کور / اقتصادي / افغان دولت د ازبکستان سره ګڼ اقتصادي هوکړه ليکونه لاسليک کړل

افغان دولت د ازبکستان سره ګڼ اقتصادي هوکړه ليکونه لاسليک کړل

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کي د ولسمشر ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وري میاشتې په ۱۱ مه نېټه د دوست هیواد ازبکستان له لوړ پوړي اقتصادي پلاوي سره چيمشري یې د یاد هیواد د بهرنۍ پانګونې او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي بدرالدین عابدوف کوله، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او زیاتوالي تر څنګ د ګمرکونو په چارو، نساجي، انرژۍ، کانونو، نفت او ګازو، ریل پټلۍ، سوداګري، ټرانزیټ، لوړو زده کړو او کرنې سکټورونو په تړاو په ولسمشرۍ ماڼۍ کي بحث او خبرې وکړې.

د مالیې وزارت سرپرست نوموړي پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ وویل: په وروستیو کلونو کي د افغانستان او ازبکستان دوه اړخیزه اړیکي په ځانګړي توګه په اقتصادي برخه کي د پام وړ پرمختګ راغلی او موږ د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پیاوړي کيدو غوښتونکي یو. نوموړي زیاته کړه: نن د افغانستان د نساجیو تاسیساتو د بیا فعالېدو، کانونو او جیولوجي، د دواړو هیوادونو د نړیوالو سوداګریزو خونو تر منځ د همکاریو په برخه کي درې هوکړه لیکونه او د دوه اړخیزه ګمرکي معلوماتو د شریکولو تخنیکي سند لاسلیک کيږي او دا هوکړه لیکونه د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو نوی څپرکی پرانیزي. د مالیې وزارت سرپرست د ازبکستان لوري ته د افغانستان په شمالي سیمو کي د نفتو ژورو څاګانو کیندلو، د برېښنا انرژۍ تولید او وېشلو، سوداګرۍ او ټرانزیټ، خصوصي سکټور ته د سوداګرۍ او صنایع خونې له لارې د یاد هیواد د همکاریو غوښتنه وکړه. همدا شان نوموړي، د دوست هیواد ازبکستان له مرستو څخه هم مننه وکړه.

د ازبکستان د بهرنۍ پانګونې او سوداګرۍ وزارت مرستیال د خپل هیواد د نېکو پېرزوینو د وړاندې کولو تر څنګ وویل، چي هیواد یې د افغانستان حکومت له ټولو پالیسو ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه، افغانستان او ازبکستان له هر بل وخته دوستانه اړیکي لري او د پراختیا په حال کي دي. مخکني او د نن ورځې هوکړه لیکونه د دې خبرې ښکارندویه دي. نوموړي د خپل هیواد په استازولۍ یو ځل بیا له افغانستان سره د خپلو همکاریو په دوام ډاډ ورکړ.

همدا شان په دې ناسته کي د یادو هوکړه سویو موضوعاتو ته د رسېدو په موخه د دواړو هیوادونو د پلاوو تخنیکي کاري ګروپونو هر اړخیز بحثونه وکړل.

د ناستې په پای کي د افغانستان او ازبکستان تر منځ د نساجیو تاسیساتو د بیا فعالېدو، کانونو او جیولوجي، د دواړو هیوادونو د نړیوالو سوداګریزو خونو تر منځ د همکاریو په برخه کي درې هوکړه لیکونه او د دوه اړخیزه ګمرکي معلوماتو د شریکولو تخنیکي سند لاسلیک سول.