کور / #PTM / د پوليسو مشر وويل، ارمان لوڼۍ ووژنئ

د پوليسو مشر وويل، ارمان لوڼۍ ووژنئ

د پښتون ژغورني غورځنګ د سختو هلوځلو په پايله کي د لورلايي پوليسو د ارمان لوڼي د وژلو مقدمه ثبت کړه.

دا مقدمه د عبدالقيوم له خولې ليکل سوی راپور دی، چي خپله عبدالقيوم هم د ارمان لوڼي د وژلو په پېښه کي ښکېل وو.

ارمان لوڼۍ شاوخوا دوې مياشتي وړاندي د لورلايي پوليسو د زورزياتي او اخ و ډب په جريان کي شهيد کړ.

کيڼ لوري ته شهيد ارمان لوڼی

عبدالقيوم وايي، ارمان لوڼی د فبروري پر دوهمه نېټه پر تحصیل روډ روان وو، چي کله عامه کتابتون یا پبلېک لایبرري ته ورسېدل، نو پولیس هم پسې ورغلل.

نوموړی په خپل اقرار کي وايي: “اې اېس پي عطاء الرحمان وپوښتل چي په تاسو کي ارمان لوڼی څوک دی؟د هغه د  پېژندلو سره یې ارمان لوڼی بېل کړ”.

هغه وايي، وروسته پوليس افسر وويل: چي ارمان لوڼی ووژنئ.

عبدالقيوم زياتوي: “پولیسو ارمان لوڼی د کلاشینکوپ په کونداغ سر ه کرار  وواهه، خو اې اېس پي عطاء الرحمن له پولیس څخه کلاشینکوف واخیست او ورته ئې وویل، زه وایم چې ویي وژنه”.

په راپور کي ويل سوي، چي عطاء الرحمن ارمان لوڼی پر سر او خېټه ډېر ټينګ وواهه، چي ورسره هغه بېهوښه سو.

عبدالقيوم وايي، چي د بېهوښۍ وروسته پوليسو خپل مشر ته وويل، چي لوڼی روغتون ته ورسوي، خو د پوليسو مشر د هغه د انتقال مخه ونيول.

هغه وايي: کله چي مو ارمان لوڼی امبولانس ته پورته کړ، د پوليسو مشر عطاء الرحمن زموږ د ګاډو مخ ته خپل موټر ودراوه او روغتون ته د تګ اجازه ئې نه راکول.

عبدالقيوم وايي، جي په همدې سره ارمان لوڼي روغتون ته تر رسېدلو څو شيبې وړاندي ساه ورکړه.

له دې وړاندي د لورلايي پوليسو ويلي وه، چي دوی ارمان لوڼی نه دی وژلی او نه ئې هم زورزياتی ورسره کړی دی.

د ارمان لوڼي د وژلو پر ضد په لر او بر پښتونخوا کي په پراخه کچه لاريونونه وسول، چي وروستی هغه ئې د مارچ پر ۳۱ نېټه په پېښور کي د شهيد ارمان لوڼي د څلوېښتمي ورځي په ياد غونډه وه، چي په لسګونو زرو پښتنو پکي ګډون درلود.