کور / شعر / د شپونکى شپېلۍ

د شپونکى شپېلۍ

محمد جان فنا

زه يم شپون او په دې ژوند مې افتخار دى

چه د خداى نبيانو  کړى زما  کار دى

زه لرم ښايسته پسونه ورى او مېږې

شنه واښه اغزى او بوټى مې ګلزار دى

زه د جګو غرونو سرکښى رمې بيايم

له پستۍ او ټيټ ژوندون نه زما عار دى

د تمام جهان شاهى به پرې ورنکړم

زما  کور او زما  ګور همدا  کوهسار دى

زه څښتن د لوړ همت يم پروا نه کا

چه د تن جامې شکېدلى نس مې خوار دى

پسونه ورى او ميږې ساتم له ليوانو

تنفر مې له ظالم او له خونخوار دى

د حيوان خدمت کوم چه لوړ انسان يم

ګوره رحم عاطفه زما شهکار دى

غږومه د (فنا) خوږې نغمې زه

چه شپېلۍ مې خورا ډېر شيرين  ګفتار دى