کور / راپور / د آلمان په برلین ښار کي د نوروز جشن و نمانځل سو

د آلمان په برلین ښار کي د نوروز جشن و نمانځل سو

په آلمان کي د افغانستان د لوی سفارت د فرهنګي آتشې د دفتر له خوا د نوروز جشن د نوروز د حوزې د هیوادونو افغانستان، تاجیکستان، ازبکستان، ترکیه، قرغیزستان، ایران، ترکمنستان، آذربایجان او د ۵۰۰ تنو افغانانو او په آلمان کې د میشتو نورو هیوادونو د اوسیدونکو په ګډون د برلین د ملي موزیم په تالار جوړ سو.

په دې جشن کې د فرهنګي آتشې د دفتر لخوا د افغانستان د فرهنګي ار تاریخي اثارو نندارتون هم جوړ سوی و. چې پکې دودیزې افغاني جامې، دودیز افغاني لوښي، تاریخي کتابونه د افغانستان د مختلفو سیمو انځورونه، افغاني میوې او نور محصولات لکه زعفران، پسته، بادام، ممیز، د آلو او زردالو کشتې، بادامي نقل ، غوز، وچ انځر او نور نندارې ته وړاندې سوي و چې د ګډونوالو ډیر خوښ سول.

د هنري پروګرامونه اجرا د دې جشن یوه بله په زړه پورې برخه وه چې پکي افغان هنرمندانو هریوه محترم استاد حیدر کمال جویا، اکلیل آدینه، امین جوینده،  امین رحیمی، او د اجمل فراهی  په مشرۍ د هیواد ګروپ د اتڼ ډلې پکې ښکلې سندرې او په زړه پورې اتڼونه اجرا کړل.

وروسته په جشن کي ګډون کوونکي هنرمندان د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل سول.

د جشن په پای کي د مراسمو ګډونوال افغاني دودیزې غذا ته راوبلل سول.

په آلمان کې د افغانستان د فرهنګي آتشې دفتر