کور / شعر / شمله

شمله

ټيټ مې مه ګڼه رقيبه د پښتو
ناروا کوې غورڅنګ په مېړنو


لوړ مې بوله څکه خدای (ج )ده جګه کړې
خپل قدرت باندې شمله د پښتنو


دا چې لوړ زما همت زما غېرت دی
خدای(ج) راکړۍ دا صفت ای لېونو


دا وېنا ده د علي (رض) چې صبر ډال دی
په پستو غاړو کار نشي د چړو


څه د زغم مې ګټه اخلې ته رقيبه
په خصلت نه يې خبر ته د زمرو


چې د خدای (ج) ډار يې په زړه هېڅکله نوي
بيا يې مه شمېره حامده په سړو



د ١٩٩٧ کال د مارچ ٢٥مه کليفورنيا