کور / راپور / دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر اتمه غونډه

دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر اتمه غونډه

دمیرمن ټولنیز کلتوري بهیر اتمه اونیزه غونډه د ۱۳۸۷ کال دزمري میاشتې په پنځمه نیټه چې د۲۰۰۸ کال دجولای میاشتې له ۲۶ نیټې سره برابره وه ، داستقلال په لیسه کې دفرانسې دکلتوري مرکز په تالار کې جوړه شوه.

دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر اتمه نوبتي غونډه دمیرمن بهیر کاري برخې ته ځانګړې شوې وه .
په غونډه کې لومړی دتیرو غونډو دپریکړو د پلي کیدو په څرنګوالي خبرې وشوې .
د سپارل شویو دندو د سرته رسیدو رپوټ وړاندې شو .

دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر دتیرې میاشتې پلان لینا شریفي چمتو کړی و ، چې ټول پخپل وخت تطبیق شو ، د بلې میاشتې لپاره دغونډو د دایریدو  او کاري پلان فریبا ظاهر سوله مل چمتو کړی چې په راتلونکې غونډه کې به یې دتصویب په اړه خبرې وشي.

 میرمن ساهرې شریف اومیرمن اینجنیر راضیې نعیمي د میرمن بهیر دراجستر کیدو دچارو دپرمختګ په اړه خبرې وکړې .
لکه څنګه چې په دې وروستیو کې دافغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې په مخدره توکو دروږدو میرمنو شمیر زیات شوی دی ، میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر وپتییله چې د۳۵۰ افغان میرمنو په ګډون رونیز سمینار جوړ کړي ،په دې اړه پروپوزل د اغلې دل افروز ځیرک په هڅو دمخه چمتو شوی دی.
دغه سمینار به له پلان سره سم د دل افروز ځیرک له خوا په راتلونکي نږدې وخت کې جوړ شي.
په غونډه کې څرګنده شوه چې دبهیر لپاره دځانګړي دفتر نشتوالی دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر دکاري پلانونو دځنډ لامل ګرځي ، پریکړه وشوه چې دمخکنیو خبرو په تعقیب په دې اړه یو پروپوزل چمتو شي .

وروسته د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر دکارونو دلا پرمختګ په اړه خبرې وشوې .آغلو دل افروز ځیرک ، راحلې نوري ، خاطرې اسحق زۍ ، مینې ،تورپیکۍ پوهیالۍ او دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر نورو غړو خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل .
دغونډې په پای کې څرګنده شوه  چې راتلونکې اوونیزې غونډې له پلان سره سمې جوړې او دراتلونکې اوونۍ په غونډه کې د آغلې خاطرې اسحق زۍ ادبي نثر کره کتنې ته وړاندې شي چې ویانده به یې آغلې راحله نوري وي.