کور / شعر / د بوډۍ ټال

د بوډۍ ټال

محمد جان فنا

د طاووس په شان رنګين د بوډۍ ټال يم

د جمال اسمان کښى زه ښکلى هلال يم

لوړ درشل زه د ښايست د نوبهار يم

د بهار د ښکلې ناوې ښکلى هار يم

زه رنګينه ښه تابلو د طبيعت يم

يو شهکار اعلى تصوير د حقيقت يم

يا د مځکى ښکلې پيغلې ته پيزوان شم

يا د ګلو غاړ کۍ زه د اسمان شم

د لمر وړانګې زما غشې زه  کمان يم

د ژړا تفسير د اوښکو ترجمان يم

د مرکز ټکى دانه محيط مې دام دى

ښکار مې زړه د مه رويانو خاص و عام دى

اتحاد او همرنګى د لمر رڼا  کړم

تجزيه د باران څاڅکى او رسوا  کړم

د ژړا باران چه توى د مخ په لمر شى

بوډۍ ټال د يار په وروځو  کښې تر سر شى

ښاپيرۍ زېړې او شنى ياسرې او سپېنې

ما کښې ټال خورى فرشتې او نازنينې

نارنجى، تور او ابى زيړ شين او سپين يم

د (فنا) ګلابى شعر غوندې رنګين يم