کور / #PTM / منظور پښتين: سهيلي پښتونخوا د پښتنو وطن دی، چي زموږ خوښه سي خاماخا به ځو

منظور پښتين: سهيلي پښتونخوا د پښتنو وطن دی، چي زموږ خوښه سي خاماخا به ځو

د بلوچستان حکومت یو ځل بیا پر منظور پښتین بندیز لګولی دی چې تر راتلونکو ۹۰ ورځو به یادې صوبې ته نه ننوځي.

تېره ورځ پاکستاني رياست د پښتون ژغورني غورځنګ پر مشر منظور پښتين سهيلي پښتونخوا ته پر ورتګ بنديز ولګوی.

پاکستانی رياست وايي، بنديز ئې ځکه لګولی چي منظور پښتين په خپلو ويناوو پوځ ته زيان رسوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان د پوځ دې پرېکړې ته په غبرګون کي وویل ، سیاست او تګ راتګ بنیادي انساني حقوق دي او ریاست له پښتنو څخه دا حق اخیستل غواړي.

منظور پښتین وویل ، “پښتونخوا د پښتنو وطن دی او په دې کي موږ د چا د نوټیفکشن ضرورت نه لرو ، چي کله زموږ خوښه سي خامخا به ځو.”

ده زیاته کړه چي “ که دوي مو نیسي که مو وهي ، دوي دې خپله باداري او خپل هغه د ظلم او جبر روایات پالي او موږ به خپله پښتونولي او تګ راتګ پالو.”

ښاغلي پښتي وويل، دا له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده او نړيوال بشري حقوقو ادارې بايد دې حالت ته پاملرنه وکړي.

 له دې وړاندي هم د پاکستان پوځي حکومت  د ۲۰۱۸م کال د دسمبر پر ۹مه نېټه  پر منظور پښتين جنوبي پښتونخوا ته پر ورتګ درې میاشتنی بندیز لګولی وو چې د روان کال د مارچ پر ۱۰مه پای ته ورسېدی.

په کوټه کې د بلوچستان بار کونسل وکیل اډوکېټ حبیب الله ناصر وايي، چې د حکومت له خوا پر منظور پښتین دا بندیز هیڅ قانوني جواز نه لري.

دوې ورځي وړاندي په پېښور کی د پي ټي ايم لخوا په رابلل سوې غونډه کي په لسګونو زره پښتنو ګډون کړی وو .

په پېښور کي د بي ټي ايم له لوري د ارمان لوڼي د څلوېښتمي ورځي يادغونډه

دا غونډه د پښتون ژغورني غورځنګ د مخکښ او فعال غړي شهيد ارمان لوڼي د څلوېښتمي ورځي د يادغونډي په مناسبت جوړه سوې وه.

په غونډه کي د پي ټي ايم مشرانو په جدي توګه د خپلو هلو ځلو ورکړي ته د دوام ورکولو ژمني تازه کړې او د ارمان لوڼي د شهادت په تړاو ئې د انصاف غوښتنه تکرار کړه.

ارمان لوڼۍ شاوخوا دوې مياشتي وړاندي په لورلايي کي پوليسو د اخ و ډب پر مهال شهيد کړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړې ثنا اعجاز وايي د پېښور په جلسه کي منظور پښتين د ارمان لوڼي د وژنې پرضد په بلوچستان صوبه کې د جلسو کولو اعلان کړی وو.

آغلې ثنا  اعجاز وايي:

“زه د يوې مبارزي په حېث د بلوچستان صوبې دا اعلاميه غېر قانونه ګڼم ځکه چي د پاکستان د ائین ماده ۱۵م دا وايي چي د ملک هر وګړی دا حق لري چي هر چرته لاړ سي تګ راتګ کولای سي، نو که دا رياست او حکومت موږ خپل وګړي ګڼي نو دا بندېز دې ليرې کړي”.

هغې زیاته کړه “د ائين ۱۶م ماده وايي چي هر څوک په پرامنه ډول راټولېدای سي او خپله غونډه يا جلسه کولای سي او د دې سره هر چاته د سیاسي تړون ازادي ده نو د بلوچستان حکومت دا بندېز غېر ائيني هم دی”.

د پي ټي ايم ملاتړي وايي، چي پاکستانی رياست د هغه کسانو ملاتړ کوي چي تشدد او ترهګري خپروي، خو د پرامنه کسانو غونډي نه سي زغملای.