کور / سياسي / د سولې قېمت

د سولې قېمت

ليکنه: محمد روښان ښاد

سوله د ټولو غوښتنه ده، په دې کې هیڅ شک نشته، مګر سوله قېمت لري او د دغه قېمت په اړه ښه فکر پکار دی. موږ سوله غواړو، خو ایا د سولې د قېمت ورکولو ته هم حاضر یوو که څنګه؟

که چېرې افغانان د سولې په برخه کې اجماع ونه لري او هر یو انفرادي حرکت وکړي او له کمزوري موقفه د سولې مذاکراتو ته ور ګډ شي، نوباور دی چې بهرنیان، ګاونډیان او وسله وال طالبان به د سولې قېمت نهایت لوړ کړي، دومره به یې لوړ کړي چې خدای مکړه موږ به دېته مجبوره کړي چې له هغې سولې مخ واړوو، ځکه سوله باید موږ ته د نظام، قانون، ملي ګټو او ملي ارزښتونو په قېمت تمامنه نشي.

دې کې شک نشته چې سوله د ژوند دویم نوم دی، سوله کې د ټولو ژوند نغښتی، خو پوښتنه داده چې اول ایا هغه سوله چې په مذاکراتو کې یې موږ واحد دریځ ونه لرو او پردي او ګاونډي یې په اړه پرېکړې کوي او تصمیمونه نیسي، ایا دا تضمین شته چې دوی به موږ ته هغسې سوله تامین کړي چې موږ یې غواړو؟

دویمه داچې موږ د سولې په ګډون د هیڅ شي لپاره پر نظام، ملي ګټو او ملي ارزښتونو معاملې او جوړجاړي ته تیار نه یوو او نه هم د بهرنیو د سولې په بدل کې په دې هرڅه داوو وهلو ته اماده یوو.

ولسمشر غني تل ویلي دي چې سوله زموږ غوښتنه داده خو تلپاتې او باعزته سوله. له تلپاتې سولې یې موخه داده چې د سولې تر شا باید بل داسې بحران نه وي پټ چې خدای مکړه چې زموږ خلک یو بل جنګ ته امادګي ته مجبوره کړي، ځکه زموږ خلک نور له هر څه ستړي دي، دوی واقعي او تلپاتې سوله او ارامي غواړي ، مګر دغه ډول سوله هغه مهال راتللی شي چې حکومت مخامخ له وسله والو مخالفینو سره د سولې مذاکرات وکړي او سیاسیون د حکومت تر شا ټینګ ولاړ وي.

په دې کې شک نشته چې سیاسیون به په ځینو مواردو کې له حکومت څخه شکوې، ګیلې او حتی مخالفتونه ولري، مګر د ملي ګټو تقاضا همدا ده چې په مهمو مسایلو، تصامیمو او پرېکړو کې باید واحد لیدلوری او ملي اجماع موجوده وي.

موږ ولیدل چې مسکو ته د مذاکراتو مېز ته افغان سیاسیون له سلا او مشورې پرته ورغلل، مګر دوی نه له افغان ولس سره او نه هم له افغان حکومت سره په دې اړه سلا مشوره کړې وه او حتی په خپل منځ کې یې هم توافق نظر نه درلود او له همدې امله هغوی هلته په نهایت ضعیف موقف کې و، ځکه چې وسله والو طالبانو د مذاکراتو پلاوي دوی ته مخامخ هر څه وویل، حتی نظام یې غیر مشروع وباله او دوی یې پر وړاندې هیڅ ډول غبرګون ونه ښوده او له څو تشریفاتي خبرو مه واره نور یې داسې څه ونه ویل چې د افغانانو استازیتوب دې وکړای شي، نو له دې امله موږ باید د سولې په قېمت او دې ځان پوه کړو چې ایا موږ په کومه کچه او څومره د دغه قېمت ورکولو ته اماده یوو