کور / راپور / د ناټو غړي هيوادونه پر افغان سوله خبري پيلوي

د ناټو غړي هيوادونه پر افغان سوله خبري پيلوي

سبا د پنجشنبې په ورځ به د ناټو په چوکاټ کي د بهرنيو چارو وزيران په واشنګټن کي د افغان سولي په تړاو خبري پيل کړی.

د ناټو عمومي مشر ينس سټونټلبرګ وايي، دوی به سبا په واشنګټن کي د افغانستان د سولي په تړاو سره يوځای سي او د په دغه هيواد کي به د خپل ماموريت د ارزولو په هکله هم خبري اتري وکړي.

نوموړي زياته کړه:”د بهرنیو چارو وزیران به د ترهګرۍ پروړاندې په مبارزه کې د ناټو پر رول او په افغانستان کې پر یوه سیاسي حل باندې هم خبرې وکړي”.

نوموړي وويل، چي دوی د افغان حکومت سره د ترهګرۍ ضد جګړه کي اوږه پر اوږه ولاړ دي.

د هغه په خبره، موږ په افغانستان کي د خپلو روزنکو شمېر زيات کړی دی، دا په دې چي طالبانو ته يو ښکاره پېغام ورکړو، چي جګړه هغوی نه سي ګټلای.

دا پر داسي مهال ده چي کېدای سي د دوو اونيو په ترڅ کي د قطر په پلازمېنه دوحه کي د طالبانو او امريکايي پلاوي ترمنځ د شپږم پړاو خبري پیل سي.