کور / راپور / ولسمشر غني: د سولي مذاکراتي ټيم لپاره هغه کسان نه ټاکل کېږي، چي د نظام پر ضد خبري کوي

ولسمشر غني: د سولي مذاکراتي ټيم لپاره هغه کسان نه ټاکل کېږي، چي د نظام پر ضد خبري کوي

د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د مذاکراتي ټيم ټاکلو او په قطر کی د راتلونکي غونډي د اجنډا او استازو ټاکلو لپاره نن د مصالحې عالي شورا په ارګ کي خپله لومړۍ ناسته وکړه.

د مصالحې عالي شورا دوې مياشتي وړاندي د ولسمشر اشرف غني په حکم جوړه سوه.

په دغه ناسته کي پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي رهبرانو عبدالرب رسول سیاف، اسماعیل خان، سیاسي مشرانو، د مدني ټولنو استازو، علماوو، مېرمنو او یو شمېرو نورو کسانو ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کي به د طالبانو سره د سولي مذاکراتي ټیم لپاره غړي وټاکل سي.

په دې هکله له ارګ څخه په خبره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د مصالحې عالي شورا به په دې غونډه کي د طالبانو سره په قطر کي د دوهمي ناستي لپاره اجنډا او ګډون کوونکي استازي وټاکي.

يادي غونډي ته افغان ولسمشر اشرف غني په خپله وينا کي وويل، چي د مصالحې عالي شورا له ډېرو مشورو وروسته جوړه سوې ده او لومړۍ ناسته ئې له دوه میاشتو خبرو اترو وروسته لومړی ځل ترسره کیږي.

نوموړي وویل، چي په دغه غونډه کي به د طالبانو سره د سولي خبرو او د مذاکراتي ټیم ټاکلو کي مهمې پریکړي وسي.

اشرف غني په خپله وينا کي وويل، چي د سولي په مذاکراتي ټيم کي هغه کسان نه ټاکل کېږي چي د نظام او ولسواکۍ پر ضد خبري کوي.

ښاغلي غني وويل: “طبعا، په دغه ناسته کي د ټولو مشرانو خوښه ده چي په کوم ډول او په کومو معیارونو د مذاکراتي ټیم لپاره غړي ټاکي، خو هغه معیارونه چي په تېرو میاشتو کي افغان ولس راسره په مشورو کي شریک کړي دي، هغه ته باید جدي توجه وسي. مثلا، د هغه افرادو له ټاکلو څخه دې ډډه وسي چې په واضح ډول د تېرو اتلسو کالو د لاسته راوړنو پر ضد ږغېږي، د نظام پر ضد ږغېږي او د ولسواکۍ پروسې پر ضد ږغېږي.”

ښاغلي غني زیاته کړه، چي مذاکراتي ټیم باید د افغانستان نویو واقعیتونو ته په کتو د ښځو، ځوانانو، مدني ټولنې او نورو استازیتوب وکړای سي.

ولسمشر غني ویلي، د ویاړ او خوښۍ ځای دی چې د افغان دولت تر چتر لاندې سیاسي مشران، حکومتي چارواکي، جهادي رهبران او د ټولنې نور استازي د افغانانو پاکو هیلو پوره کېدو لپاره یوځای په اتفاق په یوه لیکه کې راټول سوي او مهمي پریکړې کوي.

تمه ده په راتلونکې اونۍ کي په قطر کي د طالبانو او افغان استازو ترمنځ مخامخ خبري اتري وسي.