کور / علمي / ادبي طرحه

ادبي طرحه

ليکنه: خالق رشيد

« مکې پناه رانه کړه ،

                             خو جرمني هغې راکړه  ! »

               د دنیا هرڅه، هره شیبه، هر رنګ اوترنګ تیریدونکی دی، خو یوڅه چې ورسره ملګري ویل کیږي، هغه دادي چې هیریږي نه! طبعیت او انسانان هم یوشان نه دي اونه پر یوه حالت باندې پاتې کیږي ، ددنیا او زمان سپیره سیلۍ ورپسې ده ،کله کله  داسې درب اودرز ورکوي چې کله څنګه اوکله څنګه  دواړه که دی وغواړي اوکه نه، ورباندې ویني، ښوونکي هم پوره شپیته کاله ډیرڅه ولیدل، ډیرڅه یې په ډیرو ژبو کې ولوستل ، ډیرڅه یې د انسان د پوهې او روښانتیا په خاطر نورو ته هم ورسول او هم مې وروښودل ،خو دادی اوس په داسې یوه پړاو باندې په داسې ځای اوزمان باندې ودرید چې نه وروسته سم ور ښکاری اونه مخکې ، وایي زه یوآواره یم ، یومسلمان آواره چې کورمې ، کلي مې اووطن مې راته سوراورشو، زه یو سوري یم ، زه یو عراقي یم او زه یو افغان یم  او یو مسلمان یم چې هرڅه یې راباندې وکړل، ویې وژلم ، ویې ستایم … جنت او شهادت یې را ته له یوموټي ډالرو سره په مخکې  کیښودل او قومانده یې راکړه چې درځه حورې اوغلیمان دجنت په دروازو کې له شیدو اوشرابو سره یوځای درته ولاړل دي …خوخپله یې له سنبل بویه چلتاروسره  په مرمرینو ماڼیوکې دهغو خیالي حورو پرځای د نازنینوپه مړوندونو باندې خوبونه نه پوره کیدل :

اوپوره مې نه کړې دځوانۍ خوبه  ….  

                 هو، زه له هغوی وم چې ترهغه ځایه ونه رسیدم، هغه لاره چې دوی راته ټاکلې وه ، هو، هغه دجنتونو او … هغه مې غلطه کړه اویوڅوخواخوږي داسې وو چې زه یې پرهغه لورپرنښودم … دخپل چوپړ په خاطریې له ډیرو ګرویږنو اوڅارنو وروسته چې ګواکي کوم قاتل خو به نه یم  راوستم او دلته یې دهغه پلاراومور پرځای ودرولم چې ترما دمخه یې کیسه ماته خلکو کوله او ویلي یې وو:

   « ما په یوه کوټه کې پنځه اولادونه لوی کړل ، ومې روزل خو اوس زما له پاره دهغوپه پنځو سرایو کې دیوې شپې تیرولو له پاره هم ځای نشته …

               هو، دیوه سرای ته ورغلم راته ویې ویل چې ځان ددې وطن په شان کړه، که نه زه درباندې شرمیږم … بل ته ورغلم په قهرمې ترې واوریدل  تا ماته څه کړي ؟  دریم ته ورغلم، راته ویې ویل : جین دې خراب دی ، زه دولې ښایسته نه پیداکولم ؟ … څلورم مخکې له مخکې یې خبر راکړی وچې له ماسره کارمه لره … زما ماشومان هم تا غوندې کیږي ، نه غواړم چې دوی هم تا غوندې شي…  او د وروستي پر دروازه لاسم نه وم  ورننوتی چې په اغزنه ژبه یې ترغوږ راتیره کړه، شپیته کاله دې په چټیاتوکې ضایع کړل ، انګریزي به دې زده کړې وای ، دانګریزانو نوکرشوی به وې ، اوس به دهرڅه خاوند وې، له ماسره هم ستا د ژوند دکرنتي نسخه نشته، ځه چیرې چې دې ښه هلته دې شپه !؟

              ما ښام تیاره و، چې ترې را روان شوم ، خو نه پوهیدم چې چیرې ځم … د چا کره ، له چا سره …  ای الله ؟ کوریې دښار پرلوړه باندې و، دټول ښار بي شمیره څراغونو ته مې په ځیرځیروکتل ،چې ټولو په مستیو سترګکونه راته وهل ، داسې چې نه پوهیدم راته خاندې اوکه راته ژاړي … څراغونو دټول ښارډیرې تیارې روښانه کړې وې ، خوزما د زړه دردمنې کوڅې ته یوه رڼآ هم نه راتله …  نه پوهیدم چې چیرې ولاړشم ، تردغو ملیونو څراغونو لاندې دپټې له پاره هم ځای نه و، ډبرین دیوال ته مې ډه ډه ورکړه ، چې د زاړه موبل زنګ مې په شرنګا شو، ترنګ ترنګ ، ترنګ …  زړه نا زړه مې ټڼي کیکښه ،  دیو چا غږ مې ترغوږشو :

ـ مایک د کلیسا ساتونکي …

ځواب مې ورکړ ، دنوی کال مبارکي مې ورته وویله … زریې ځواب راکړ:

ـ نن شپه دلته ډیرخلک راځي … راځه نن زما میلمه یې …

بس نیغ ور روان شوم ، زه اوهغه په یوه وخت کې دلته مهاجرشوي وو، هغه له اکراین څخه راغلی و اوزهم له …

  ورغلی وم  ، ما ښام تیاره و…  ور ورسیدم ، زما لاره یې څارله،  راته خوشاله شو، خو زما په اوتره ورځ  باندې دی نه پوهیده … ورسره پاتې شوم ، په شپه کې مې د آرامۍ احساس ورسره وکړ، نیمه شپه وه ، آرام پروت وم ، خپله ستړې ورځ را یاده شوه ، خپلې نا چارۍ ته سوچ ترخوب دمخه یو وړم … چې په همدغه شیبه کې مې د جرمني دمشرې  میرکل هغه وینا ترغوږ شوه چې دمسلمانو مهاجرو په اړه یې ویلي وو:

« موږ به خپلو ماشومانو ته ووایو چې سورې اوعراقي مهاجرو موږ ته پناه راوړه ، موږ پناه ورکړه ، په داسې حال کې چې مکه ترموږ دوی ته ورنژدې وه ، خو هغوی پناه ورنه کړه … »

اوما دیوه مسلمان په توګه ددغې خواخوږې  او رښتینې جملې په وړاندې دخپل اسلامیت او خپلې مکې !؟ دغریبۍ په وړاندې خپله ژړا تم نه شوای کړای … ؟؟؟

پای

ادمنتون ، کانادا

 د ۲۰۱۹ کال د جنوري  ۷

rasidan_g@yahoo.com