کور / #PTM / پښتون ژغورنې غورځنګ په څه ډول او ولې رامنځته شو؟

پښتون ژغورنې غورځنګ په څه ډول او ولې رامنځته شو؟

  سيف الله خان مندوخيل

 د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په  ٣ نېټه په فسیبوک پاڼو کې یو په بل پسې معلومات خپرېدل چې د نقيب الله مسعود په نوم یو ځوان له خپلو دوه نوور ملګرو سره د کراچۍ له  چېپل ګارډن سهراب ګوټ څخه پولیسو له ځان سره وړي دي، حال دا چې  په کراچۍ ښار کې دا خبرې عامې وې.

 خلګو فکر کاوه، چې پولیس تل په دې ډول عام خلک په ساده جامو کې پورته کوي.

 زه په  دې پوه وم چې پولیس په څه ډول خلګ وړي او په  قانوني ډول د عدالت له پلي کیدو پرته يې له ځانه سره ساتي، بيا ترې ډيرې پیسې غواړي، که چا یې وس نه درلود نو پر هغه د ترهګر تور لګول کیږي، او په Fake Encounter کې يې وژني.

 په حقیقت کې پرېښانۍ په مخه کړى وم، همداسې وخت تیریده، چې د جنورۍ په ١٦مه نېټه انګازه خپره شوه، چې نقيب الله يې وژلى دى، د شپې ٢:٠٠ بجې مې خپل فیس بوک پاڼه وکتله چې  ګهيځ افغان      « په ږوب مندوخېل کې زموږ هم فکره ملګرى» په یو پوست کې د نقیب مسعود د مړي د یو انځور او ورسره یوه لنډه قیصه  خپره کړې وه، چې په همدې پوست کې یې زه او هاشم خان مندوخیل هم ځان څخه غوښتي وو،اندېښنه مي نوره سېوا شوه، سهار چې راپاڅېدم، عالم زیب مسعود وېډیو جوړه کړې وه، او ليکلي يي وو، چې د نقيب شهيد مړى په کراچۍ چهيپا سرد خانه Cool centre صدر کې اېښودل شوى دى، او د نقيب الله شهيد کورنۍ ته خپل مړى نه ورکول کېږي.

 خلک وايي چې  پولیسو سخت هدايات کړی دی، چې دا يو ترهګر دى، دا به په اېدهي قبرستان (د لاوارثو په هديره) کې ښخوي، د جنورۍ ١٧مه نېټه و.

   د ورځې پر يوه بجه د هاشم خان مندوخېل پوسټونه خپل شول چې د نقيب الله شهيد د کورنۍ د موبيل شمېرې او معلومات يې غوښتي وو، له دوه ساعته کوښښونو وروسته هاشم خان مندوخېل په پښتون ولس خصوصاً په ځوانانو چيغه کړه چې د چهيپا سرد خانې مخې ته راشئ او تر هغو به نه ځو تر څو چې خپل مړى ترلاسه نه کړو، ما هاشم خان مندوخېل ته زنګ ووهه، د احوال پوښتنه مې وکړه، بیا مې مخلص مندوخېل ته زنګ ووهه او د ټول جریان څخه مې خبر کړ او ور مې وویل چې ته هم راشه.     له ځانه سره مې خپل يو وړوکى تربور شفيق افغان هم راروان کړ.

هاشم خان مندوخېل، ګهيځ افغان، رحمت شېرانی،  ولس يار کاکړ، محمود شاه مندوخېل او د نقيب الله شهيد د کورنۍ دوه تنه هم وو، په دې وخت کې بيا موږ له چهيپا والا سره خبرې وکړې، هغوی د شاه لطيف ټاون د پوليس تهاڼې خط وغوښتى چې د نقيب الله شهيد مړى راته وسپاري، بيا  سيف الرحمن مسعود او امجد مسعود  د نقيب کورنۍ د لاس ليک او خط لپاره هلته ولېږل شول، له یو څه وخت تیریدو وروسته مو ورسره حال ونیوه، هغوی  وويل چې پولیس والا نه راسره رضا کېږي، ما له هاشم خان مندوخېل سره مشوره وکړه چې يو احتجاج به وکړو، هغه راته وویل چې سمه ده، خلګ راوغواړه،  ما د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سيند نايب صدر سکندر خان يوسفزي او صوبايي ډپټي سيکرټر  نورالله خان ترين ته زنګ ووهلو، هغو راته وويل چې د ځوانانو د تيارولو فکر مه کوئ، چې موږ د احتجاج خبرې

سيف الله مندوخيل

ورته وکړې،  پولیسو په دې شرط د نقيب شهيد مړى راکړو چې په خاموشئ به يې اوباسئ او سيده به يې خپل کلي ته وړئ، بس خط يې راوړ د نقيب الله شهيد مړى مو تر لاسه کړ، غسل مو ورکړ، تابوت ايمبولينس هر څه تيار شو،  په فیس بوک پاڼو کې مو په ژوندۍ بڼه وېډیوګانې شروع کړې او خبرې اترې مو پکې وکړې، له قاضي او محکمې لرې وژنه مو په کلکو ټکو وغندله د هاشم خان مندوخېل ويډيو ډېره عامه شوه بيا زموږ يو ملګري چې علي ارقم نومیده د خېبر پښتونخوا په ورځپاڼه کې یې کار کوه، موږ وویل چې موږ د کراچۍ پرېس کلب ته درځو، د نقيب شهيد له مړي سره د پاکستان حکومت ته خپل ريکارډ کوو، هغه دا مشوره رد کړه،  هغه وویل چې دا وخت د شپې ٨:٠٠ بجې دي او پرېس کلب پر پنځه بجې بند شوى دى، هغه زياته کړه چې تاسو مړی سهراب ګوټ ته یوسئ، هلته به سپرهائي وي بنده کړئ، چې د کراچۍ ښار تر ټولو مهمه لاره ده، او هلته ټول پښتانه اوسېږي، بس موږ هم پرې عمل وکړو، خو چې هلته ورغلو ماحول بدل وو، ځکه چې دا د راوانور  ولسوالۍ وه، او هغه د٤٤٤ څخه ډیر خلګ وژلي وو، او ډېر خلګ يې اغوا کړي هم وو، بس چې د جنازې لمونځ وشو، هغو خلکو له خپلې وېرې وويل چې بس تاسو خپلو کورونو ته لاړ شئ، موږ د نقيب الله شهيد مړى وزيرستان ته وړو او هلته د پولیسو ګاډۍ هم ګرځېدل، چا دا هم وویل چې د پولیسو ټيليفون راغى، د نقيب خپلوانو ته يې وويل چې د خلکو له منځ څخه ځان وباسئ، ګني نور تاوان به هم درکوو، چې موږ ناامېده شو، بيا مو خپلو ملګرو سره دا فيصله وکړه چې اعلان به کوو چې سبا دې ټول ملک کې لاریونونه وشي او په خصوصي توګه پر کراچۍ پريس کلب باندې، بيا تاسو وليدل چې د جنورۍ پر ١٨مه نېټه د پاکستان په لسو لويو ښارونو کې لاریونونه وشول او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په کې ډير مهم  رول ولوبوه، ځکه چې هغه وخت پښتون تحفظ مومنټ نه وو، د دې ګوند غړو ته افرین وايم ورسره د عوامي نېشنل ګوند د(NYO) هم د فدا کاکړ تر حدہ ښه مرسته راسره وه.

 د يو شاعر شعر راته په ياد شو چې:

د ډار په ښار کې به باغي  باغي لهجه عامه کړم

زه به قيصې وکړمه داسې چې قيصه عامه کړم

خبره تر بين المللي رسنیو ورسېده د خلګو په زړونو کې هغه ډار او وېره ختمه شوه، چې کلونه کلونه یې درلودله.

 په  سبا ماسپښين د جمعې له لمانځه څخه وروسته د جنورۍ پر ١٩مه نېټه په سهراب ګوټ کې ډير پراخ لاریون وشو، چې ډېر ګڼ شمېر پښتنو په کې  ګډون وکړ او پاکستاني مېډيا هم راغلې وه.

 ماښام د تعزيتي کېمپ لګولو علان وشو او هم په دغه شپه پاکستاني مېډيا زموږ ملاتړ وکړو، خصوصاً جيو نيوز، شاه زېب خانزاده ځانګړى راپور خپور کړو، په دا سبا تعزيتي کېمپ د (ګرېنډ پښتون جرګې) په نامه جوړ شو، راوانور له خپلې دندې وګواښل شو، دا کېمپ په سهراب ګوټ کې د لوې لارې تر څنګ په ډيره سوليزه طريقه ١٢ ورځې فعالیت درلود د نقيب شهيد پلار محمد خان کاکا به د قبایلي مشرانو سره ناست وو  او د هرې سياسي پارټۍ مشران به را تلل او  له موږ سره به يې غمرازي وکړه، له قاضي او محکمې پرته د سپينو خلکو  وژنې  په سختو ټکو وغندل شوې، په رښتیا هم دا يو بل موړ وو، چې کله د لر او بر پښتون اوغان نواب محمد اياز خان جوګېزى صېب، د پښتون قامي جرګې کنوينر، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مرکزي رهنما راغلى او د مشر محمود خان اڅکزى پېغام يې راوړى او دلته يې پښتنو ته ډېرې په زړه پورې خبرې وکړې، عمران خان سراج الحق اور د عوامي نېشنل ګوند ميا افتخار حسين، سنيټر شاهي سيد د فاټا مشران او ډېر محترم پښتانه هم راغلي و، د دې کېمپ خرڅ   مسعود قبيلې پر ځان کړه، لس ميليونه کالدارې چنده يې سره را جمع کړه، په دې تحریک کې له موږ سره يو اردو ويونکى نر ځوان جبران ناصر ملګرى وو، جبران ناصر وکيل دى او د بشري حقوقو غوښتلو لپاره کار کوي، دغه  تعزيتي کېمپ  ته منظور پښتين هم د يو عام ځوان په توګه راغلى و، د خبرو وخت مو ورکړ،  ښې خبرې یې وکړې، زما په ړومبي ځل ليدل وسره وشو،  ډېر يې متاثر کړم، د نقيب الله شهيد فاتحې ته پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ چئیرمین ملي مشر محمود خان اڅکزى راغلو او د هر رنګه ملاتړ ډاډ يې ورکړو او موږ ته يې داسې وويل چې خپل شخصي کارونه پرېږدئ او  ټول دغه کار پسې ودرېږئ، کور یې ودان.

 له هغه وروسته  د پاکستان په ستره محکمه سپریم کورټ کې د نقيب شهيد کیس داخل شو، د پولیسو د آئى جي په سربراهي کې يو تفتيشي ټيم جوړ شو، قانوني کاروايي شروع شوه، د نقيب الله شهيد په خلاف ټول الزامونه دروغ شول، راؤانوار ٤٤٤ انسانانو قاتل ثابت شو، او غلى شو، سپریم کورټ د نیولو حکم وکړو، خو راوانور د ډېرو زورورو په لاس کې وو، له دې ځايه منظور پښتين بیرته وزیرستان لاړو، هلته يې د مسعود تحفظ مومنټ په نامه خلګ او ځوانان سره راغونډ کړل، بنو ته راغلو دلته يې طاقت نور هم سېوا شو، پسې پېښور ته لاړو، له دې ځايه بيخي زيات پښتانه ورسره ملګري شول، چې په همدې سره د پښتون لانګ مارچ پېل او د اسلام اباد پر خوا روان شو، هلته پښتون پرلت پیل وشو.

 همدلته وه، چې د پاکستان رسنیو د راپور ورکونې څخه لاس واخیست او موږ په همدې وخت کې سوشیل میڈیا ته مجبور شو، چې تر اوسه پورې  ځوانانو پر فیس بوک او ټويټر خپله مبارزه دوامداره ساتلې ده.

 وروسته د اسلام اباد پرلت ته ټول سیاسي مشران ورغلل، چې  اسفندیار ولي خان او  محمود خان اڅکزی هم  په کې و،  ولس ته يې ويناوې وکړې او هر ډول د ملاتړ نه؛ بلکې دا کار يې د ځان وګڼلو، دلته د ازاد اوفغانستان ولس له موږ سره او د ولسمشر اشرف غني ټويټ چې څومره تعریف يې وکړم کم دى، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پښتنو اوفغانانو لاریونونه چې موږ ته يې په صحيح معنا کار راکړو، او همداسې د اسلام اباد پرلت د فرورۍ تر ٩مې نېټې پورې دوام وکړ، بيا د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي پرلت کوونکي د منظور پښتين په مشرۍ کې وروغوښتل او ژمنه يې ورسره وکړه چې ستا ټولې مطالبې موږ درسره منو، تاسو پرلت ختم کړئ.

 منظور پښتين پرلت ختم نه؛ بلکې يوه مياشت وځنډوله، چې په دا يوه مياشت کې به موږ په ټوله پښتونخوا کې جلسې، جلوسونه او مظاهرې وکړو، پښتون ولس به له ځانه سره ملګري کړو، ځکه چې دوى خو دا کار يوازې د مسعودو او قبایلو لپاره روان کړى وو، همدلته وه، چې  مسعود تحفظ مومنټ په پښتون تحفظ مومنټ بدل شو، موخې نورې هم پراخې شوې، ځکه چې پښتانه وايي (د قام ناتار په قام راګرځي) او منظور پښتين ړومبۍ چيغه په جنوبي پښتونخوا کې وکړه، ضلع شېراني درازنده استقباليه جلسه، د مارچ په نهمه نېټه د ږوب ولسوالۍ پراخه جلسه، په  سبا یې په کلا سيف الله کې لویه جلسه او هم په دغه ورځ د پشين  ولسوالۍ په خانوزى ښار کې جلسه، په ١١مه نېټه د جنوبي پښتونخوا ستر مرکزي ښار کوټه کې لويه جلسه او  د راروانې مياشتې يعنې د اپرېل پر ٨مه نېټه د لوى افغانستان د ژمي په پايتخت پېښور کې يوه لويه جلسه کېږي،  د پاکستان په تاريخ کې په ړومبي ځل په ٥٣ ښارونو کې په يوه ورځ لاريونونه احتجاجونه وشول، زموږ غوښتنه دا وه چې د پاکستان حکومت دې د پښتون تحفظ مومنټ نیول شوي کارکونکي نه تنګوي، لکه سردار عارف وزیر، ډاکتر شفیع مسعود او صادق اڅکزى دې خوشي کړي، او همدارنګه د ږوب، کلا سيف الله او کوټې د کیدونکې جلسې کټ شوي غير قانوني FIRs دي ختم کړل شي، اوس دا تحریک مخ په وړاندې روان دى، که د پاکستان چلوونکو د عقل پوهې څخه کار وانه خیست،  نو دا به دو دوى په ډېر تاوان تمام شي او دوى به په نړيواله کچه نور هم  پاتې راشي، دا خبره خو تر لمر سپينه ده چې د ظالم او د مظلوم په جنګ کې برياليتوب همېشه د مظلوم وي، نو دا جهان ته معلومه ده چې موږ پښتانه مظلوم يو.

زموږ د تحریک يوه بله مهمه برخه

د پښتون مترقي لیکوال ادبي ټولنې ډیره اسماعیل خان څانګې په پښتون لانګ مارچ کښې ډیر ښه رول وو، د ملګري شوکت عزیز وزیر ترانه  “دا څنګه ازادي ده” باندې پښتون پرلت ته یو نوې انرژي وبخښله.

انقلاب انقلاب انقلاب ازادي ازادي ازادي

موږ پښتون مترقي لیکوال ادبي ټولنې ته افرین  وایو.

د نقيب شهيد ذاتي ژوند

نقیب الله د منځنۍ پښتونخوا «فاټا» جنوبي وزیرستان مکين اوسېدونکى وو، په قام مسعود وو، د پلار نوم يې محمد خان مسعود دى، يو بل ورور چې تر نقیب الله مشر دى فريد الله نومېږي او په عربو کې په مزدورۍ بوخت وي، نقیب الله خپلې مورکۍ نسيم الله بللو، د نقيب الله واده شوى وو، دوې لوڼې او يو زوى هم لري، نقیب الله ډېر امن خوښونکى، نرم او خوږ ژبی انسان و، په خپل ژوند کې يې د ښو جامو انځورونو مېلو ځوانانو انځورګرۍ سره ډېره مينه درلوده، فیس بوک يې په ډېر تماشه انداز کارولو، چې ٢٥ زره فالورز لري، دلته په کراچۍ کې له تېرو اتو کلونو راهیسې په مزدورۍ بوخت وو، د هغه پلار محمد خان کاکا سره زما ډېر ملاقاتونه شوي دي، يو ورځ يې ډېرې قيصې راته وکړي د کاروبار په اړوند يې راته وويل چې نقيب الله خوږ سړى وو، پلار یې ویل چې نقیب الله مې  ډېر نه تنګولو، چې څه بې راوړ  مابه ورته وویل صحیح ده، بيا يې يوه ورځ راته وويل چې لالکه زه به د کپړو دکان راوباسم په مزدوري کې بچت نشته بيا څه پېسې ما ورکړې او څه بيا فريد الله ورله رالېږلې وې،  دوکان یې خلاص کړ، مياشت يې هم نه وه پوره شوې چې تورمخي راغلل، له ځان سره یې یوړ او مړی  يې د نورو په اوږو کورته راغی.

 محمد خان کاکا ډېر ښاغلى قبایلي مشر او غيرتي پښتون دى، بلکل لکه د مشال خان او ملالې يوسفزۍ پلارونه.

الله دې ټولو لر او برو پښتنو په سیمه کې سوله راوړي.

نوټ: دغه لیکنه په ننني افغانستان اونیزې کې هم چاپ شوې ده.