کور / هراړخیز / زلمى که سړى؟

زلمى که سړى؟

 ليکنه:سراج الدين سعيد

په دغه نږدي ورځوکى د يوه ملګرى کره ميلمه وم، هلته نور ملګرى هم وو. يو له هغو ځنى پخوا تر روغبړه په ګل و  ګلزارو پيل کاوه او ځان ىى له ما مرور وښايه. په زړه کى لږ څه خړ غوندى شوم. ما ويل هسى نه چه دې ورور ته کومه پېښه نه وى ورپېښه او زه ترې خبر نه يم. خو چه تپوس مى ځنى وکه، راته وې ويل: ښه دا تا ولى زما د مقالې په هکله څه ونه ليکل؟ الله اکبر! دا زموږ هغه ښاغلى او پوه ځلمى دى چه تر هرچانه مو زياته تمه ورته وه. څومره انسانيت، څومره خودخواه؟! تاسى و وايى دا نو څه ګناه ده چه سړى به پرې له يار اشنانه مروريږى او ګرموى به يې؟

ښه هغه کوم کار دى چه يواځى په زلمو پورى اړه لرى او نور ځنى معاف دى؟ زلمى چاته وويل شى؟ د زلمو د پوهى د پاره  کوم معيار شته او  که په تشو خبرو سړي د ځلميتوب د مرتبى پوړوته رسى؟ بيا خو دا ويل په کار دى چه د زلمو د تخصيص وجه څه ده؟! او داسى خلکو ته چه له هغو ځنى د لويو لويو او د ښو اعمالو تمه کيږى، زلمى ووايو ښه دى که سړى؟ … زمونږ درست ځلميان (د دې ملګرو په تعبير) په شمار لس تنه نه دى او چه بيا دى هغه د خودخواهۍ او خودپرستۍ په چپو کى لاهو دى او نوره تمه ترې نه نشى … زمونږ ځلميان پخوا تر هرڅه خپله هوسايى، ښه لويى ماڼۍ، غټ منصبونه غواړى او پرته له دې، کومه آرزو او بل کوم نصب العين نه لرى. دوى وايى: زه له هغه بډى خور حاکم او رشوتى ميرزانه په څه کم يم چه هغه دى هوسا او بداې وي، چړچى دى کوى او زه دى کور په کرايه مومم؟ د هغه کوردى د قالينونه ډک وى او زما دى تغرى هم نه وى. زه پخپله چه د ځلمو د پښو خاورى هم نه يم، تسل په دغه رنځ، رنځور او په دغه غم غمجن يم، څوک چه سرګروى حتماًَ ترينه تمه شى، وايم خبرى مى بى پيسو نه کولى.

قالينى ماڼۍ او نور تجملى ژوند خو څه ضرورى امر نه دى او نه هغه سړى په قالينو، په ماڼۍ او په باغچو سړى کيږى، او نه دى په ساده ژوندون د سړيتوب د معيار نه راتېتيږې. چه زلمى مو داسى وى، نور به مو لاڅه وى؟ اصلى خبره داده چه پښتنو انسانى او اخلاقى ژوند ته شاکړى او د خودغرضۍ په لومه کى داسى نښتى او د غفلت په درانه خوب داسى ويده دى چه د اسرافيل په شپېلۍ به هم راپا نه څى. هو! پښتانه د خپلو شخصى منافعو او اغراضو ليواله دى، هغوى ته پرته د شخصى منافعو، نور څه ضرورى او انسانى حاجات نه ښکارى. يوه ګاوندى کړه به يې مړى، بى کفنه پروت وى، د ده به پرې زړه نه پخېږى او د خپلو چړچونه به لاس نه اخلى. يو خوار به د ‌ظالم د متروکو لاندى چغى وهى، همدردى خو ورسره نه لرى، خاندى په هم نور پورى. هغه قاميت چه (يوم يفرالمرء من …) هغه دلته دى پلار له زويه، زوى له موره بېزار دى. د ورور پر ورور څه نه لوريږى، لوى کمکى ته بډې وهلى ځامن د اۤبا د مرګ په تمه ناست دى او ميراث ته يې د هغه سترګى نيولي، هر يوه بل ته نيت بد کړى. په غم يى خوشحالېږى، خوشحالى يى د ځان غم ګڼى. د يوه قام چه اخلاقى ميعار دومره تيت او عواطف يى د صفر درجى ته راکښته شوى وى، د هغو زاړه زلميان، ټول يو شانته بى درده او بى احساسه وې. زلمى به په علم تر ارسطو لا اوچت شى، خو اخلاقى معيار به يى هغه قومى معيار وى. ځه! دا مو واټکلوله چه د تعليم په وجه د سړو په اخلاقو کى بدلتيا راځى خو په يوه هيواد کى چه ښوونکى يى ناقص وى، هم ځان او هم بل غلوى، کتابونه غلط کښل کېږى او بيا هم هغسى غلط بهر ته راوځى او خپريږى، نو بيا هلته      زده کړه په څه حاصله شوه او د پوهانو په نسبى ډول، عامو وګړوته هر يو بوعلى دى خو له بده مرغه، پرهغو د فردى اغراضو سلطه زياته ده. يو خو له دې کبله چه دوى هر يو بوعليان دى، بل له دې وجهى نه چه خودغرضى په کى قومى مميزه ده، نو زما په  خيال، ځلميان زمونږ د قومى درد او عمومى رنځ دواکيږى نه. مونږ ته مازى سړى په کار دى، داسى سړي چه زړه يى په ګوګل کى تشه د غوښو بوټۍ نه وى، بلکه د بشپړ درد او احساس خاوند وى. د قام په خوږ، خوږ شى، د نورو غم خپل غم وبولى د يتيم او د کنډى پر حال متاثر شى د وږو بر بنډ و حال دى وژړوى او خپله مرسته ځنى و نه سپموى، د يوه ورور مال ته يى سترګى نه وى نيولى، رخه په کى لږه، ايثار په کى زيات وى، هيواد خپله شخصى خونه و نه ګنى او دغسى چه دخپلى خونى د خپل انګړ سينګارته يى مينه او توجه وى، د مينى زينت او سينګار ته هم هڅه ولرى، دايى هيڅکله خوا خاطر ته رانه شى چه زه کوډله نه لرم او هغه بل لويه ماڼۍ، هرته باغچه لرى، کور کى يى قيمتى قالينونه غوړيدلى دى، زه ولى اړ او هغه څله هوسا دى؟ دى بايد د ورور هوساىى خپله ارامى وګڼى او د هغه جګى ماڼۍ د وطن د تجمل او تمدن سټه وبولى. هو! مونږ ته له هرڅه نه زيات، سړى په کار دى. سړى په تش تعليم نه سړى کيږى، بلکه بايده دى د چسنى د لوښى په شان څو پېړۍ پرې تيرى شى چه د قومى اخلاقو خټه ښه سره واغيږى او بيايى خميره کاندى. د يوه قام د تطور د پاره، لږ تر لږه درې څلور سوه کاله په کار دى. زمونږ ژوند لا تراوسه پشړ قبايلى ژوند دى. د قبايلى ژوند نتيجه، اختلاف اميال اذواق تخالف استعدادات دى. يوه پلا خو دا په کار دى چه قام د قبايلى ژوند د کندونه راووځى، سره راټول شى، يو تر بله خوښى سره وکاندى، وروسته له هغه بيا يو قومى عامل او قوى سلطه په کار ده چه يى قهراًَ يوه نصب العين ته ورڅيرمه کاندى او د يوه ښه او عام تعليم او تبليغ په وجه له هغه نه قومى او ملى نصب العين جوړ کاندى. سړى هله سړى کيږى چه له مادى او فردى خواهشاتونه مجرد شى، خپل ځان هيرکاندى او خپل ځانى اميال او غوښتنى په قومى ضرورياتو پورى وتړى.  که يوه دکاندار پر حلالو منافعو قناعت وکاوه او په تله کى يې ډندى ونه وهله، که يوه پوليس پرته له خپلى وظيفى، نور زور زياتى و نه که، که يوه ميرزا د عارض کار په نن او صبا، دوې مياشتى و نه ځنډاوه، که يوه مامور د څو پيسو د پاره  له دوو سوو ميليونه لرى خلک د باقياتو په پلمه، دفتر تا راونه بلل، که يوه مدير خپله وظيفه څرنګه چه ده ته ورسپارله شوې ده، تر سره ورسوله، که يوه حاکم د روپيو په تمه د ظالم خوا و نه نيوله او حکم يې سم د عدالته سره نافذ کړ، که يوه ليکوال يوه مقاله شل ځايه خرڅه نکړه او بيايې پر سلو نورو احسان ونه اچاوه، که يوه دوا خرڅونکى د نسخې قيمتى او اساسى جزء و نه سپماوه او بيايې د هغه جزء قيمت يو پر دوه وانه خيست، که يوه داکتر د خودفروشى او لويۍ په وجه د رنځورداره سره بده وضعه ونه کوله او فيس يې تر مقرره اندازى زيات وانه خيست او بيايې زيات پر فيس د دواخانونه  کميشن ونه غوښت، که يوه اشنا پرخپل دسترخوان راغونډ شوى اشنايان پر خپله ‌مدحه مجبوره نه کړل، هغه سړى او د وطن شاه زلمى دى.

۱۳۲۶ل