کور / راپور / عمر داودزی: د خليلزاد سره ناسته کي ځيني پوښتي حل سوی، خو لا هم شکونه سته

عمر داودزی: د خليلزاد سره ناسته کي ځيني پوښتي حل سوی، خو لا هم شکونه سته

د سولي د عالي شورا د دارالانشاء مشر عمر داودزی وایي، چي د امريکايي استازي زلمي خليلزاد سره ئې د ليدنو کتنو په ترڅ کي ډېري پوښتني حل سوي دي، خو لا هم ځيني شکونه پر ځای پاتي دي.

عمر داود زي تېره ورځ يوه خبري کنفرانس ته په خبرو کي وويل، چي په افغانستان کي د سولي د ټينګښت لپاره د لويي جرګې د جوړلو هڅي په خورا چټکۍ رواني دي او ترڅو چي په لويه جرګه کي د افغان ملت نظر نه وي اخيستل سوی د طالبانو سره په قطر کي خبري بې ګټي دي.

دا پر داسي مهال ده چي له دې  وړاندي د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د افغان سولي لپاره د امريکا پر استازي زلمي خليلزاد تور پوري کړی وو، چي غواړي د طالبانو سره د سولي په مذاکراتو کي افغان دولت څنډي ته کړي او خپله خليلزاد د يو موقت حکومت په رامنځ ته کولو سره شخصي امتيازات واخلي.

عمر داودزي د يوې پوښتني په ځواب کي وويل، چي د زلمی خليلزاد سره ئې د خبرو له لاري ډېري پوښتني حل سوي، خو لا هم ځيني پوښتني سته چي حل ته اړتيا لري.

د عمر داودزي په وینا “امریکا سره ښې اړیکي اړيني دي او د ښو اړیکو لپاره د معلوماتو شریکول حتمي دي”

هغه وویل، د طالبانو سره په قطر کي د ناستې په اړه د لویي جرګې وروسته خبري کېږي، ځکه تر لويي جرګې مخکي به د قطر ناسته ګټوره نه وي.