کور / راپور / شاه محمود قريشي: کېدای سي هند بيا پر پاکستان بريد وکړي

شاه محمود قريشي: کېدای سي هند بيا پر پاکستان بريد وکړي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي، چي هند په نژدې راتلونکي کي پلان لري چي پر پاکستان بريد وکړي.

نوموړي چي تېره ورځ په ملتان کي يوې خبري غونډي ته وينا کول وويل، کره مالومات لري چي هند غواړي د رواني اپريل مياشتي له ۱۶ څخه تر ۲۰ نېټې پوري پر پاکستان بريد وکړي.

د هغه په خبره، موږ دا خبره ځکه کوو، چي نړۍ خبره کړو، چي هند غواړي پر پاکستان بريد وکړي.

له دې وړاندي د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم ويلي وه، چي په هند کي د ټولټاکنو وړاندي کېدای سي دغه هيواد پر پاکستان بريد وکړي.

شاه محمود قريشي ويلي، چي که پر پاکستان بريد وسي، نو دوی به هم ورته ځواب ورکړي.

تردامهاله هند د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير د څرګندونو په هکله غبرګون نه دی ښودل، خو له دې وړاندي هندي چارواکو ويلی وه، چي له دې وروسته به هند د ترهګرو ځپلو لپاره هرځای ځي او د هغوی پټنځايونه به په نښه کوي.

دا پر داسي مهال ده چي فبروري مياشتي پر ۲۶ نېټه هم هندي جنګي الوتکو د پاکستان پر ځينو سيمو بمبارونه وکړل.

د هند او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالی وروسته له هغه زور واخيست چي کله د روان کال د فبروروي پر ۱۴ نېټه په هندي کشمير کي يو ځانمرګي بريدګر د هند ۴۰ پوځي سرتېري ووژل.

ددغه بريد پړه پاکستان ميشتي ترهګري ډلي جيش محمد پر غاړه واخيستل.

له بريد وروسته هند په پاکستان کي د جيش محمد ډلي پر ستر مرکز بريد وکړ او په ددغه ډلي په لسګونو وسلوال ئې ووژل.