کور / تازه خبرونه / پكتيا:اوه تنه د دولت مخالفين ونيول شول

پكتيا:اوه تنه د دولت مخالفين ونيول شول

د پكتيا ولايت د والي وياند روح الله سمون خبر وركړ چې تيره شپه ( د چهار شنبې په شپه) يې د پكتيا ولايت د مركز ګرديز اړونده سيمه كې د دولت اووه ته مخالفين نيولي دي.


نوموړي زياته كړه چې دوى دا مهال د پوليسو سره دي او پوښتنې ترې روانې دي.


د ښاغلي سمون په وينا په اوو تنو نيول شويو مخالفينو كې يو تن د طالبانو مشهور قوماندان هم شامل دي ، ده زياته كړه چې دغه كسانو ته په يوه كور كې ميلسمتيا شوې چې پوليسو د عملياتو پر مهال ونيول.


تر دې مهاله وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .