کور / راپور / جلال اباد: چاودني ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده

جلال اباد: چاودني ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده

نن په جلال اباد ښار کي يوې چاودني درې ملکی وګړي وژلي او ۱۹ تنه نور ئې ژوبل کړل.

چاودنه نن سهار لس بجې د جلال اباد ښار د څلورمي ناحيې په څلوېښت متره سړک کي رامنځ ته سوې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼی وايي، چي په دغه چاودنه کي دوې مېرمني او يو سړی وژل سوی او ۱۹ تنه نور ژوبل دی.

نوموړي وايي:”د دوو پرلپسې چاودنو له امله یوه دوه ویشت کلنه نجلۍ،یوه څلوېښت کلنه میرمن او یو بل ملکي وګړی شهیدان سول،همدا راز د څلورو میرمنو او دوو ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه نور ټپيان سوي.”

د هغه په خبره، دغه چاودنه د سړک غاړې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله رامنځته سوې ده.

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، چي د پېښې په ټپیانو کي، څلور مېرمنې، دوه ماشومان، پنځه د پاخه عمر سړي، درې سرحدي پولیس، دوه پولیس ټرافیک او درې د ملي امنیت کارمندان هم شاملي دي.

خوګیاني زیاته کړه چي ټپیان د درملنې لپاره روغتونو ته انتقال سوي چي د دوو تنو روغتیايي حالت نازک ښودل سوی دی.

سیمه ییز چارواکي وايي، چي په دې وروستیو کي د دغه ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیرو او نورو سیمو کي د داعش او نورو مخالفینو په مرکزونو ځمکني او هوایي بریدونه زیات سوي، چي له امله ئې دوی غواړي، په مرکز کي د ځینو پېښو په تر سره کولو سره تبلیغاتو ته زمینه برابره کړي.

په دې وروستيو کي په جلال اباد ښار کي چاودني زياتي سوي دي، چي له امله ئې دولتي سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګژوبله زياته سوې ده .