کور / #PTM / پاکستان پر منظور پښتين جنوبي پښتونخوا ته پر ورتګ بنديز لګولی دی

پاکستان پر منظور پښتين جنوبي پښتونخوا ته پر ورتګ بنديز لګولی دی

د پاکستان حکومت د پښتون ژغورني غورځنګ پر مشر منظور پښتين کوزي پښتونخوا ته پر ورتګ د ۹۰ ورځو لپاره بيا بنديز لګولی دی.

بنديز پر داسي  مهال اعلانېږي چي ښاغلي پښتين د يکشنبې په ورځ د مارچ پر ۳۱ نېټه د پېښور په ستره غونډه کي اعلان وکړ، چي په کوزه پښتونخوا کوئټه کي به نوري جلسې وکړي.

پاکستانی رياست تل هڅه کوي چي د پي ټي ايم د هلوځلو مخه ډب کړی او په دې سره پښتانه د خپلو حقوقو غوښتنو څخه تېر سي.

خو د بي ټي ايم مشران وايي، چي د هري ممکنه لاري به کار اخلي او د  پښتنو د حقونو لپاره به هلي ځلي دوامداره ساتي.

دوې ورځي وړاندي په پېښور کی د پي ټي ايم لخوا په رابلل سوې غونډه کي په لسګونو زره پښتنو ګډون کړی وو .

دا غونډه د پښتون ژغورني غورځنګ د مخکښ او فعال غړي شهيد ارمان لوڼي د څلوېښتمي ورځي د يادغونډي په مناسبت جوړه سوې وه.

په پېښور کي د بي ټي ايم له لوري د ارمان لوڼي د څلوېښتمي ورځي يادغونډه

په غونډه کي د پي ټي ايم مشرانو په جدي توګه د خپلو هلو ځلو ورکړي ته د دوام ورکولو ژمني تازه کړې او د ارمان لوڼي د شهادت په تړاو ئې د انصاف غوښتنه تکرار کړه.

ارمان لوڼۍ شاوخوا دوې مياشتي وړاندي په لورلايي کي پوليسو د اخ و ډب پر مهال شهيد کړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړې ثنا اعجاز وايي د پېښور په جلسه کي منظور پښتين د ارمان لوڼي د وژنې پرضد په بلوچستان صوبه کې د جلسو کولو اعلان کړی وو.

آغلې ثنا  اعجاز وايي:

“زه د يوې مبارزي په حېث د بلوچستان صوبې دا اعلاميه غېر قانونه ګڼم ځکه چي د پاکستان د ائین ماده ۱۵م دا وايي چي د ملک هر وګړی دا حق لري چي هر چرته لاړ سي تګ راتګ کولای سي، نو که دا رياست او حکومت موږ خپل وګړي ګڼي نو دا بندېز دې ليرې کړي”.

هغې زیاته کړه “د ائين ۱۶م ماده وايي چي هر څوک په پرامنه ډول راټولېدای سي او خپله غونډه يا جلسه کولای سي او د دې سره هر چاته د سیاسي تړون ازادي ده نو د بلوچستان حکومت دا بندېز غېر ائيني هم دی”.

د پي ټي ايم ملاتړي وايي، چي پاکستانی رياست د هغه کسانو ملاتړ کوي چي تشدد او ترهګري خپروي، خو د پرامنه کسانو غونډي نه سي زغملای.