کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ميږي الوتا دمرګ زيری دئ !

د ميږي الوتا دمرګ زيری دئ !

پښتانه وائي مېږی چي کله وزر وکړي نو مرګ ئې را نيژدې شي .

زموږ په وطن کي اوس د امريکايانو او روسانو رنګارنګه  پروژې و ميدان ته راوزي . شپږ کاله تیر شوه په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکو د شتون لړی دوام لري او په د ننه کي نوي فاجعې را ته زېږوي  .  هغوی د شمال جنګ سالاره جنایت کاران  پرځان راټول کړي او په کابل کي يې د تاريخ يوه تر ټولو فاسده او بدنامه اداره  را ته جوړه او د ټول ملت په سترګو کي د ډيموکراسۍ په نامه خاوري پاشي. د ټول افغانستان څخه  يې د خپلو وسلو د کارلو لابراتوار جوړ کړیدی . لږه کي هم پر شا ټکوي او هم يې و جګړي ته آماده کوي   . د پاکستان هم ملاتړکوي او د افغانانودا هم .. خو په همدې ملاتړ کي بيا و بمباريو ته دوام ورکوي  ناوي اوزومان، ښځي ماشومان مو را وژني . دلوی شيطان څو مخي بازي را روانه ده . په دې لړ کي يې ساده افغانان د ډيموکراسۍ په نامه يا په ۱۰۱ ګوندو پسې رهي کړي دي، يا ئې په تارياکو اخته کړي او يا هم درګرده کانډومونه په  ورکولو خپله آزاده دنيا معرفي کوي !

خبره په هيواد کښي ددې څو اونيو په ډراماټيکو پرمختياو باندي ده . محقق د کوچيانو د پلرنيو مځکو نه د نه شړلو په خاطر غذایی اعتصاب وکړ، هزاره ګانو په ټوله بهرنيو هيوادو کي اعلاميې صادري کړې . هزاره ګانو مظاهرې وکړې اولا نور ډیر څه غواړي . کوچيان  د خپل پلرنيو مځکو نه د کرزي په امر موقتاْ وشړل شوه .  پدرام رامخته شو پښتانه او د ټولو افغانانو مشرانو او غازي امان الله خان ته ئې سپکي سپوري و کړې . دبلي خوا بيا پښتانه د تروریست او طالب په نامه ځپل کيږي او لويه منصوبه ورباندي جوړه ده  آيا دغه ټول خوشي چټي خبري دي او که دډیموکراسي په نامه د نويو نخشو د تطبيق آغاز دی ؟

خلاصه د پای خبره به دا وي چي :

دا هرڅومره چي  شیعه ګان او هزاره ګان او دا نور لږه کي  پورته اوکښته شي  او ددې  بدي ورځي نه چي هيواد ور سره خامخ دی دهغه څخه تر حد زيات ګټه واخلي او  اضافه روي وکړي، نو دا  لا و هغوی ته د نورو بدو ورځو زيری ورکو ي . دا واقعيت که څوک مني که ئې نه مني په دې  وطن  کي پښتانه لوی اکثريت دی او د يورنډ ها خوا پښتانه  هم زموږ خپل وجود دی، دا سيمه سور اور دئ! دلته بې له پښتنو د غوښني برخي پرته هيڅوک سمه ورځ نشي ليدلای . په مذهبي لحاظ که ئې هم را واخلې نو سنيان  بيا دلته قاطع اکثريت لري .پر پښتنو باندي  د شیعه ګانو دغه اوسنۍ تهاجم او په هغوی باندي  ملنډي وهل  دا دښمن يوه پروژه ده .  د پدرام  دغه وروستۍ فتنې  او دهغه ملي ضد خبري ددې خبري په پام کي نيولو سره چي په شمال کي د هغه د خبرو غندنه و نه شوه او کوم عکس العمل ورباندي ښکاره نه شو نو دا بيا بله پروژه ده  .  د شمال  ائيتلاف چي تور مخي ببرکارمل او د هغه ورورمحمود بريالي صرف د پښتنو د ځپلو دپاره جوړ کړ اوس پخپلو کي يو د بل  سايه په توره وهي  دا په مجموع کي بله پروژه ده. دلته قوم بازۍ، سمت غوښتنه  او د دين حساسيتونه تر عراق لا زيات و ډېرو خونړيو انفجاروته لاره پرانيستلای شي چي دا بله پروژه ده  . په دې انفجارو کي به امريکه او اروپائي اتحاديه او ناټو او همدا رنګه روسيه، ايران او پاکستان د خپلي  راتلونکې سټراټيژۍ د تحقق د پاره  پيلانونه په نظر کي ولري او د دغو لانجو په تحريکولو او غټولو کي به دلته د خپل شتون اوږدېدل او لاس وهل وغواړي خو دا چي دهغه نه به څه راوزي دا به  و راتلونکي ته پرېږدو .

 په هر حالت  د هزاره ګانو اونورو دغه اوسنی تشکل او د هغوی بلند پراوزۍ دا  د هغو په ضرر تماميږي . ددوی ګټي د پښتنو سره په دوستي کي پرتې دي . پښتانه به اوس څه نه وائي خو محقق او د هغه جنايت کاره ډله به دخپلو جنايتو  حساب کتاب  ضرور ورکوي .  د هزاره ګانو دغه اوسنۍ دقدرت په ظاهره  نمايش او د پدرام تحريک آميزه تهاجم  دا د دوی نمایش ندئ، دا د سيمه ائزي آخوندانو او د روسي لویی غوښتونکو د راتلونکو نخشو نمايش وو چي د هزاره ګانو او نورو بشري جنايت کارانو په جنايت کاره رابرانوئې غواړي و خونړيو  مراحلو ته  را کش کړي ، خو دغه رابران، جنګي جنایت کاران دي هغوی  وځانته برأت نشي تر لاسه کولای   . پدرام خېلان به هم خپل ځانونه و شرموي او ددې ټولني څخه به  جارو شي .

پښتانه که په هره عقیده او مسلک  وي که سره يو نه شي نو زموږ ټولنه د د پاکستان غوندي د اسلام په نامه نشي را ټولېدلای!  . اسلام خو بې له شکه د افغانانو دين دئ خو نن کشتمند د هزاره ګانو د حزب وحدت د رهبرۍ غړۍ دئ او پرچميان ئې هم د هغه په دفاع کي په مارکسیستي ایدیالوژي  پر خپل ځان باندي راغونډ کړي دي او د اسلام ناري هم ور باندي وهي . همداشاني مختوری دستګیر پنجشیری او دهغه امثال د جمیعت اسلامي او د نظار د غلو د شورا غلامي کوي او د ماسکو په امر دزا متکشان هندوکش سر به فلک کشیده نارې هم ورسره هي . همدا رازی جنايت کاره او بېناموسه دوستم او نور لنډه غران ئې ټول په خپلو کي بس د پښتنو پر ضد يو دي . خو پښتون لالا ته په کار نده چي  د خپلو وړونو سرونه پرې کړي او نوري خرابۍ تر سره کړي .

زموږ وطن و خپلو او پرديو ته د ګيدړي پوست دی، هر سیمه ائیزه اونړيواله ځواک دلته خپلي ګټي لري او هغه يا په دوستم، يا په پدرام، يا په فهيم يا په محقق او يا په نورو باندي تر  لاسه کوي او موږ ته په وينو لړلی ټوټه ټوټه وطن را پرېږدي خو پخپله به د دزد سوم په څير پر هر څه لاس تيروي .

دغه ټولو خبرو ته لوی او ژور سوچ په کاردئ . افغانان دي تير يوې خواته پرېږدي او راتلونکي ته دي پام وکړي هغه راتلونکې چي اوس يې هست و نيست تر پوښتني لاندي راغلی دی . پښتانه که سره يو نشي او خپل منطق، پوهه او قلم و نه کارو ي دلته ئې د ورکېدو نخشې په لاره دي .