کور / راپور / مهدي حسن: پاکستان کي سختدريځي مخ پر زياتېدو ده

مهدي حسن: پاکستان کي سختدريځي مخ پر زياتېدو ده

په پاکستان کي د بشري حقونو سازمان وايي، چي په دغه هيواد کي سختدريځي او بنسټپالنه مخ پر ډېرېدو ده.

د پاکستان د بشري حقونو د څار مشر مهدي حسن وايي، چي دلته د بيان د ازادۍ او د مباحثې نه شتون، د تنقيد نه زغمل، د مدني ټولنو د فعاليتونو کمزوره کېدل ددې لامل سوي چي خلګ سختدريځۍ او بنسټپالني ته وهڅوي.

نوموړی وايي، چي په   پاکستان کي داسي ډلي ټپلي سته چي د بنديزونو سره سره په نورو نومونو فعاليتونه کوي، له بهره او په کور دننه کي هغوی ته پيسې راځي، د هغوی لپاره چندې کېږي او همداراز په پاکستاني مدرسو کي داسي نصاب ښوودل کېږي چي له کبله ئې په ټولنه کي  نفرت رامنځ ته کوي.

نوموړي دا هم وويل، چي په پاکستان کي د هندو انجونو مسلمانولو او په زور ودولو هم اندېښنې راولاړي کړي دي.

د مهدي حسن په خبره، په هيواد کي شته سختدريځي ډلي د پوځ په ملاتړ مجرمينو ته د سزا ورکولو مخه نيسي.