کور / #PTM / پاکستاني جنرالان د طالبانو پلاران

پاکستاني جنرالان د طالبانو پلاران

ليکنه: ايمل پياوړی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د پښتنو د نجات یوازینۍ لاره اتفاق بولي او هغوی د پنجاب او پاکستان د ظلمونو او وحشتونو پر وړاندې یووالي، هوښیارۍ او بیدارۍ ته رابولي، وایي: ”.  په قبایلو خو یې قبضه وکړه اوس په ګران پېښور قبضه کول غواړي. اې د پېښور خلکو! ویښ شئپه لورلایي، سنځاوۍ او ژوپ کې ریاستي دهشت ګرد هدفي وژنې کوي. همدارنګه په جنوبی او شمالي وزیرستان کې یې هم دا لوبه شروع کړې ده دې مکار ریاست

نوموړی نه یوازې د پنجاب د ظلم او وحشت پر وړاندې نه تسلیمېږي، بلکې په ډېر جرئت او صراحت سره وایي: ” د پښتنو ټول مشران به راغونډوو او یوه فیصله به په ګډه کوو چې تر څو پورې مو چې زمونږ د یوه یوه ځوان د وژلو ځواب نه وي راکړی مونږ به تاسو په خپله خاوره کې پرینږدومونږ ته لاشونه راغلل ، بربادي راغله ، تباهي راغله، وران کورونه راغلل او د پنجاب په برخه موټروې، میټروګانې او ابادي راغله.  په ټول پاکستان کې 11 میټروګانې جوړې شوې، ټولې په پنجاب کې او یوه ناقصه یې په پښتونخوا کې جوړه کړه

ښاغلی پښتین خلکو ته د مالکیت حس ورکوي او داسې یې مخاطبوي چې: ” اې پښتنو! دا خبره باید هر پښتون احساس کړي چې دا خاوره زمونږ خپله دهاې لاهوره! مونږ دا تاریخي خاوره له تا سره شریکه کړه او تا پرې لوبې وکړې.  که څوک په مونږ لوبې کوي بیا مونږ تا له ځان سره شریک نه پرېږدو او درنه ځو.له وزیرستان، سوات او لرې لرې سیمو ځوانان یې په جلسې ته له راتلو منعې کړي او په لاره یې ایسار کړي دي، لږ شرم وکه ریاسته.  تاسو لږ همت وکړئ، دا ریاست د پښتون افغان زور نه لري

ښاغلي منظور پښتین او ملګرو یې د پاکستان کمزوري درک کړې او دوی هیله من دي چې بریا ته به رسېږي. هغه ځوانانو ته وایي: ” د کراچۍ ځوانانو! تاسو ورشئ او د رینجرو مخې ته کېنئ، دوی به څه وکړي نور؟ خو و به مو وژني، مونږ دا سرونه ساتلي د وطن لپاره دي. د پي ټي ایم ځوانانو پښتونخوا په تاسې فخر کويوطن وینه غواړي، زمونږ وطن ته که د وینو ضرورت وي اول به زه خپله وینه ورکومطاهر داوړ یې په ډېر ظلم مړ کړ دې مکار ریاستمونږ که هر څومره کوشش وکړو دا ریاست مو نه خپلوي، زه د دې ریاست پښتنو پولیسو او فوځیانو ته وایم چې ولاکه مو خپل وبولي که ستاسو اواز اوچتوي همدا د پي ټي ایم ځوانان به یې درته اوچتوي.  تا مونږ ځکه نیولي یو چې ته ډارېږې ، مونږ دې یو وار منظم شو، یو صف دې شو بیا به بدله اخلو، بیا به سم ګوزار په ستمګر کوو.

ښاغلی پښتین بیا بیا له پښتنو سره شوي ظلمونه، د هغوی عدالت او غچ اخیستلو خبره کوي او په ټینګار سره یې کوي او باور دی چې دغه مبارز ځوانان به د پنجاب د بې عدالتۍ پر وړاندې تر پایه همداسې د سپر په توګه پاتې شي. ښاغلی پښتین دا هم وایي: ” د هندوستان پیلوټ سره انصاف وشو خو طاهر داوړ ، نقیب شهید او ارمان لوڼي ته انصاف ورنکړی شوایچ سی ایلHCl تر ټولو قوي تیزاب دي که دوی مونږ په ایچ سی ایلHCl کې هم واچوی مونږ به د وطن خبره کوو.

لاره که هر څومره اوږده ده مونږ ستومانه نه یو

مونږ په خپل کړي بغاوت باندې پښیمانه نه یو

 پي ټی ایم جی ایچ کیو ته دومره کلکې څپیړې ورکړي چې دوی یو د ټولنیزو رسنیو پوسټ هم نه شي زغملی .مونږ هر ظالم که هغه طالب دی، که ښه دی که بد، که امن کمېټي ده، که ای ایس ای ده، که ایم ای ده او که ایف ای اې ده که ظلم کوي خلاف یې یو. پاکستاني جنرالان د طالبانو پلرونه دي