کور / سياسي / د افغانستان لپاره مبارزه لا دوام لري

د افغانستان لپاره مبارزه لا دوام لري

 


دوه امريکايي  ليکوالان، پال فيتس جرالد، او، اليزابت گولد، د باسټن گلوب په ورځپاڼه کي د جولاى د مياشتي پر ٣٠ “د افغانستان لپاره مبارزه لا دوام لري” تر عنوان لاندي ليکي: کله چي د کال ٢٠٠٩ په جنوري کي د متحده ايالاتو راتلونکى جمهورريس سپيني ماڼۍ ته ننوځي، هغه  به د داسي سختو خارجي پاليسيو سره مخامخ وي چي د ١٩٤٠ کلونو راهيسي د امريکا بل جمهورريس ور سره ندى مخامخ سوى. 


د متحده ايالاتو نوى جمهورريس بايد پدې پوه وي چي د افغانستان نننى حکومت تر ډېره حده د واشنگټن او اسلام اباد مخلوق دى، نه د کابل د واکمنانو.  هغه بايد پدې هم پوه وي چي په افغانستان کي برى تر لاسه کول د افغانستان او پاکستان په ارتباط د متحده ايالاتو په پاليسيو کي جدي تجديد نظر ته اړتيا لري.   


په کال ١٩٨١ کي، موږ لمړي امريکايي د تيلويزون خبريالان وو چي پر غربي ژورناليسټانو باندي د يوه سرتاسري بنديز تر لگېدو وروسته کابل ته داخل سوو.  هغه مهال، افغانستان د يوه فيوډالي نظام او روان سل کلن اجتماعي اصلاحاتو تر مينځ راگير وو.  موږ ولېدل چي د افغانستان د وخت حکومت د کمونيزم، کپټاليزم، او يو خاص او اعتدالي اسلام تر مينځ په نوسان کي وو. 


نن ورځ، په افغانستان کي د يوه مترقي او اعتدالي اسلام نښي نښاني هډو کاملا ورکي سوي دي، ځکه د ١٩٨٠ په کلونو کي  د اعتدالي اسلام ټول کلتور او اساسات د امريکا او سعودي عربستان  په ملاتړ افراطي مجاهدينو وران او تباه کړل.  همدا اوس، په افغانستان  کي  يو فيوډالي نظام حاکم دى.  هلته جنگسالاران، د ناټو عسکر، شخصي پوځي کمپنۍ، او راډيکال اسلاميسټان په سياسي لوبو او تباهۍ لگيا دي.   


د کابل په گڼه گوڼه کي، “ازادي سوي” ښځي د مخدره موادو د قاچبرانو څخه چي په نويوغټو جاپاني او د تورو ښېښو په موټرانو کي چکر وهي، سوال او فقر غواړي.  د زرهاوو کلونو په جريان کي، افغانستان د مختلفو کلتورونو او مذاهبو زانگو او د اخلاط مرکز وو، مگر نن ورځ همدا هيواد د نړۍ تر ټولو ستر د مخدره موادو مرکز او د اسلامي افراطيانو او مذهبي  ډانگيانو د صادرولو خطرناکه منبع گرځېدلې ده. 


وروسته له اوو کلونو او بيلونهاوو ډالرو له لگولو سره سره، په افغانستان کي ډېر کم اجتماعي او اقتصادي پر مختگ تر سترگو کېږي.  که څه هم، د افغانستان نوى اساسي قانون د ښځو حقوق تضمينوي، ښځي کار او نجوني مکتبونو ته ځي، خو د امنيت په څرگند نشته والي کي د ښځو د حقوقو  ادعا بابېزه خبره  ده. 


د متحده ايالاتو راتکونکى جمهورريس مجبور او مکلف دى چي د ا مريکا په پاليسيو کي بدلون راولي.  د پاليسيو همدا بدلون بايد هرو مرو د افغانانو اړتياوي  او غوښتني په نظر کي ونيسي، نه د واشنگټن.  هغه مجبوره دى چي د امريکا د بين المللي مرستو اداره داسي منظمه کړي چي په افغانستان کي سړکونه جوړ کړي، برق راولي، د اوبو لگولو کانالونه بېرته ودان کړي، او بالاخره  دشخصي قرارداديانوسره حساب او کتاب وکړي.  د متحده ايالاتو راتلونکى جمهورريس مجبور او مکلف دى چي له عراق څخه په زرهاوه  عسکر راوباسي او د افغانستان په لويو ښارونو کي يې ځاى پر ځاى کړي، جنگسالاران بې وسلې کړي، او امنيت ټينگ کړي.  هغه مجبوره دى چي ناټو  د افغانستان  په اړه جديت ته وهڅوي.  د نني تروريزم ضد نظرياتو په اساس، افغانستان ٤٠٠٠٠٠ سوله ساتونکو عسکرو ته ضرورت لري.  همدا اوس، هلته فقط ٤٧٠٠٠ خارجي عسکر سته.  ددې کار  تر کولو وروسته، هغه بايدد مخدره موادو غم وخوري.  بزګرانو ته د خوراکه موادو د کرلو زمينه برابره کړي، او  د افغانستان اپيم د دارو درمل د جوړولو لپاره رانيسي. 


د افغانانو د ملاتړ  د تر لاسه کولو وروسته،د امريکا جمهورريس بيا کولاى سي چي سياسي مشکلاتو ته پام وکړي او هم د پاکستان تباه کونکي نقش ته توجه وکړي.  دا هغه سياسي ستونزي دي چي د برتانيې د ناکامو امپرياليستي پاليسيو په نتيجه کي را مينځته سوي دي.  هغه داچي برتانيې غوښتل چي افغانستان د يوه ولس په حيث له نړى له مخه ورک او تباه کړي.   


د افغانانو د نشنليزم لمړى بڅرى د ١٦ پېړۍ په سر کي را ښکاره سو.  په کال ١٧٤٧ کي، احمد شاه دراني د نړۍ په تاريخ کي د يوې ستري او با اعظمته افغاني امپراتورۍ بنسټ کښېښود، او تر کال ١٩٧٨ پوري يې دوام درلود. 


بياهم، د هندوستان د ١٩ پېړۍ برتانوي حاکم، لورډ کورزن، ادعا کوله چي د افغانستان  جوړېدل  “مازي يوه  جغرافيايي حادثه وه.”  د برتانيې صدراعظم، بينجمين ډزرايلي، غوښتل چي افغانستان په برتانوي هند کي مدغم کړي.  که څه هم، د هغه دا نقشه ناکامه سوه، خو په کال ١٨٩٣ کي برتانيې د افغانانو تاريخي او فرهنگي کور د ډيورنډ په کرښه تقسيم او خراب کړ.   


کله چي هند په کال ١٩٤٧ کي ووېشل سو، برتانيې د سرحدونو پر سر د خبرو کولو څخه ډډه وکړه.  پاکستان ددغه افغاني مځکو د کنټرول لپاره هر اړخېزه مبارزه پيل کړه چي په نتيجه کي د ساړه جنگ هنگامه لا گرمه سوه.  په کال ١٩٧٩ کي، د جمهورريس کارتر د ملي امنيت سلاکار، ښاغلي بريژنيسکي، وکړاى سواى چي شورويان  په لومه کي بند کړي او د ويتنام غچ ترې واخلي.   


د هم هغي لمړۍ ورځي څخه را پدې خوا، همدا سرحدي شخړه چي هدف يې د افغانانو د استقلال او حريت د ولولو تباه کول وه، په يوه بين المللي بلا بدله سوه.   


د پاکستان يو ه بله مشغولا چي د هند سره د کشمير سرحدي شخړه ده، پاکستان په يوه اټومي تهديد بدل کړ.  د پاکستان  حاکمان باور لري چي د پاکستان  د محوه کېدو  تهديد او ډار  د هغوى  د وسلو او مخدره موادو قاچاق، دطالبانو  سره  د هغوى مرسته او خواخوږي، او د اسامه بن لادن غوندي د يوه  ټروريسټ او قاتل ساتل توجيه کوي.  يوازي متحده ايالات کولاى سي چي د هند او پاکستان تر مينځ دايمي سوله ټينگه کړي، او يوازي يوه دايمي سوله به وکړاى سي چي د افغانستان په داخلي چارو کي د پاکستان د لاسوهنو او مداخلو مخه ونيسي.  د امريکا افغانستان ويتنام او عراق ندى.  د امريکا افغانستان يو خوب دى چي کېداى سي ريشتيا سي. دا هغه کار دى چي د متحده ايالاتو نوى جمهورريس يې بايد هرومرو وکړي. 


نوټ:  پال فيتس جرالد او اليزابيت گولد د “نامرئي تاريخ، د افغانستان پټه کيسه” د کتاب ليکوالان دي. دا کتاب به  د بل کال په جنوري کي خپور سي.