کور / راپور / امريکا غواړي د ايران سپاه پاسداران د ترهګرو نوملړ ته ور اضافه کړي

امريکا غواړي د ايران سپاه پاسداران د ترهګرو نوملړ ته ور اضافه کړي

د رويټرز خبري اژانس د امريکايي چارواکو له خولې يو راپور خپور کړی دی، چي وايي، امريکا غواړي د ايران ځانګړي ځواکونه (سپاه پاسداران) د ترهګرو نوملړ ته ور واچوي.

ايران تراوسه د دغه راپور په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا ئې ويلي وه، چی که امريکا دا ډول ګام پورته کړي، نو پر وړاندي به ئې ايران سخت غبرګون وښيي.

د رويټرز خبري اژانس وايي، چي احتمال لري د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د رواني اپريل مياشتي پر اتمه نېټه د سپاه پاسداران ځواک د ترهګرو نوملړ ته ور واچوي.

دغه امریکایي چارواکو دنوم نه ښودلو په شرط رويټرز ته ویلي، چي دسپاه پاسداران ځواکونو په  سوريه کي دیاغیانو پر ضد دبشارالاسد دحکومت ملګرتیا کړې ده،په لبنان کي ئې هم دحزب الله تنظیم فعالیتونو کي مرسته کړې  او په  فلسطین کي ئې دحماس ډلي سره کومکونه کړي دي.

له دې وړاندي هم امريکا د سپاه پاسداران ځيني چارواکي د ترهګرو تور نوملړ ته ور اضافه کړي دي.

برتانوي خبري شبکه بي بي سي وایي دوه کاله وړاندې دسپاه پاسداران ځواکونو مشر محمدعلي جعفري دامریکا ددا ډول ممکنه پرېکړي په غبرګون کي ویلي وه، چي که  امریکا دایران دسپاه پاسداران ځواکونه ترهګرو ليست ته ور اضافه کړي نو ایران به هم په ټوله نړۍ کي امریکایي ځواکونه دداعش په څیر وګڼي.

د ايران د سپاه پاسداران يا انقلابي کارډ ځواکونه ددغه هيواد د ترټولو ځواکمن دولتي ارګان دی چي د همدوی په مټ د ايران بهرنی سياست او کورنۍ چاري پرمخ وړل کېږي.