د “معاشرتي علوم” ذهينت / لنډه کيسه !
Aziz Rahman Hazim
ليکوال: ح حقوېش
په تمځای کي موټر ته په تمه وم، که څه هم تمځاى خپل ځانګړى ځاى نه درلود د لوړو مارکېټونو مخته په لويه لار کي شا په شا قطار بسونه ولاړ وه، شرکتونو هم دلته د ځان لپاره نمايندګي نيولې وې، هر يوه د خپلو سورليانو لپاره د نمايندګي مخته څوکۍ ايښې وې، په څوکۍ کي په تمه وم چي وخت پوره شي او د کوټي په لور حرکت وکړم. که ګورم زرغونه کالي سپین پړدوګ، سپین ټیکری په غاړه کي او تور ډيزاين لرونکى پرس يې تر څنګ جګه نرۍ جیلکۍ تمځاى ته راښکاره شوه، په خلکو کي يې په هسکه غاړه شاوخوا وکتل بيا زما خواته راروانه شوه چي د تمځاى په ورستيو څوکيو کي ناست وم، څنګ ته په تشه څوکۍ کي مي کښېنسته.
اسلام علیکم؟
وعلیکم سـلام،
کوټي ته ځې؟
وؤ،
ټیکټ دي اخستی ده؟
وؤ،
د څوکۍ شمېره دي څو ده؟
اتلس(۱۸)،
یواځي یې؟
وؤ،
ټيکټ يې راښکاره کړ زه هم کوټي ته ځم. ستا نه په مخکنۍ څوکۍ کي یم. او ګوته یې بل تور ځوان ته ونیوله چي سپين غټ موبايل يې په لاس کي وو د يوې هټۍ دېوال ته په تکيه ولاړ وو په موبايل يې ګوتې کښته پورته کولې. هغه مي کشر ورور دې هغه هم کوټي ته راسره ځي.
ښه! کور مو په کوټه کي ده؟
وو په چاوڼۍ کي.
چي دا یې راته وویل فکر مي لکه د انټرنیټ سیګنال ژر کښته پورته شو چي خدایﷻ مه کړه لکه چي کومه څارګره ده او په یو ډول نه یو ډول دي خبري له خولې باسي او څاري دي. خبري مي ډیري په احتیاط کړې.
ښه نو دلته کراچۍ ته دي څه کول؟
دلې په کراچۍ کي د ماسټرۍ زدکړي کوم. اوس په رخصتي کورته ځم.
ښه اصلي هم د کوټي یاست؟
نه! اصلي د لاهور یو خو اوس مو د ډډي(پلار) دنده د کوټي په چاوڼۍ کي ده. کور هر څه مو دلته راوړي دي.
پلار مو فوځ کي ده؟
وو.
ورور دي زده کړي کوي؟
وو! هغه د خضدار په کېډټ کالج (خضدار حربي لېسه) کي فوځي زده کړي کوي.
هغه هم په فوځ کي ځئ؟
وو! چي خپل هېواد ته خذمت وکړي، لکه څنګه چي مي ډډي خذمت ورته کوي. خبره یې پسې اوږده کړه د هېواد تعریف یې راته پیل کړ. چي پاکستان داسي مسلمان هېواد دې په کعبه کې د یهودیانو مخه ونیوله. د کشمیر په مسلمانانو یې څومره قرباني ورکړې ده. د آفغانستان له مجاهدینو سره څومره مرستي کوي او په نړۍ کي یواځنی مسلمان هېواد دې چي ټول کفري هېوادونه ورڅخه په وېره کي دي. په ډیر تعاریف کولو کي دومره ډوبه وه له نازه به یې سترګي ورپولې، خوله به یې کږه کړه او نرۍ ګوتي به یې زما مخته رانژدې کړې. زما له زړه نو یو خدایﷻ خبر وو چي له قهر سور شین اوښت. خو بیا به مي ځان ته حوصله ورکوله چي دا دي خبري له خولې باسي. څنګه په ناپېژنده حال کي تر دومره خلکو راتېره شوه راغله ستا په څنګه کي کښېنسته او په سیاسي موضوع کي راګډه شوه.
خو آخر یې دې خبري حوصله راڅخه واخیسته چي ویل یې د پاکستان اسلامي بېرغ دومره راباندي ګران ده چي تل یې په تن ګرځوم د غاړي کالي یې مطلب وو.
ورته وه مي ویل د دې بېرغ رنګونه څه معنا لري؟
په نریو ګوتو کې زرغونه کالي راپورته کړل. هم دا زرغون رنګ د هېواد د آبادۍ رنګ دې چي پرمختګ به ورکوو او سپوږمۍ پکښې د اسلام نمایندګي کوي چي هېواد ته به د اسلام په رڼا کي خذمت کوو. او پړدوګ ته یې اشاره وکړه سپین رنګ دا خو د اسلام رنګ ده چي پاکستان یو اسلامي هېواد دې او د اسلام لپاره جوړ شوی دې، هر څه يې اسلامي دي او د نړۍ له مسلمانانو سره له همدې امله مرستي کوي.
په شونډو مي ورته مسکا خپره شوه. ښه! نو ستا له کالو خو داسي مالومیږي چي تاسو اسلام ته د پړدوګ احترام لرئ.
د جینۍ شونډي ورپېدې رډ رډ يې راته کتل. چي د کلینر ږغ شو وخت پوره کیږي په خپلو څوکیو کي کښېنۍ چي حرکت کوو. جینۍ مي له څنګه په منډه ولاړه شوه، په زنګنو ايښى پرس يې اوږې ته کړ او د بس خوا ته ورغله. زه هټۍ ته ورغلم چي د خورک یو څه راواخلم. بس ته چي ورپورته شوم څوکۍ ته ورسيدم زما د مخ په څوکیو کي څوک نه وو. په بس کي مي شاوخوا وکتل چي جینۍ څه شوه. شاته چي مي وکتل زما نه شاته په دریمه څوکۍ کي جینۍ او هغه هلک دواړه ناست دي، هلک په موبايل ګوتي کښته پورته کولې، جینۍ په تریو تندي زما مخ ته وکتل بيا يې سترګي په بله خوا واړولې او سر يې ټیټي کړ