کور / راپور / چارواکي: په اروزګان کي ځانګړو ځواکونو ۲۱ وسلوال وژلي دي

چارواکي: په اروزګان کي ځانګړو ځواکونو ۲۱ وسلوال وژلي دي

د کندهار چارواکي وايي، چي تېره ورځ د کندهار د ځانګړو ځواکونو ۰۳ قطعې د اروزګان ولايت د مرکز ترينکوټ اړوند د مرآباد په سيمه کي عمليات تر سره کړي، چي په پايله کي يې د لوړ پوړو وسلوالو مخالفينو په شمول ۲۱ تنه وسلوال مخالفين وژل سوي او ۶ تنه مشکوک کسان ژوندي نيول سوي دي.

د کندهار ولايت څخه لراوبر ته په رالېږل سوط خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په يادو عملياتونو کي د افغان ځواکونو لخوا د وسلوالو مخالفينو د ۲۱ پټنځايونو او ۲ اطاقونه د ويجاړولو ترڅنګ ۱۷ کړۍ ماينونه، ٢ رینجر موټران، ٢ لوکسل موټران، ٦ موټرسایکلان او یو شمېر درنې او سپکي وسلې، مهمات او انفجاري مواد افغان ځواکونو ترلاسه کړي او د عملياتو په ساحه کي يې له منځه وړي دي.

 په اعلاميه کي ويل سوي، چي په يادو عملياتو کي افغان ځواکونو ٥ هغه کورنه، چي وسلوالو د افغان ځواکونو لپاره په ماینونو باندي چارج کړي وه کشف او خنثي کړي.

د چارواکو په خبره، په یادو عملیاتو کي ملکي وګړو ته کوم مالي او ځاني زیان نه دی اوښتی.

طالبانو په دې تړاو تراوسه څه نه دي ويلي.