کور / نوميالي / باچا خان او شاه امان الله خان

باچا خان او شاه امان الله خان

ليکنه: سنجش

دافغانانو په تاريخ کې د اميرامان الله خان اوباچاخان کارنامي دانګريزانوپه خلاف دازادې غوښتونکومبارزينوهغه دوه پيژندل شوي ستوري دي  چې تل  د پښتنوپه تاريخ کې دلمرپه شان ځليږي اوپښتون قوم پرې فخرکوي ، دباچاخان خيلات دافغانستان په هکله اوپه دې لړکې چې باچاخان دامان الله خان دمخالفينوپه هکله کوم کوششونه کړي دي ،په تاريخي لحاظ دتاريخ يوبرخه جوړوي ، په همدې شکل سره دننګرهار په تاريخي سيمه کې ددې دوو مبارزينو مقبري  په دې ځاي کې پراتۀ دي .

امان الله خان د 1892 کال دجون په 18 چې د 1271هه شه کال دجوزا دلسمه  سره برابر ه ده د پغمان  زرګر درى ته  نژدي  زيږيدلې دے اوپه 1960 داپريل په 25 چې د1339 هه شه کال سره برابره ده پۀ ايټاليا کښې وفات او جنازه ئي وطن تۀ راوړه شوۀ  او پۀ  جلال اباد کښې  دخپل پلار ترڅنګه خاوروته وسپارل شوۀ .  دغه راز باچاخان هم    22 جنورۍ 1988 کښې د سحر 6 بجې د جلوس په شکل سره جلاال اباد ته يوړل شو او د خپل وصيت سره سم هلته خاورو ته وسپارل شو .

باچاخان کله  په کابل اوکله به په جلال ابادکښې اوسېدو مګر د افغانستان ټولې  سيمې دخلکو اوقومونه سره ليدلې وي  او ټولو ته به يي په يوه سترګه کتل ، باچاخان  په ټولو خلکو او اولسونو : پښتنو، تاجکو، بلوڅو، هزارؤ او ازبکو، ترکمنو، نورستانيانو، پشه يانو سره خاصه مينه درلوده اود  هغوي سره يې د يو والي، مينى، محبت، پيرزوينى، عزيزولى، ورورى ، جمهوريت دموکراسى او ازادې په باره کښې خبرى کړې وې. دانګريزانو په خلاف  د پښتنو د ازادې د جنګ دا دوه لارښود په يو بل تۀ  ډېر زيات نژدي وۀ  . امان الله خان چې تر څو ژوندے ؤ، د باچا خان سره يې تعلق لرلو. دا تعلق  ډېر زوړ ؤ او بØ �چا خان هم د امان الله خان سره د خپلې مينې ثبوت په داسې شان ورکړو چې څومره ستائنه يې وشي کمه به وي. باچا خان چې کله هم د پاکستان نه افغانستان ته تللے دے هغه د کابل نه زيات په جلال اباد کښې خوشحاله ؤ. د دې دوه وجوهات وو. يو خو لکه څۀ رنګه چې وليکلے شو هغه دلته د امان الله خان سره نزدې وو او بل دا چې دلته هغۀ ته د خپلو پښتنو مشرانو او کشرانو سره په رابطو ساتلو کښې اساني وۀ .
امان لله خان  دملي ارمانو په سررسولو په  لار کښې  دهغو تجربو څخه چې  د پلار د دوري د سړو او تودو  سياسي  جرياناتو ، داسيايي ملتو دنجات بخښوونکو مبارزو ، طبقاتي تضادونو ، دافغانانو دملي  روحياتو ، سياسي  او اقتصادي  شرايطو دملي او بين المللي  حالاتو څخه ورحاصل شوي وو ، پوره استفاده وکړه . ده ازادي دوستۀ او روشنفکره افغانان  پرځان راټول کړل او ديو ازاد او مترقي افغانستان په جوړولو کښې  په  نه  ستړي کيدونکي مبارزي  شروع وکړه .

انګليسانو غوښتنه وۀ چې په لمړي سر کښې  امان الله خان ته دخلافت دعهدي په وړاندي کولو سره هغه ډول پان اسلاميزم چې دمسلمانانو په نقص او ددوي په ګټه وي تحريک کړي او دهند دازادۍ غوښتلو او شوروي اتحاد په مخالفت تحريک کړي او شوروي اتحاد په بين لمللي مجامعوکښې تجريد کړي مګر امان الله خان په دې سياسي چالبازيو پوه او دانګلسيانو په نسبت يي دشوروي  روسيي دوستي د وطن دګټو اومصالحو ساتلو لپاره  مناسبه ګڼله ځکه چې روسيي په ظاهره دافغانستان داستقلال ، کلتور ، ثقافت  او تماميت ارضي ته په درنه سترګه ګتل  او ددۀ  د اصلاحي پروګرامونوپه اجراکولو کښې  هراړخيزه مرستي Ú �ولي په کال 1919 ميلادي  د مئ په 27 نيټه دافغانستان استقلال وکټل شو  انگليسانو په يوه او بله بهانه  دافغانستان دخپلواکۍ د په رسميت پيژندلو پروسه ځنډول ،او سياسي مانورونه يي اجرا کولې \” د برتانوي هند حکومت داچې افغانستان استقلال  ديوه څرگند حقيقت په توگه ومني يا رد کړي  حيران پا ته  و  تر ډيره وخته  يي پردغه ټکي  په تکرار سره پا فشاري کول چې د افغان او انگليس تر منځ  لاسليک شوې  معاهده له هغه تعهداتو څخه عبارت دے کوم چې دشخص امير حبيب اله سره لاسليک شوی دے  ځکه ئې تلاش کاوۀ  چي  د امان الله خان ددغه غوښتني څخه چې نوے  معاهده امضأ شي جلوگيري وکړې،
په 1919 د امان لله خان په دوره کښې د افغانستان دخپلواکۍ   مجاهده  شروع شوۀ  نو د محکوم او ازاد پشتونستان  قبائيلو مشرانو په کامله علاقمندي  د افغانانو وروڼو سره ملا وتړله ، هغه جرګه چې دجلااباد په سراج العمارۀ کې جوړه شوي وۀ  دمختلفو قومونو مشرانو په کښې ګدون کړي  وۀ  ، په  دې جرګه کښې دمحاذونو  مشرۍ داسې اعلان وشو ي  ، دازاد شمال  پښتونستان او باجوړ خلک دبابړي  د ملاصاحب په مشر دمومندو ،ساپو او شينوارو خلک دترنکزو د حاجي صاحب  او د چکنوردملاصاحب ترمشرۍ  لاندې ، او پۀ دې  ډول نور اقوام د خپلو مشرانو سره جګړي  ته روان شوۀ ، د پکتيا محاذ قوماندان محمد نادرØ
�اه ،ه دهغې سره دوزيرو ، مسودو ،بيټنو اقوام دخپلو مشرانو سره  د حاجي ميرزاعلي خان ايپي فقير او الحاج دين محمد  خان بيټني فقير  تربيرغونو لاندې  د پرنګي په  خلاف غزا ته  تيارشو .  همدا ډول دبلوچستان  داڅکزو ، کاکړو ، بلوڅو  او نورواقوامو څخه لوي شمير خپلو افغاني  وروڼو سره دافغانستان دخپلواکۍ  په معرکه کې دجګړي  لاه  د دښمن سره ميدان ته حاضر شول ترڅو چې انګريزانو دلومړي ځل لاه  پاره  ټل پر ډګر ماتي وخوړه  او وروسته  متارکه وشوه او د افغانستان خپلواکې  په رسميت وپيژندل شو ((، دخپلواکې تړون کال کال ١٣٤٨ دسنبلۍ ٩ ))
ازاد قبائيلوکې دانګليسانوپه خلاف لوي قيامونه روان وۀ ، په محکوم پښتونستان  ( صوبه سرحد) کښې د اصلاح  الافاغنه ) ټولنه د ( انجمن جوانان ) په نامه تپديل شوي وۀ په  همدغه کال يعني  1929 ع  کښې دغه ټولنه   دخدائي خدمتګارانو په نامه  تبديل شو ۀ  دغه  جريانان دپښتنو ستر مشر باچاخان  رهنمايي کوله.

دامان الله خان دملي غرور بله نښه داوه : هغه وخت چې ده اروپا ته سفرپيل کاوۀ انګليسانو دخپل سفير او وايسرا دخولي ورته وويل چې : بايددپيښور دلاري دهلي ته ورسي چې هلته يي وايسرا استقبال وکوي . امان الله خان ته دغه خواهش ډير دروند تمام شو او ورته يي وويل : دهر ولوري چې وغواړم سفر به وکړم او زه دافغانستان پاچا په حيث دا سپکاوي او دحيثيته لري  کار ګڼم چې وايسرا زما استقبال ته راشي ځکه يي خپل سفر دانګليسانو دغوښتني په خلاف دچمن ، بمبئ دلاري اروپا ته شروع کړ اوپه هند کښې يي داسې دغرور او ملي جذباتو وينا وکړه چې دهند دټولو ازادۍ غوښتونکو ملي احساسات يي راوپارول .

دغه شان غرور په باچاخان کښې هم موجود هغه خپل ټول عمردخپل قوم په خاطر په  زندان کښې تير کړ مګر استبداد ته تسليم نشو اوخپلو پښتنو وروڼو دحقوق په خاطر يې دژوند ټول حوسونه له لاسه ورکړ هغۀ  د خپل ژوند ټوله برخه  فقط د ازادې  په  خاطر خرچ کړ او په دې لاره کښې  يې هرنوع تکليف برداشت کړ .  هغۀ په 1929 کال  په پيښور کې د فخر افغان عبدالغفار خان د عدم تشدد غورځنګ (( خدايي خدمتګارو غورځنګ )) بنسټ کيښودل شو  دوی خپله لويه موخه د خپلواکۍ ګټل اعلان کړه په دې ډول سره د  باچا خان اسلامي عدم تشدد غورځنګ او بې وسلې جهاد پيل شو چې په اسلامي نړۍ کې يې ساری نه لرلو . ليکوال دخپلې ليکني په بله برخه کښې داسې ليکي :

(( امان الله خان د کوزو پښتنو سره ډېره زياته مينه لرله. دوي هم هغه خپل يو زړۀ پورې مشر ګڼلو، کله چې هغۀ اراده وکړه چې د افغانستان نه يو مثالي مملکت جوړ کړي او د نړۍ د نورو هېوادونو سره يې سيال کړي نو ددې وطن پښتانۀ به د خوشحالۍ نه په جامو کښې نۀ ځائيدل. دومره په افغانستان مئين وو چې تۀ به وايې ګنې دوي د ترقۍ په سفر روان شوي دي. د دوي په خيال د امان الله خان روښان فکري، د قامولۍ مينه او د رجعت پسندۍ نه کرکه او د هغۀ په جار د برطانوي امپيرياليزم غندنه د هغۀ دښمنان هم سېوا کړل او دا حقيقت هم ؤ چې پېرنګي د استقلال په جګړه کښې خپله بې عزتي هيڅ کله نۀ هېروله.

دوÙŠ هيڅ داسې موقعه ترلاسه ورکولو ته تيار نۀ وو چې امان الله خان ته پرې نقصان ورسوي. باچا خان او د هغۀ ملګرو چې کله \”پښتون\” رساله جاري کړه، چې رساله کښې به يې د افغانستان متعلق ډېر څۀ چاپ کول نو دوي په دې پوهېدل چې د افغانستان ترقي هم د پښتنو ترقي ده. بيا دا هم وه چې دوي هم د امان الله خان نه طمعه لرله چې کېدے شي چې د دوي د ازادۍ په لاره کښې هغه د دوي سره کمک وکړي. نو ځکه خو دا هر څۀ په پېرنګي بد لګېدل او هغوي امان الله خان د خپلو سترګو ازغے ګڼلو. د امان الله خان د اصلاحاتو چې تفصيلات يې دلته نۀ شي ورکېدے، په مخالفت کښې پېرنګيان د ټولو نه وړاندې وو.بل خوا \”پښØ�ون\” کښې وخت په وخت د امان الله د اصلا�تو په مرسته کښې مضمونونه چاپ شوي دي. دلته به د هغۀ د يورپ د سفر چې د دسمبر کال 1927 نه واخله تر جولايي 1927 پورې يې کړے دے، په هغې د هغۀ د مخالفينو څۀ رايې وه او دلته باچا خان او د هغۀ نورو خدايي خدمتګارو پرې څۀ تاثرات لرل. د هغې به يو لنډ شان جاج اخلم. د دې سره سره د هغۀ د افغانستان تخت پرېښودل او د هندوستان په لاره اټلي ته د تللو تفصيلات چې ورکښې په څۀ نا څۀ حواله خدايي خدمتګار او باچا خان راځي، هغه هم ورکول غواړم. د دې ليکلو دپاره ما د \”پښتون\” رسالې نه زيات مدد اخستے دے. د هغې مضمونونو ذکر هم کول غواړم، کوم چې دې دوران کښې په \”پښتون\” کښې چاپ شوي دي . ډاکټر س
يدوقار علي شاه کاکاخېل  ))

دا چې غازي امان الله خان افغانستان د سياسي بېلوالي  نه راويستو او د نوي اوژونديو قامونو په قطار کښې يې ودرولو. دې خوا باچا خان پښتون اولس ته د علم رڼا او د حق غوښتنې طريقه په خپله ژبه کښې وروښودله او يو عملي جهاد يې چې عدم تشدد باندې ولاړ ؤ په مخکښې بوتلو. د ال انډيا کانګريس سره د يو ځائے کښېدو نه پس خدايي خدمتګار تحريک د يو کليوال تحريک نه يو بين المللي تحريک جوړ شو او يواځې د هند په سطح نۀ بلکښې د ټولې نړۍ دې تحريک ته پام شو.غازي امان الله خان چې باچا خان ورته په خپله بيوګرافي کښې د ټولو پښتنو باچا وايي،افغانستان د ترقۍ په لور بوتلو دپاره عملي ګامونه پورته کړل. دې خوا هم باچا خان د پښتونخوا يو مسلسل راروان جمود مات کړو او بې له ټوپکه يې انګرېز او نورې نړۍ ته ځان ښکاره کړو چې پښتون صرف د  ټوپک ملګرے نه دے، بلکې يو با شعوره ملت دے خو که څوک يې په سهي طريقه د تعليم او اتفاق طرفته راواړوي.   د ډيورنډ کرښې په دواړو خواو کې پښتانه تاريخي سياسي ، مذهبي ، ژبني ، ګډ کلتور او فرهنګ لري او هيڅ څوک نه شي کولی چې دوی د کرښې دېخوا او هاخوا پښتانه په نوم سره بيل کړي   خان عبدالغفار خان د خپل وصعت له مخې د پښتون په غيرتي خاوره جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو . دا دلروبرو پښتنو ديوالي اود ډيورنډ کرښې په ضد د هغه د اوÚ�دې مبارزې يوه برخه ګڼلی شو .