کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پوهني وزارت د ټولو افغانانو ګډ وزارت دئ

د پوهني وزارت د ټولو افغانانو ګډ وزارت دئ

په دې ورځو کې مې د ملي پيمان په بریښناپاڼه کې چې یوازې د پښتو او پښتنو سره د دوښمنۍ په موخه خپرونې او لیکنې کوي ، د یو ناپېژند کس چې ځان سید جواد حجت بولي یوه لیکنه د ( وزیر معرف قوم باز ) تر سرلیک لاندې ولوستله . جواد حجت د کومو ټاکلیو لاسوندونو او دلایلو پرته د پوهنې پر وزیر ښاغلي اتمر باندې د معروف قوم باز تور لګولئ دئ !
که چیري جواد حجت ، د نظار شورا او یا د جمعیت د ډلې ټپلې پر کوم وزیر باندې ، د هغوی د ناکامې او بدنامې واکمنۍ پر وخت او یا په اوسنۍ اداره کې د دې ډلې د سبوتاژ ، غلا ، چور او نورو ویجاړیو په اړوند هم ورته تور لګولې وای ، نو بیا سړي پرتله کولئ شوای چې ښاغلئ حجت یو بې پرې او بې کینې نیوکګر دئ .
 یو وخت کله چې یونس قانوني د پوهنې وزیر و او د وزارت هر څه لوټ شول ، د هغه وخت د غلا او چور دوسیي اوس هم په څارنوالۍ کې خوندي پرتې دي ، هیچا او هیڅکله هم د حجت پشان یومخیزو او یولورو نیوکګرو  ، د هغه وخت د پوهنې پر وزیر څه ونه لیکل او داسې معنا والې چوپتیاوې ښۍ ، چې  په غلا ، چور او تالان کې ټول سره شریک او یو د بل همکاران دي !
زه یو له هغو څخه یم چې  زیات وخت مې د ښوونې او روزنې د وزارت په بېلو بېلو برخو کې کار کړئ دئ .
یوه ورځ په کال ۱۳۵۵ کې چې ما هم د تالیف او ترجمې په ریاست کې دنده درلوده ، ارواښاد پوهاند عبدالقیوم خان چې د پوهنې وزیر و ، غوښتل يي چې د لوګر او وردګو ولایتونو ته پښتو درسي کتابونه واستوي ، کله چې د نوموړو ولایتونو تحویلداران د ښوونې او روزنې مطبعي ته ورغلي وو ، هغو ته يي د پښتو د درسي کتابونو پر ځای فارسي کتابونه په جوالونو کې ځای کړي او نوموړو ولایتونو ته يي لیږلي وو . ارواښاد قیوم خان چې کله خبر شو په دې کار سخت په قهر شو ، د تالیف او ترجمې ریس محمد صدیق سیلاني او د مطبعي او ثانوي تدریساتو ریسان يي راوغوښتل پر دوی باندې له زیات قهر روسته پریکړه وش
 وه ، چې اوس دې له همدې فارسي کتابونو څخه کار واخیستل شي او په راتلونکې کې دې دغو سیمو ته پښتو کتابونه ولیږل شي .
 تر اوسه هم ښای ، په نوموړو ولایتونو کې چې ټول يي پښتانه دي فارسي کتابونه وویشل شي او تدریس شي . او دا یوه پلان شوي چلوټه ( دسیسه ) وه او دا شان چلوټې اوس هم په ډېرې بېشرمۍ سره روانې دي !
د کال ۱۳۵۷  د غويي له ۷ مې روسته ، کله چې دستګیر پنجشیرئ د ښوونې او روزنې وزیر او طاهر بدخشي د تالیف او ترجمې ریس شو ، د تالیف او ترجمې په ریاست کې یو ناوړه اوزهرجن بدلون راغئ ، هغه هم د طبقاتي مبارزې ترسرلیک لاندې او هغه دا چې یوازې د پښتو ژبې له منځ وړل په نښه شوې و !
دوی به ویل ( رفقا ما انقلاب کردیم ، باید به اهداف انقلاب وفادار ماند ) ، له وزارت څخه د پښتنو وهل او شړل پيل شول او د پښتو ژبې د څېړنې څانګه بېخې له منځه یووړل شوه . همدارنګه پښتو ټولنه يي لغوه کړه او په وزارت او نورو ادارو کې د پښتو ژبې کارول شرم ګڼل کېده .
روسته تر دې نور نه ، په پښتو ژبه کتابونه چاپ شول او نه څوک د پښتو په قصه کې شول . دا چې روسته د رباني او نظار شورا د واکمنۍ په وخت له پښتو او پښتنو سر څه وشول ، موږ ټولو افغانانو ته لکه د لمر پڅېر څرګند دي . دوی خو به دا هم ویل ، داسې وخت باید راولو چې ( اګر خانه ای کسي را تک تک کنیم باید نه ګوید ، چې څوک يي ! )
دا چې ښاغلئ اتمر د ښوونې او روزنې وزیر غواړې هر څوک پخپله مورنۍ ژبه د لوست حق ولري ، ټولو افغانانو او پښتنو ته هم د دوی په مورنیو ژبو د زده کړې حق ورکړئ شي ، ولې دومره شور او غوغا راپورته کیږي ، ایا د پښتنو ماشومان پخپله مورنۍ ژبه پښتو ، د زده کړې حق نه لري؟
 اوس یوه ډله فارسي ژبي فاشیستان چې په نظار شورا ، جمعیت ، ملې ستم ، د کارمل په پرچمي ګروپ او په شمالي ټلوالې کې يي د پاکستان ، ایران او روسيي په ملاتړ سنګر نېولئ ، هره ورځ د همدغو پردیو په لمسون د پښتنو د ژبې ، کلتور او تاریخ سپکاوئ کوي !
 څرګنده بېلګه يي په دې ورځو کې د پدرام په نوم د يو بل سیکټاریست هغه څرګندونې دي چې د هېواد د اتل او د افغانستان د خپلواکۍ د ګټندوی غازي امان الله خان پر ضد يي کړي دي . دغه کس چې یو وخت د محمود بریالې نږدې دوست او د کارمل وفادار شاګرد و ، د هېواد سره په دوښمنۍ کې تر هغو هم وړاندې ځي ، په سپین سترګۍ او بېشرمۍ سره د هېواد د ملي اتلانو پر وړاندې سپکې تورې وايي او په دې ډول دبهرنیانو لپاره د څو روپو او وعدو په بیه د هېواد تاریخ او ملې هویت په بډه وهي !
همدارنګه  ددې فاشیستي ډلې بل ښاغلي ، په دې ورځو کې د پوهنې وزیر په نښه کړې ، څو ورځې دمخه د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلئ خرم د دوی د شومو موخه نښه وه ، او بله ورځ به کوم بل په هېواد مین پښتون ددئ تبهکارې ډلې نښه وي !
تر څو ددې ورانکارو ډلو مخونه او چټلې هیلې بربنډې نه شي او په وړ سزا ونه رسول شي ، افغانستان به د خوښۍ  ورځ په سترګو هم ونه ویني !