کور / راپور / ولسمشر غني د سولي په تړاو د خليلزاد او افغان سياسيونو سره کتلي دي

ولسمشر غني د سولي په تړاو د خليلزاد او افغان سياسيونو سره کتلي دي

ولسمشر اشرف غني نن په کابل کي د افغان سولي په تړاو د زلمي خليلزاد او افغان سياسيونو سره کتلي دي.

په دغه کتنه کي پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، ګلبدين حکمتيار، عبدالرب رسول سياف، کريم خليلي، محمد محقق او ګڼ شمېر نور سياسي مشرانو ګډون درلود.

په ليدنه کي د افغان سولي لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازي زلمي خليلزاد، د امريکا سفير او په افغانستان کي د ناټو عمومي قومندان هم ګډون لاره.

له ارګ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي په دغه غونډه کي د سولې روانو هڅو په تړاو بحثونه سوي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، افغان سیاسي مشرانو په غونډه کي د سولي بهیر په تړاو خپل نظرونه، لید لوري او اندېښنې شریکي کړې.

خبرپاڼه کي راغلي:

د ولسمشر او ډاکټر خلیلزاد په دغه غونډه کي یو شمېر سیاسي او جهادي شخصیتونو هم ګډون کړی وو. هر یوه شخصیت د سولې بهیر په هکله خپل نظر او وړاندیز درلود او دغه راز د سولې پروسې راتلونکو اقداماتو په اړه خبري وسوې. دغسې ناستې به نورې هم وسي او جزیات به ئې له ولس سره شریک سي. ”

زلمي خليلزاد له دې وړاندي هم د افغان سولي په تړاو څو ځلي کابل ته سفر کړی دی.

خلیلزاد تېره ورځ کندهار ته د سفر پر مهال وويل، د سولي د روانو خبرو په لومړیو پنځو پړاوونو کي هغه مسایل مطرح سوي چي طالبانو او د امریکا حکومت پورې اړه لري، خو له دې هاخوا پر نورو مسایلو هر ډول بحث کي باید افغان حکومت موجود وي.

خليلزاد پر داسي مهال د طالبانو سره د سولي په مذاکراتو کي د  افغان دولت د ګډون خبره کوي، چي طالبانو په وارو وارو ويلي چي له افغان حکومت سره خبري اتري نه کوي.