخباراتو پر غاړوه .

دپاکستاني استخباراتوISI په لار ښودنه دافغانستان پر ضد په فعاليت بوخت سول . دشوروې تر تېري وروسته په پاکستان کي دجهادي تنظيموپه نامه ((۷)) ډلي اوپه ايران کي بيا ايراني اخوندانوهغوي پر ا تو بيا پر نهو ډلوسره ووېشل . دپاکستان داستخباراتو اواردولخوادډيورنډ کرښې ته څېرمه دمهاجرونوکمپونه اودهغو وبغل ته دپوځی روزنې ميدانونه جوړ سول ،البته دپوځی روزنې اومډرنو وسلو داستعمال لپاره په اسلام آباد،کراچي اونوروپنجابی سيموکي پټ روزنتونونه جوړسوه .

دپاکستان داستخباراتو يو جگپوړۍ چارواکۍ ډگروال يوسف چي د۱۹۸۰راپدې خوا دآي ايس آي معاون او او دافغانستان دڅانگي د رئيس په توگه دنده لرل په خپل (( فاجعه قرن ما)) نومي کتاب کي د افغانستان سره دپاکستان ددښمنۍ نه ډکو پلانونو څخه چي خپله يې هم په دغه تاريخي خيانت کي برخه درلوده داسي پرده پورته کوي او ليکي :

ما دافغانستان دڅانگي دمسؤل په توگه مجاهدينوته پوځي ښووني تر سره کولې ،همدا شان مي هغوي په وسلوسمبالول ،دهغوي دعملياتو دځاي ټاکلو او دعملياتو لارښوونه مي پر غاړه لرل . هغه يو بل ځاي ليکي زموږ (پاکستان) موخه دا وه چي اهسته اهسته افغانستان اورته ور وغورځوو .. . . ،جالبه اودپاملرني وړټکۍ دي ! ولي پاکستان او دهغي جاسوسۍ شبکي غوښتل چي افغانستان دجگړي په اور کي وريت کړي ؟

امريکا او دهغه غربی ملگروپه ټوله نړۍ کښي د زيات شمير اسلامي او عربي هيوادو په ځانگړي توگه سعودي عربستان ، او پاکستان په مرسته دشوروي پر خلاف جگړه د((اسلام په خطر کي دۍ)) تر نامه لاندي چي په ۱۹۸۰زکال کي پيل سوه توده ساتل ،ددوي اساسي موخه پر شوروي باندي سياسي،پوځي فشار او هغه د افغانستان په جگړه کي ښکيل ساتل وو. تر څو امريکا له شوروي نه دويتنام غچ (انتقام) و اخلي ، امريکا او غربي هيوادو ته داسلام ددفاع مسله اصلأ مطرح نه وه او نه ددغو هيوادو دولتي چارواکو داعلاقه لرل چي په نړی کې داسلام دغښتلتيا لپاره په ميليارډونو ډالره مصرف کړي .

پدې سياليو کې چي افغانستان ئې پليگون شوپاکستان وتوانيد خپله تاريخي دښمني ددوست اوملاتړی تر نامه لاندي تر سره کړي .اوس هم ځيني پاکستاني لوه دپاکستاني چارواکوددغو افغان دښمنومرستو يادونه  کوي  اوپدې شکل دخپلي دوستي تعهدله پاکستاني استخباراتو سره تازه ساتي .په حقيقت کي پاکستان وتوانيد افغانستان په کنواله بدل کړی  ،دايو منلی اصل دي وايي ديوه کال جگړې دخرابيو آبادېدو لپاره سل کاله پکاردي . کله چي جراحميدگل خپ روزل شوي په ارگ کښي پر تخت کښېنول ،هغه لا پاکستان ته نه وو رسېدلی چي دوي دقدرت پر سر جگړه پيل کړ ،خوددي لپاره چي پاته آبادی په ويرانه بدلې شي اوکومه دارايي چي شته هغه شخصی جيبوته ولاړه سي دوي ته نه ويل چي پ څه موسره جگړه ده .

داښاغلۍ وړاندي اقرار کوي او ليکي ما په ۱۹۸۳زکال کي ((لس زره ټنه وسلي او مهمات ))تر لاسه کړه ، دوسلو دا اندازه په ۱۹۸۷زکال کي ((۶۵  ))زره ټنو ته ورسېده ،ما دا وسله هغه چاته زياته ورکوله کوم چي په افغانستان کي يې زياتي خرابې تر سره کولې .

ډگروال يوسف خان اعتراف کوي چي دوي يوازي د۱۹۸۳زکال څخه تر ۱۹۸۶زکال پوري دده په وينامجاهدينو (( ۸۰زره)) کسانو ته پوځي ښوونه کړې ده . نوموړۍ وايي په افغانستان کي داوردلمبو دساتلو ورځنۍ مصرف نږ دې څلوېښت ميليونه ډالره و،که داومنو دې پايلي ته رسېږو چي دافغانستان په سوځولو کي په دا دولس کاله تر ((150))ميليارده ډالره زيات مصرف سوی دي .پداسي حال کي چي زموږ دا وړوکۍ هيواد په دغو پيسو څو ځله داروپا تر هر يوه هيواد ښايسته جوړيد اي سو.

ډگروال يوسف نور هم وړاندي ځي او وايي ،دسي آي اې افسرانو دپاکستان افسرانو ته پوځي ښووني ورکولي او هغوي بيا دافغاني تنظيمو کسان تربيه کول، هغه وايي يوازي په ۱۹۸۳زکال کي موږ په ځانگړو کمپونو کي دري زره نفرو ته پوځي تر بيه ورکړه .

متاسفانه دپاکستان دا کرغيڼ ارمان په افغانستان کي دجهاد څخه دملاتړ تر نامه لاندي داسي تر سره شو چي تر اوسه لاهم افغانان دپاکستان ودال او چپاټي ته اړدي .اوتر دو ميليونو زيات افغاني کډوال دپنجاپي تور لينگيو تر شلاخو لاندي له يوه ځاي نه بل ځاي ته کډي کوي ،دسپکاوي او تحقير په شرايطوکي دجلاوطنۍ شپې او ورځي تيروي ؛ په زرهاو افغانان ددي انسان دښمنو په زندانو کي بيله کوم جرم اومحکمې دپرېکړونه شپي سبا کوي .داچي ايراني اخوندان په افغانانو څه ملنډی وې اوکوموډولونوئې زوروي قلم ئي دليکلونه عاجزپاتېږي . څرهگه چي زمادليکنې موخه ډيره پاکستان ته متوجه ده ځکه نودايراني اخوندانوداسلام ضد کړنو اوددوي لخوادافغان ولس دسپکاويی اوربړېدنې په هکله ډير مفصل نشم ليکلاي .دومره ويلاي شم پاکستان اوايران دواړه دافغان ولس سره دخپلو کرغېړنواونارواگټودترلاسه کېدو په خاطر يوشان دښمني کوي ،خوتنهاددښمنۍ ‌نه اوميتودونه ئې مختلف دي .

ډگروال يوسف وايي :کله چي شورويانو پريکړه وکړه چي خپل وسله وال پوځونه له افغانستان څخه وباسي امريکا ته دا ډار پيداسو چي اسلامي فنډمنتاليست گلبدين حکمتيار ديوه بل خميني په څير صحني ته رانسي ،په همدې خاطر يي خپلي مرستي پر مجاهدينوو درولې ،او ديوې نوي طرحي او پلان دپلي کولو په فکر سول . ددغي ليکني څخه دا څرگندېږي چي امريکا له شوروې نه خپل غچ واخيست او هغوي يې دديارلس زرو وسله والو کسانودژوند دلاسه ورکولو نه وروسته دافغانستان څخه وتلو ته مجبور کړل ، داوه په افغانستان کي دجهادپه نامه دامريکا اساسي موخه او ارمان چي تر سره شو.

امريکايانو هم دشوروي پوځ تر وتلو وروسته ټول افغانستان اودهغه سياسي برخه ليک پاکستاني چارواکوته پرېښود .دادامريکا لويه تيروتنه وه .ځکه دهمدې تيروتنې په پايلو کښي په افغانستان کي دگاونډيو هيوادو اوپه ځانگړې توگه پاکستان  اوايران تر منځ سيالي پيل شوه . ايران دافغانستان غربي اوشمالي سيموکي دخپل نفوذ اوتاثيردزياتېدوپه موخه دهغومذهبی ډلوڅخه چي په ايران کي جوړي سوې وي په استفادي سره دپاکستان دنفوذ دمخنيوی لپاره استفاده کول اوپاکستان بيا غوښتل چي پر ټول افغانستان  نفوذ ولر ي .

د امريکا داتير وتنه د ۲۰۰۵زکال داکتوبر په دولسمه دامريکا دبهرنيو چارو وزيري کاندوليزا رايس دښاغلي کرزي سره تر ملاقات وروسته خبر يالانو ته په ډاگه کړه او ويې ويل امريکا نه غواړي پخوانۍ تير وتنه تکرار کړي او افغانستان تنهاپرېږدي . نوربيا