کور / اقتصادي / ماليې وزارت: د کندهار، بلخ ، هلمند او پلخمري نساجي فابرېکې به بيا فعاله سي

ماليې وزارت: د کندهار، بلخ ، هلمند او پلخمري نساجي فابرېکې به بيا فعاله سي

د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان د نساجي شرکتونو د بیا فعالولو او د نساجي محصولاتو د تولید په موخه د ازبکستان د نساجي صنایع د ټولنې له رئیس سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وري میاشتې په ۱۱ مه نېټه د افغانستان د نساجي شرکتونو د بیا فعالولو او د نساجي محصولاتو د تولید په موخه د ازبکستان د نساجي صنایع د ټولنې له رئیس ښاغلي الهام حیدروف، سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دې هوکړه لیک له مخې به د بلخ، کندهار، پلخمري او ګلبهار ۷ تصدۍ او د نساجي شرکتونه به د ازبکستان هیواد په همکارۍ فعاله سي.

همداشان دواړو لوریو له خوا د پنبه دانې، د بلخ نباتي غوړیو او د هلمند بست تصدیو او د نساجي فابریکو د بیا رغونې په موخه شپږ میاشتنی تطبیقي پلان ترتیب سو. د یادو فابریکو د بیا رغونې سره به ۱۵۰۰ کسانو په شاوخوا کې په مستقیم ډول او ۵۰۰۰ کسانو ته به په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره سي.