کور / راپور / ايران: د کښتۍ جوړولو فابريکه کي چاودني درې تنه وژلي دي

ايران: د کښتۍ جوړولو فابريکه کي چاودني درې تنه وژلي دي

د ايران دولتي خبري اژانس فردا نيوز وايي، چي په بندر عباس کي د کښتۍ جوړولو په يوې کارخونه کي د چاودني له امله درې تنه وژل سوي دي.

د راپور له مخي ياده پېښه د بېټرۍ د چاودني له امله رامنځ ته سوې او وژل سوي کسان درې تنه انجينران دي چي په همدې فابريکه کي ئې کار کاوه.

دغه فابريکه د ايران د دفاع وزارت اړوند ده چي په دفاعي چارو لپاره کښتۍ جوړوي.

چاودنه د شهید درویشي د کښتۍ جوړوني په فابریکه کي سوې ده.

ایران د ۱۹۹۲ کال راپدیخوا خپل اکثریت دفاعي تجهیزات دننه د هیواد په فابریکو کي جوړوي.