کور / #PTM / منظور پښتين: پاکستانی پوځ د طالبانو په مټ پښتنې سيمي نا امنه کوي

منظور پښتين: پاکستانی پوځ د طالبانو په مټ پښتنې سيمي نا امنه کوي

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چي طالبان د پاکستان د پوځ زېږنده دي او د همدوی په مرسته پښتانه ځپي، ترڅو پښتون قوم د خپل تاريخ څخه ناخبره وساتي.

دا څرګندوني ښاغلي پښتين تېره ورځ په پېښور کي د ارمان لوڼي د څلوېښتمي ورځي په يادغونډه کي وکړې.

په دغه غونډه کي چي په زرګونو کسانو ګډون کړی وو، د پښتون ژغورني غورځنګ مشرانو ويناوي وکړې.

غونډي ته په وينا کي منظور پښتين وويل، د پاکستان پوځي جنرالانو په وارو وارو اعتراف کړی او ويلي ئې دي، چي طالبان دوی رامنځ ته کړل او د پښتنو سيمي ئې په لوی لاس د سختدريځو ډلو لاس ته ور واچولې.

نوموړي وويل، پاکستان په لوی لاس پښتانه د خپلي جغرافيې، سيمي او تاریخ څخه ناخبره ساتي او په همدې سره ئې د پښتنو حقونه خوړلي دي.

ښاغلي پښتين وويل، پاکستانی رياست د پښتنو د مشرانو تاريخ تر پښو لاندي کړی دی او د نصاب په کتابونو کي د هيڅ يو پښتون مشر يادونه نه ده سوې، چي په همدې سره پښتانه ځوانان د باچاخان، خان شهيد، فقير ايپي او احمدشاه ابدالي له تاريخه ناخبره دي.

ښاغلي پښتين په خپله وينا کي وويل، چي د وزيرستان او ډېره اسماعيل خان په پوځي چاوڼيو کي د پښتنو ښځو عزتونه لوټ سوي دي.

نوموړي وويل، چي په دې هکله کره اسناد او شواهد به وروسته د خلګو سره شريک کړي.

همداراز غونډي ته په وينا کي د پي ټي ايم فعالي غړي او د شهيد ارمان لوڼي خور وړانګي لوڼۍ وويل: ارمان لوڼي د خپل قام د غيرت لپاره قرباني ورکړه او اوس د نورو پښتنو وار دی چي د هغه مبارزې ته ادامه ورکړي.

آغلي لوڼۍ وويل، اوس پښتنو ته پکار ده چي خپلمنځي اختلافات ختم کړي او د خپلو حقونو د لاسته راوړلو لپاره مبارزې پيل کړي.

هغې وويل، پاکستانی رياست غواړي چي د پښتنو يووالی له منځه يوسي او هغوی د خپلو حقوقو د لاسته راوړلو څخه لاس په سر سي.

آغلي لوڼۍ زياته کړل، پاکستان له تېرو ۷۲ کلونو راهيسي د پښتنو وينه تويوي.

غونډي ته په وينا کي د غورځنګ بل فعال غړي محسن داوړ وويل، د پاکستان ریاست د هغو کسانو په ښکاره ملاتړ او ساتنه کوي چي د پښتنو په وژنه کي لاس لري.

ښاغلي داوړ وویل، د کراچۍ د پولیسو پخوانی افسر راو انوار د نقیب الله مسید په ګډون د شاوخوا ۴۰۰ کسانو په وژنه کي لاس لري، خو د پاکستاني ریاست د ملاتړ له برکته ئې ضمانت منل سوی دی او ازاد ګرځي.

محسن داوړ وویل، د پاکستاني ریاست ذهنیت داسي دی چي د دې هېواد له جوړېدو راهیسې پښتون پکي غدار بلل کېږي.

نوموړي زیاته کړه چي پښتانه، او په ځانګړې توګه د غورځنګ غړي نور د دې ټاپو او تورونو پروا نه لري او د پښتنو د وطن ساتنه به له دې وروسته د دې وطن خپل بچیان کوي.