کور / راپور / نادري: په امنيتي ارګانونو کي ژوبل کسانو ته په ملکي برخه کي د کار اسانتيا برابروو

نادري: په امنيتي ارګانونو کي ژوبل کسانو ته په ملکي برخه کي د کار اسانتيا برابروو

د افغانستان د ملکي خدماتو کمېسون وايي، د درو ګونو امنيتي ځواکونو هغه منسوبينو ته به په ملکي ارګانونو کي  د کار زمېنه برابره کړي چي د دندي پر مهال ژوبل سوي دي او نور نه سي کولای چي په نظامي برخه کي خپلو دندو ته ادامه ورکړي.

ددغه کمېسون مشر نادر نادري تېره ورځ وويل، د دوی فزیکي وړتیا او غوښتنو ته په پام سره، په ملکي ارګانونو کي ورته د ملکي مامورینو په څېر، د کار کولو اسانتیاوې برابروو.

ښاغلي نادري تېره ورځ د کلني راپور د وړاندي کولو پر مهال د حکومت له ټولو ملکي ارګانونو هیله وکړه چي د کمېسیون د مقرراتو سره سم دې، د امنیتي او دفاعي ارګانونو ټپي سویو منسوبینو ته په خپلو ارګانونو کي د ملکي کارکوونکو په څېر، د دندو اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي وويل:”څه چي موږ د کمېسیون د صلاحیت په حدودوکي ترسره کړي، د وسله ‌والوځواکونو د اتلانو قربانیو ته په درناوي، کمېسیون هغه پوځیان چې د دندوپر مهال ئې د ټپي کېدو له امله نظامي دنده پرې ایښې او په ملکي ادارو کي د کارکولو داوطلب وي او اړوند تحصیلي سند ولري، کیدای سي په ملکي خدمتونو کي جذب سي.”

هر کال د وسلوالو سره په جګړه کي ډېری نظامي پرسونل ټپيان کېږي.

دغه منسوبين له افغان دولت څخه غواړي چي ددوی د ژوند د سمون لپاره بايد ددوی لاسنيوی وکړي.

د افغان اتلانو بنسټ په نامه مدني ټولنه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون دغه هڅه ستايي، خو ټینګار هم کوي چې د ملکي ارګانونو مسؤلین دغه تصمیم عملي کړي.