کور / راپور / زلمي خليلزاد کندهار ته سفر کړی دی

زلمي خليلزاد کندهار ته سفر کړی دی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولي په اړه د روانو خبرو په باب د نظریاتو پوښتلو لپاره کندهار ولایت ته تللی دی.

د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد نن کندهار ته سفر وکړ او دلته ئې د ګڼو دولتي چارواکو او ولسي وګړو سره کتلي دي.

د کندهار د والي وياند عزيزاحمد عزيزي وايي، ښاغلي خليلزاد د کندهار په هوايي ډګر کي د چارواکو او مسؤولينو سره کتلي دي او د کندهار ښار ته ئې د راتګ پلان نه درلودی.

ده وويل، چي د خلیلزاد لیدني مطبوعاتي نه ‌دی ځکه نو  مطبوعات هم نه‌دي بلل سوي.

زلمي خلیلزاد  نن د ورځی په اوږدو کي د کندهار د ولسي مشرانو او مدني ټولني د غړو تر څنګ د جنوبي ولایتونو د ولایتي شوراګانو له ریسانو او قومي مشرانو سره هم په جلا جلا توګه وليدل.

تیره میاشت د جنوبي ولایتونو ولسي مشرانو په یوه لویه غونډه کي غوښتنه کړې وه چي د سولې د روانو خبرو په ترڅ کي دي د جنوبي ولایتونو له ولسي مشرانو او ځايي اوسیدونکو سره سلا مشورې وسي.

زلمی خلیلزاد وړمه شپه د افغان سولي په تړاو د خپل شپږم سفر په ترڅ کي افغانستان ته راغلی دی.

نوموړي د خپل سفر په ترڅ کي د افغان سياسيونو او دولتي چارواکو سره هم ليدني کتني لرلي دي.