کور / راپور / د بهرنيو چارو وزارت: د عمران خان څخه مو بيا د موقت حکومت د خبري کولو تمه نه لرل

د بهرنيو چارو وزارت: د عمران خان څخه مو بيا د موقت حکومت د خبري کولو تمه نه لرل

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چي د پاکستان د لومړي وزير عمران خان څخه مو دا تمه نه لرل، چي په افغانستان کي دي د مؤقت حکومت په هکله بيا څرګندوني وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، عمران خان په دريم ځل بيا د افغانستان په هکله غير مسؤولانه څرګندوني کړي دي.

دا په داسې حال کي ده چي عمران خان تېره ورځ په یوه غونډه کي د درېیم ځل لپاره په افغانستان کي د موقت حکومت وړاندیز یو ځل بیا تکرار کړ.

د بهرنیو چارو وزارت، وايي د صدراعظم عمران خان څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره مداخله ده او افغان حکومت ئې په کلکه ردوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د شنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۱۷مه» په يوې مرکه کي له پاکستان څخه وغوښتل چي افغانستان ته د یو خپلواک هېواد په توګه احترام وکړي او په دې اړه د نامسؤولانه څرګندونو څخه ډډه وکړي.

نوموړي زیاته کړه:”موږ هیله من یو چي عمران خان د افغانستان په اړه له غیر مسؤولانه څرګندونو ‌څخه ډډه وکړي او په افغانستان کي د لاس وهني پالیسي ختمه کړي، د افغانستان ټولو متحدیانو د افغانستان په اړه د عمران خان ورته څرګندونې مخکې هم رد کړي دي.”

افغان حکومت د عمران خان د ورته څرګندونو په غبرګون کي د روانې وري میاشتې پر ۸مه نېټه په کابل کې د پاکستان د سفیر مرستیال احضار کړ او له پاکستان څخه ئې خپل سفیر هم کابل ته را وغوښت.

په افغانستان کي د موقت حکومت په اړه د عمران دوهم ځلي څرګندونو ته په کابل کي د امریکا سفیر جان بس د نوموړي څرګندونو ته په غبرګون کي په خپل ټویټر په کنایه آمیزه توګه لیکلي وو چې د کرکټ یو شمیر تکتیکونه د سیاست په میدان کي مناسب چلند نه‌لري.

عمران خان له دې وړاندي هم دوه ځلي په افغانستان کي د موقت حکومت د رامنځ ته کولو وړانديز کړی وو.